د نعيمي استعفا او د فرهنګي هڅو احتمالي درېدل

د لراوبر اداره | جون 2nd, 2008



د روان كال د غوائي د مياشتې پر درويشتمه نېټه د ميدان وردګو ولايت والي  عبد الجبار نعيمي خپله استعفى په رسمي ډول ولسمشر ته وركړه .

استعفى وركول په افغانستان كې هيښنده خبره ده . ځكه دلته چوكۍ په پېسو اخستل كيږي اود چوكيو له بركته پېسې ګټل كيږي او دحصول  لپاره يې سل ډوله حربې او چمونه تر سره كيږي او هان د ځينو كړيو تر منځ جنګونه  پرې  كيږي او بې ګناه كسان پكې وژل كيږي .

خو ځينې چارواكي او كسان داسې وي ، چې چوكۍ ورته اهميت نه لري د خدمت او چوپړ هيلې لري ، خو چې كله پرې دغه لارې بنديږي نو بيا دندې او چوكۍ ته اهميت نه وركوي او پرې ږدي يې!

 په دغه وړ كسانو كې يو هم  د ميدان وردګ ولايت والي عبد الجبار نعيمي دى . دۀ هم خپله هېواد پالنه د يوې استعفى په ترڅ كې وښودله او دايې څرګنده كړې ، چې چوكۍ ورته بې له خدمت كولو هيڅ معنا او ارزښت  نلري .

په ميدان وردګ ولايت کې  ددۀ په كارونو او هڅو باندې ډېرو  وروڼو او خويندو څه ليكلي دي، چې بيا يې ليكلو ته اړتيا نه وينم . ددۀ له استعفى سره   دنورو کارونو ترڅنګ په  فرهنګي او اطلاعاتي چارو اغېز پرېوتل حتمي او ضروري دي، ځکه ده په دې لار کې ډېرې هلې ځلې کولې،ګوندې نور چارواکي يې دومره پروا ونلري..

كه سړى د ولايت درې كاله وړاندې فرهنګي بهير ته وګوري او له اوس سره يې پرتله كړي نو پوره بدلون پکې رامنځته شويدى، چې وياړ يې هم ددغه فرهنګپال او پوهنپال  والي په نصيب دى.

پخوا به دميدان وردګو ولايت د ليكوالانو، فرهنګيانو، ژورنالسټانو او شاعرانو د ولايت له  مشرتابه سره په ليدنو كې خنډونه درلودل  او ددواړو ډلو ترمنځ واټن موجود وو . خو په دې لړكې نعيمي ددې ستونزې د لرې كولو په خاطر يو ځانګړى دفتر رامنځته كړى وو ، چې په وسيله به يې د ليكوالانو ، ستونزې هوارېدلې، ليكوالانو سره به يې پرله پسې اړيكې نيولې اودغۀ  دفتر به  يواځې ددغه مفكوروي  قشر  سره  ناستې پاستې تنظيمولې .

پخوا دميدان وردګو ولايت د اطلاعات او كلتور رياست خپل كارونه، د نوموړي ولايت د ښاروالۍ په خونو كې تر سره کول  او کومه ځانګرې ودانۍ يې نه درلوده . خو اوس مهال اطلاعات او كلتور رياست ځانګړې ودانۍ لري . او هر مديريت يې په ځانګړي ډول د مديريتونو لپاره خونو او تجهيزاتو څخه برخمنې دي .

همداشان په ميدان وردګ ولايت كې له شلو څخه  زياتې ادبي او فرهنګي ټولنې فعاليت كوي ، چې پخوا  دا شمېر ډېركم وو.دغو ټولنو د  لا فعاليت لپاره دولايت مشرتابه كوښښونه کړي، چې له يولس ټولنو سره د كابو ۶۰ زره امريكائي ډالرو په ارزښت مرستې  شويدي .

دملي هدف، ځلانده راتلونکې اووه نيزې او مهالنۍ رامنځته شويدي او ولايت لپاره يوه ځانګړې ويبپاڼه جوړه شوې، چې  دولايت اړوند خبرونه ، څېړنې او مطالب خپروي .

همداشان به له ليکوالانو ، فرهنګيانو او ژورنالسټانو سره په بېلابېلو وختونو کې ناستې کېدلې . په دې ناستوکې  به پر نويو پلانونو ، ستونزو او وړانديزونو خبرې کېدې ، چې ډېرې مثبتې پايلې يې درلودلې دي .

همدار از دولايت د مشرتابه په مينه  مڼې ګل مېلې ته بين الافغاني بڼه ورکړل شوه او له سيمه ايز چوکاټ نه راووتله او داتمې  مڼې ګل په نامه کتاب چاپ شو، چې د ميلې شعرونه، راپورونه او د مڼې اړوند مطالب پکې نغښتل شويدي ،چې  دهېواد او پښتني   ادب او مېلو  مينه والو  دهڅونې لپاره يو کوټلى ګام دى. له دې سره به  دولايت مشرتابه پلاوى اړ وي، چې هر کال د مڼې ګل ميلې د شعرونو ، راپورونو يو ، يو کتاب چاپ کړي او د مېلې شعرونه، راپورونه او نور مطالب  پکې ونغاړي. خداى پاک دې وکړي، چې دددغه ولايت  ځوانان و دې  کار ته پوره ، پوره پاملرنه وکړي.همدغسې له دې کتاب سره به د نورو سيمو مېلو جوړوونکي وهڅيږي ، چې د خپلو مېلو منځپانګو ته کتابي بڼې ورکړي .

په پايله کې سړى په زغرده ويلى شي، چې ښاغلي والي عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګ ولايت د فرهنګي کارونو په غوړېدوکې پوره هڅې وکړې، چې بې له شکه دده له استعفى سره به دغه لړۍ ټکنۍ شي او ځينې کارونه به په ټپه ودريږي . خو د ولايت فرهګيان بايد دغه معنوي لړۍ له پامه ونه غورځوي، ځکه بيا خدايزده چې دغه ډول فرهنګپال ، ليکوال پال  او ژورنالپال والي ددې ولايت په نصيب شي!



لراوبر افغانستان  :  راسی څو شېبې د لراوبر ويبپاڼي له البم څخه د ميدان وردګو ولايت البم هم وګورﺉ ، که تاسو ددې ولایت نور په زړه پوري عکسونه لرﺉ نو موږ يې په ترلاسه کولواوخپرولو خوشاله کېږو .



ميدان وردګ په تصويرونو کي

(23 pictures)

Copyright Larawbar 2007-2024