ملي لوب ډله که ملي وياړ
په افغانۍ مينه روزل شويو او پالل شويو ځوانانو!د مينې او اخلاص په لمن کې راټول شوي سلامونه،ګرمې او تودې ولولې او ددې لويې بريامبارکى مې د زړه له تله ومنئ.زه پوهيدم چې ستاسو په بدن کې پراته افغاني وينه،په دې وينه کې پراته افغاني مينه او په دې مينه کې پراته افغاني جذبه او غرور به تاسو هرومرو د پاي لوبې ډګراو ګټنې ته رسوي،ښايي ډيرو نړيوالو کتونکو به داسې فکر کړى وي چې ستاسود سترګو په کسو کې به لا تراوسه د جنګ او جګړې کړغيړن انځورونه پراته وي،هغوى به يوازې دومره فکر کړى وي چې تاسو دجنګ او ټوپک د ډګر اتلان ياست،شک نه شته چې دخاورې،اولس او هيواد دغوښتنې سره سم افغانانو تل ټوپک ته لاس اچولى او هيواد يې د سر او مال په قربانۍ سره د ازادۍ په ګاڼه سمبال کړى ،نه يوازې دا چې د هيواد دښمنان يې له هيواده شړلي بلکې د هغوى په سياسي او جغرافيوي نقشو کې يې بنيادي تغيرات راوستي،دا مهال چې هيواد د بل هر وخت په نسبت سولې او ارامۍ ته زيات ضرورت لري نو تاسو په خپله افغاني جذبه او غرور نړيوالو ته دسولې او ثبات داسې انځور وړاندې کړ چې نړيوال ورته ګوته په خوله پاتې شول،هغوى يوه لحظ هم ستاسو د برياليتوب په اړه فکر نه شوکولى ،په دې دليل چې له يوې خوا ستاسو لوب ډله تنکۍ ځوانه وه او له بلې خوا يې داسې امکانات نه درلودل چې په منظم ډول د هيواد په داخل کې ترې د تمرين په موخه ګټه واخلي.تاسو په خپلې بريا سره نه يوازې دا چې د خپل درديدلي ملت په زړونو کې د لويو برياوو هيلې را ژوندى کړې بلکې په دې کار سره مو د خپلو ملي او د ملت په درد د دردمنو مشرانوارواګانوته سکون ور وبخښه،کاش چې هغوى ژوندي وى له يوې خوا يې ستاسوبريا په خپلو سترګو ليدلي وى او له بلې خوا يې تاسو په يوې ملي او هيوادنۍ روحيې سره داسې نازولي وى چې هڅې مو لاپسې ګړندۍ او روانې وى،کاش چې ستاسو د راتګ پرمهال د پلازمينې کابل هوايي ډګر ټول په قالينو فرش شوى وى،تاسو هغه اتلان ياستى چې په ډيرو کمو مادي او ماناوي امکاناتو مود نړۍ په هسکه څوکه د افغان د غيرتي او ميړني اولس د وياړ شمله کيښوده،اوس به دا ګورو چې زمونږ دولت چې تر دې دمه يې له تاسوسره د يولوب غالي د جوړيدا په اندازه مرسته هم نه ده کړي اوس به څه کوي،ايا له دومره لوىې برياسره سره به هم ستاسو ضرورياتو ته پام ونه کړي،همدا ډول به زمونږ ملي پانګوال هم وګورو چې ستاسو دغې لويې ملي وياړ او بريا ته په کومه سترګه ګوري،اولس خو ستاسو د بريا له پاره په پنځه وخته لمانځه کې خپل لاسونه د نړۍ د لوى واکمن په لوى دربار کې لپه کړي وو او دعاګانې يې کولې چې اې لويه څښتنه ته زمونږ د ځوانانو مل شې،کله چې اولس ستاسو د بريا غږ واوريد باور وکړئ چې له ډيرې خوښۍ يې په مخونواوښکو رودونه جوړکړي وو او يوبل ته يې په داسې حال کې مبارکى ورکولې چې خپلې اوښکې يې له کنتروله وتلي وې،زه د يوافغان په عنوان تاسو او خپل ځوريدلي ملت ته ددې لويې بريا له امله مبارکى وړاندې کوم،او د پښتو ژبې له ځوان ،تکړه ليکوال او ژورناليست ايمل پسرلي څخه د زړه له تله مننه کوم چې هيواد وال يې له هرې کيدونکي لوبې پروخت خبرول،په عمر يې برکت او قلم يې هڅاند.
ته اتل د زمانې يې ته اتل د زمانې وې: ته مغل ته د سر درد وې د انګريز د سترګو خار شوې.
د ايمان په جذبه مست يې د وحدت په ټغر ناست يې
ستړي شوي دې دمه کړل هر لاروي لره چنار شوې
دافغان هسکه شمله مودنړۍ په څوکه کيښوه
ابدالي درته موسکا دي کندهار شوې کندهار شوې