دپخواني شوروي او متحده ايالاتونو د تيري ورته والی او توپيرونه

د لراوبر اداره | جون 2nd, 2008


  په افغانستان باندې د پخواني شوروي  اتحاد او امريکا د متحده ايالاتونو د تيري ورته والی او توپيرونه


په افغانستان باندې د پخواني شوروي  اتحاد او امريکا د متحده ايالاتونو د تيري ورته والی او توپيرونه
هره پديده د شکل او  ماهيت لرونکې ده چې ماهيت پکې ټاکونکی رول لري او شکل د مختلفو فاکتورونو او عواملو (وخت، شرايطو موخې . . . ) په وجه کيدای شي چې مختلفې بڼې غوره کړي . د يو پردي هيواد له خوا د يوه بل هيواد د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کول، هلته د خپلې خوښې يو لاس پوڅی رژيم ټينګول، خپله اراده چلول، په ټولو پوځي، سياسي، ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو کې خپل ماډلونه ديکته کول، خپل اندونه او کلتور ورباندې تپل په ټولیزه کې د تيري مضمون جوړوي او د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کول او  د خپلې خوښې ګوډاګی رژيم ټينګول د تيري ماهيت څرګندوي .


د دغې لنډې پيليزې وروسته د جزئياتو نه په تيريدنې سره د اصلي سکالو (موضوع) په هکله په ټوليزه توګه يوه پرتليزه يادونه کوم :
–  شوروي اتحاد خپلوسويلي پولو ته د خطر په پلمه د افغانستان او شوروي تر منځ د دوستۍ، همکارۍ او پيوستون تړون د شته والي سره سره په يوازې سر په غلچکي ډول تيری وکړ .
امریکا د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د انګلستان، کانادا، استراليا . . . په پوځي ملګرتيا او د سيمي هيوادونو ته د امتيازونو په ورکولو او منلو  سره په ډاګيزه توګه خپل تيری پيل کړ .
–  شورويانو د سړې جګړې په دوران کې چې نړۍ په دوو متضادو قطبونو ويشل شوې وه او هغه وخت هلته يو پوځي انډول (ديتانت) موجود و ، د ۱۹۷۹ زيږديز کال د د سمبر په ۲۷ نيټه تيری وکړ . هغه وخت د نړۍ زبر ځواکونو څه په مستقيم ډول  او څه هم د خپل نفوذ او حياتي ګټو سيمو کې يو د بل سره ښکر په ښکر کيدلوڅخه ډډه کوله اويو بل ته به ئې د متقابلو امتيازونو په ورکولو سره جوړ جاړی کاوه .
امريکا د ۲۰۰۱ زيږديږ کال د  اکتوبر په اومه نيټه په افغانستان باندې په داسې شرایطو کې بريد وکړ چې سړه جګړه پای ته رسيدلې وه، نړيوال سوسياليستي نظام له منځه تللې و او شوروي اتحاد  د وارسا د تړون په ګډون ړنګ شوی ؤ . په نړۍ کې يو قطبي نظام ټينګ و . امريکا ځان د نړۍ حاکم او بادار ګاڼه او ګڼي ئې .
–  په افغانستان باندې د شورويانو د بريدله همغه اولې ورځې څخه د افغانانو د لوی اکثريت او نړيوالې ټولنې له خوا غبرګون ښکاره او هغه تيری وبلل شو. خو په افغانستان باندې د امريکا د بريد په برخه کې چې دغه يو تيری دی ، په تيري بيا نړيواله ټولنه چپه خوله پاتې شوه چې اصلي علت ئې د ګټو شريکوالې او د امريکا څخه د ډاريدلو مسًله  وه . ځکه چې د امريکا جمهور رئيس ډبليو بوش ويلی ؤ : څوک چې زمونږ سره نه دی هغه د دښمن سره دی . زما په اند د هيواد د تاريخ پوهانو، حقوق پوهانو، د سياسي چارو کارپوهانو، روڼ اندو، ملي شخصيتونو، ريښتينو دينی علماو او روحانيونو لوی اکثريت په افغانستان باندې د امريکا بريد يو تيری بولي او د اندونو کوم توپير چې په دې برخه کې شتون لري هغه د هغو شرايطو او ضرورتونو زيږنده ده کوم چې د تيري په شکل پورې اړه لري . نړيواله ټولنه هم د خپلو لومړنيو ورځواو  کلونو خلاف اکثريت اوس دغه بريد يو تيری ګڼي .
–  شوري اتحاد د  ببرک کارمل په مشرۍ د يو شمير هغوجاسوسانو سره چې د ک. جې.بې. منلی  او باوري کسان ؤاو د هغې د هر ډول  غوښتنو په وړاندې د ملي ګټو تر پښو لاندې کولو ته چمتو ؤ، په افغانستان باندې د تيري دپاره پټه موافقه کړې وه يعنې دا چې د پرچم ډلې مشرتابه او د خلقيانو د مشرتابه يو څو تنه د شورويانو د تيري سره مخکې له مخکې موافق ؤ.  خو د يادونې وړده چې دغوکسانو هيڅ ډول داسې کوم ځواک او توان نه درلود چې د تيري په درشل کې د تيري کوونکي په ګټه کوم رول ولوبولی شي يعنې تيري کوونکي خپل تيری په خپلوځواکونو سره سر ته ورساوه . همدارنګه همدغه شان کسانو دک.جې. بې. په لار ښوونه  د تيري د مخه لا ډول ډول توطيې جوړولې او د پوځي کودتاګانو ناکام کوښښونه ئې کړي و . همدغه ډول کسان دشوروي د تيري د پيل څخه بيا د افغانستان څخه د هغوئ د ايستل کيدلو پورې د شورويانو په مرسته د واک په ګدۍ ناست ؤ .
امريکا د شمال ټلوالې مشرتابه ته چې د عقيدتي او ايډيالوژيکي پلوه د امريکا او د هغه د پوځي ټلوالې سره متضاد او  مخالف هم ؤ، د څو ميلونو ډالرو په بدل کې د دغه ټلوالې د پوځي پرسونل څخه د پلي ځواکونو په توګه په افغانستان باندې د تيري  دپاره کار واخيست او په اصطلاح د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د بن تړون له لارې چې حقیقتاَ د افغانستان د خلکو د ارادې او ملي ګټو ضد يو تړون ؤ د جاسوسانو، جنګسالارانو او د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کوونکو په وجود کې يو لاس پوڅی رژيم د افغانستان په خلکو وتاپه او تر اوسه پورې  دهغوئ څخه ملاتړ کوي .
–  شوروي اتحاد  د  تيري په سرته  رسولو سره په افغانستان کې د وخت موجود ر ژيم له منځه يووړ، خو نظام ئې ړنګ نه کړ . امريکا په افغانستان باندې د تيري په کولو سره د وخت موجود رژيم او نظام دواړه له منځه يووړل .
–  شورويانو او لاس پوڅي رژيم ئې خپل مخالفين د وطن د دښمنانو، اشرارواوامينيانو په نامه ټکول . امريکا اوګوډاګيان ئې هم خپل دښمنان د وطن ددښمنانو، بنسټګرو، طالبانواو ترهګرو په نامه ټکوي .
–  شورويانو د خپل تيري په مهال د افغانستان دخلکو کلتور او عنعنات تر پښو لاندې  کول او عقايدو ته ئې سپکاوی کړی ؤ .
امريکا په دې برخه کې يو ګام نوره هم مخته تللې . دفوټبال په توپونودالله (ج) اوپه کنړونو کې د افغانستان په بيرغونو باندې په غلطه توګه دکلمې شريفې لیکل، هيوادته دبهر څخه د سل ګونو بدلمنو ښځوراتګ او د بدلمنيو مرکزونه . ..زما دادعا ښکاره ثبوت دی .
–  شوروي دافغانستان څخه د يو پوځي، سياسي او اقتصادي لابراتوار په توګه کار اخیسته . په پوځي عملياتو کې ئې په بې رحمۍ سره  عمل کاوه او په ځينو وختونو کې ئې د کورونو پلټل او خپل سري بمبارۍکړيدي .
امريکا هم د افغانستان څخه يو اقتصادي، سياسي اوپوځی لابراتوار جوړ کړيدی . د خپل تيري د پيل راهيسي تر اوسه پورې په بشپړ  ازاد او خپل سري ډول هر چيرې او هر وخت چې ئې زړه وي بې رحمانه بمباري کوي او د شپې او ورځې له خوا د خلکو کورونه پلټي .
شوروي اتحاد د خپل تيري په مهال نږدې ۷۵ – ۸۰ په سلو کې  پوځي عمليات د افغانستان په سويل لويديځو، سويلي، سويل ختيزو او ختيزو سيمو کې سر ته رسولي او د وطن د ازادۍ دشاو خوا دوو ميليونو شهيدانو څخه ۷۵-  ۸۰ په سلو کې د همدغوسيمو اوسيدونکي شهيدان شويدي . امريکا په افغانستان باندې د خپل تيري د پيل راهيسې نږدې سل په سلو کې خپل ټول پوځي عمليات په همدغو پورتنيو يادو شوو سيمو کې سرته رسوي او ټول د سر او مال زيان یوازې او يوازې د همدغوسيمو بې وزلووطنپالونکو مسلمانانو ته رسيږي او په حقيقت کې ژنوسيد او قوم وژنه دوام لري .
–  هم شورويانو او هم امريکايانو د يو ميتود او پرنسيپ چې «بيل ئې کړه، ايل ئې کړه» څخه په مختلفو شکلونو او وسيلو سره کار  اخيستی دی . هغه وخت هم سياسي، ژبني، قومي او مذهبي پارونو او تعصبونو ته لمن وهل شوې وه او اوس هم کيږي . روسانو د قوم په نوم پوځي مليشې جوړې کړې او په هغو کې ئې اساسي پاملرنه ددوستم مليشو ته اړولې وه. همدغو مليشو د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د سولې پلان په شنډولواود کورنيو جګړو اور بلولو کې لوی رول لوبولی ؤ او تر ننه پورې د سولې او هيواد د ټوټې کولو دپاره يو ګواښ بلل کيږي .
–  په افغانستان باندې دتاريخ په اوږدو کې دوخت دزبرځواکونو دتيريو د مهال څخه په توپير د شورويانو او امريکايانو د تيري په وړاندې د افغانستان دخلکو غبرګون يو شان او يو موټې نه و بلکه ويشل شوې . د دواړو تيريو په مهال دمعمول خلاف د دولت دمهم ځواک او عنصر په توګه وسله وال ځواکونه او همدارنګه د سياسي ګوندونو او ډلوپه وجود کې پوره شمير افغانان د مختلفو عواملو له مخې دتيري کوونکوهيوادونو تر څنګ ودريدلي دي او تيري کوونکي ئې دوستان ګڼلي (لکه پرچميان، ځينې خلقيان او ستميان   د شوريانو د تيري په مهال، او د شمال ټلواله ځيني افغان ملتيان، تکنوکراتان، د ملي محاذ او ملي ژغورنې جبهې مشرتابه، ځيني پرچميان او خلقيان د امريکا د تيري په مهال).
–  د روسانو دتيري په وړاندې د جهاد او مقاومت ابعاد پراخ او د هغوئ سره څه په ملي او څه هم په نړيوال ډګر کې د سياسي، مالي او پوځي – تخنيکي مرستو او ملاتړ کچه ډيره پراخه وه . اما د امريکا د تيري په مقابل کې د مقاومت سره په تيره بياپه نړيوال ډګر کې د سياسي، مالي  او پوځي- تخنيکي مرستو او ملاتړ کچه ټيټه ده، خو د دې مقاومت دشدت درجه دروسانو په وړاندې د مقاومت شدت سره نسبتاَ زيات توپير نه لري . د يادونې وړ ده چې د دواړو تيري کوونکو هيوادونوپه وړاندې  د مقاومت په جوړونه او پياوړتياکې د نورو فاکتورونو لکه وطنپالنه، ازادۍ  .. . تر څنګ دين يعنې اسلام غوڅ رول لوبولی او لوبوي ئې .
–  د شورويانود تيري په مهال دموکراسي نه وه بلکه لکه دشوروي اتحاد په څير دلته هم ګوندي ديکتاتوري ټينګه وه . د فکر، بيان او مطبوعاتو ازادي ډيره محدوده وه، مخالف اندونه د زغم وړ نه ؤ او ازادې رسنۍ موجودې نه وې . د  امريکا د تيري په مهال دموکراسي شته، خو د افغانستان د موجودو عيني واقعيتونو په پام کې نيولو پرته لویديځه دموکراسي په خلکو تپل کيږي او د رسنيو ازادي تر ډيرې کچې پورې د پرديو د کلتور او فرهنګ د رواجولو دپاره کار کوي .
–  د شورويانود تيري په مهال يوازې سرې لښکرې (دشوروي پوځ) په افغانستان کې موجودې وې او د هيواد دننه په ټوليزه توګه ک. جې. بې. د ځان دپاره جاسوسان روزل او څارګريز فعاليتونه ئې مخته وړل . د امريکا د تيري په مهال په افغانستان کې درې ډوله پوځي ځواکونه (د امريکا په سروالي د ترهګرۍ ضد ټلواله، ايساف او ناتو ځواکونه) موجود دي، چې اصلي رول او ځواک پکې د امريکا دې . همدارنګه د ګاونډيو هيوادونو برسيره دننه په هيوادکې د شاوخوا ۳۷ ملکونو د څارګرو ادارو له خوا څارګريز فعاليتونه مخته وړل کيږی . دناتارو پوځي عملياتو تر څنګ څارګريز عمليات هم په درز روان دي اوافغانستان په حقيقت کې دنړۍ د څارګريزو شبکو په ځاله بدل شویدی .
–  د هر دولت له مهمو عناصرو څخه يوزندان دی . شورويانو د تيري په مهال په افغانستان کې ځانګړي زندانونه نه لرل . اما امريکايان زمونږ په هيواد  کې زمونږ د هيوادوالو د بندي کولو په غرض پټ او ښکاره زندانونه لري . دا د دولت تر څنګ د بل ځواک او دولت په معنی او د يوويشتمې پيړۍ د ښکيلاک يوه رسوا بيلګه ده .
شورويانو د خپل تيري په مهال د خپلو څارګريزو شبکو له لارې د ګوډاګي رژيم او خپلو مخالفينو په منځ کې فعاليت کاوه. د ځان په وړاندې ئې د مقاومت د کمزوري کولو، په ډاډمنه توګه د خپلو لوژستيکي قطارونو درسولو په غرض او د خپلې ماتې په صورت کې په راتلونکې کې د افغانستان د ټوټې کولو او کورنيو جګړو ته د شرايطو برابرولو په مقصد احمد شاه مسعود ته د هيواد د ځينو شمالي ولايتونو د پريښودولو او لوژستيکي مرستو ورکولو په بدل کې په پنجشير کې د هغه سره په يو او بل، بريد نه کولو تړون لاسليک کړی ؤ. امريکايان هم په افغانستان او سيمه کې دخپل شتون دپايښت په غرض په مختلفو چلونو ˆ او لارو چارو سره د بې ثباتۍ، د جګړې د اوږدولو، د خبرو اترو له لارې د مسًلې د سوله ايز حل ډب کولو په غرض کار کوي .
– شورويانو د خپل تيري په مهال د خپل لاس پوڅي دولت دفعاليتونو د تاًمينولو په غرض په ټولو برخو کې هر ډول مرستې کولې دوسله وال پوځ ځواکونو په پياوړتيا او سمبالتيا او د ملي کادرونو د روزنې په برخه کې د هغوئ مرستې، څرګندې او د يادونې وړ دي . په هيواد کې د جاري قانونو د پلي کولو توان موجود ؤ.  د اداري فساداو فسق کچه دومره لوړه نه وه . امريکا هم د خپل لاس پوڅې ادارې دفعاليتونو د مخته وړلو په غرض هر ډول مرستې کوي خو د  عصري تکنالوژۍ په رواجونې، يو زيات شمير کوچنو پروژو په کار اچونې، د پارلمان دبيا فعالولو سره سره د دغو مرستو ونډه او کچه د هيواد د عيني ضرورتونود پوره کولو سره سمون نه خوري . د هيواد په تاريخ کې د اداري فساد او فسق کچه د بل هر وخت په پرتله بې حده لوړه شويده او د خلکو د ژوند دسطحې تر مينځ لکه د ځمکې اواسمان واټن په شان توپير پيدا شويدی . دولت د هيواد د جاري قانونو د پلي کولو قابليت او توان نه لري .
په لنډ ډول په غوڅه سره ويلی شو چې نه شورويان او نه هم امريکايان د افغانستان د آبادۍ اوسوکالۍ په خاطر راغلي بلکه هر يو د خپلو ستراتيژيکي موخو، اقتصادي ګټو او د نفوذ دساحې د پراختيا په غرض تيری کړيدی، چې متاً سفانه د يو شمير خپل چارو، ځان غوښتونکو، دين او وطن پلورنکو افغانانو په وجود کې هغوئ خپلو ناولو موخو ته ځان رسوي . د شوروي دتيري په مهال د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند په۲۶ کنګره کې ببرک کارمل ويلي ؤ: که د شوروي اتحاد په خپل وخت مرستې نه وي نو افغانستان به اوس د نړۍ د نقشې په مخ نه وی . اوس هم لاس پوڅي نارې وهي که امريکايان ووځي نو افغانستان به خپله خپلواکي و نه شي ساتلی . ښکاره ده چې دغه ډول څرګندونې تيري کوونکو ته د هر ډول خپل سرۍ جرئت ورکوي او ځانونه د افغانستان ژغورونکي بولي . د افغانستان خپلواکي تل افغان ولس ګټلې او ساتلې ده . افغانان هغه وخت دخپل وطن د ازادۍ او ابادۍ او د خپلو خلکو د پت او عزت د خوندي کولو دپاره يو متحد عمل کولی شي چې اول دوئ يو موټې او يو اواز شي او د دې کار يوه لاره هم دا ده چې هر څوک او هر شی په خپل نوم ياد او وپيژندل شي، يعنی تيري ته تيری ووائي، تيري کوونکي ته تيری کونکی، ګوډاګي او وطن پلورنکي ته ګوډاګی او وطن پلورونکی وويل شي . په دغه صورت کې د تيری کوونکو او دوستانو، وطن پالونکو او وطن پلورنکو ماهيت او پوله بېليدلی شي او د پرديو د نيتونو په هکله شکونه له منځه ځي او هغوئ هغسې پيژندل کيږي لکه په ار (اصل) کې چې څنګه دي . همدارنګه افغانان په غوڅه توګه دا بايد څرګنده کړي چې افغانان هيڅکله ترهګر نه ؤ او نه دي . د ترهګرۍ څخه يوه نړيواله ستونزه جوړه کړې شويده چې د هغې د حل معقوله لار په نړيواله کچه د سياسي – اقتصادي لاروچارو لټول او د همغږو څارګريزو فعاليتونو مخته وړل دي نه دا چې په يو ورک دښمن پسې په افغانستان کې د څه د پاسه ۳۷ هيوادونو د وسله والو ځواکونو غوبل جوړول او د جګړو په سور تندور کې دبې ګناه افغانانو سوزول . افغانستان نه بايد نور د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه  د دغه ډول جګړو ډګر وی. د هيواد د عيني شرایطو په پام کې نيولو سره د يوه نړيوال کنفرانس په جوړولو سره چې په هغه کې پاک او ريښتيني حقوق پوهان، تاريخ پوهان، ديني عالمان او روحانيون، ملي شخصيتونه، سياست پوهان او د ټولو وسله والو مخالفينو استازي هم ګډون ولري او د افغانستان د خپلواکۍ، د خاورې د بشپړتيا، د بيارغونې دپاره د اقتصادي او مالي مرستو تضمين، د يو مهال ويش له مخې د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو او د ټولو خواو دپاره دمنلو وړ يو مؤقتي حکومت جوړولو په برخه کې د ګډو پريکړو نيولو او د حل لارو چارو پيدا کولو په صورت کې د اصلي ستونزې يعنی د جګړو د پای ته رسيدلو، د وطن د ازادۍ، ابادۍ او امنيت ټينګيدلو دپاره واقعي امکانات برابر يدلاې شي .


لراوبر:ددې ليکني په اړه د لوستونکو نظر ولولی

Copyright Larawbar 2007-2024