سیاسي ګوندونه: دسیاسي نظام بدلون دمنلو وړنه دی

59 | جون 13th, 2013


دافغانستان دسیاسي ګوندونو استازودچهارشنبې په ورځ له طلوع تلویزیون نیوزسره دځانګړې مرکې په ترڅ کي وویل، چې که په هيوادکې دواک دبقالپاره هڅې دنظام دبدلون ترنامه لاندي مطرح شي،نوداکاردسياسي ګوندونو،ائتلافونو اودافغانانولپاره دمنلو وړنه دی.
په کابل کي يو شمير سياسي ګوندونه اوائتلافونه خبرداری ورکوي،چې په اساسي قانون کې دهرډول بدلون دراوستلولپاره ددوديزوجرګو(لویي جرګي) دجوړيدولپاره هر ډول هڅي دملي ګټو خلاف دي او داډول کاربايد ونشي.يو شمير سياسي ګوندونه په هيوادکې دنظام دبدليدوپه اړه دولسمشردلومړي مرستيال قسیم فهیم وروستۍ څرګندونې په حکومت کې داختلافونو او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دواک پرسردجګړې لامل ګڼي.
په هيوادکې دنظام دبدلون په اړه دولسمشردلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دسه شنبې ورځې څرګندونې او ورپسي دبلخ والي عطا محمدنور دریځ ديو شميرسياسي ايتلافونو اوګوندونو له کلک غبرګون سره مخامخ شوې دي.
دافغانستان ملي ټلواله خبرداری ورکوي، په هيوادکې دواکمن ټيم لخوا په واک کې د پاتې کيدولپاره هرډول هڅې به دافغانانو په زيان وي اوهيڅوک به دوی ته دااجازه ورنکړي.
دملي ایتلاف غړي، فضل الرحمن اوریاوویل: «دنظام دبدلون هڅې یواځې داوسني واکدارانوپه قدرت کې دپاتې کیدولپاره مطرح کیږي،ددغه کارترسره کیدل دافغانستان خلکواوسیاسي ګوندونو ته دمنلو وړنه دی، نو حاکم ټیم بایدبې ځایه دخلکو وخت ضایع نکړي.»
بل لوري دحق او عدالت ګونديو شمير غړي دولسمشر دلومړي مرستيال وروستۍ څرګندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دخپلمنځي اختلاف له امله ګڼي.
دحق او عدالت دګوند غړي، عباس نویان وویل: «که چیرې دلویې جرګې دجوړیدو هڅې په هیواد کې دنظام دبدلون لامل شي، دا د اساسي قانون مخالف کار دی، نوسیاسي ګوندونه به هم حکومت ته دغه اجازه ورنکړي.»
دافغانستان ملي جبهه وايي په نظام کې هرډول بدلون بايد داساسي قانون پربنسټ ترسره شي او دابدلون به دټاکنو په ترسره کيدو سره شوني وي.
د بلخ والي عطامحمد نور په هيواد کې دپارلماني نظام د رامنځته کيدو غوښتونکی دی او وايي پارلماني نظام په نړۍ کې ښې پايلې لرلې دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال د سه شنبې په ورځ وويل نوموړي د افغانستان د سياسي نظام د بدلون د څرنګوالي په اړه له ولسمشر سره خبرې کړې دي او له ښاغلي کرزي څخه يې غوښتي په هيواد کې داسې نظام رامنځته شي چې د حکومت لومړی مقام د خلکو د استازو په وړاندې ځواب ويونکی وي.
مارشال محمدقسيم فهيم خبرداری ورکړی چې د سياسي واک ليږد له امنيتي ليږد څخه زيات خلک انديښمن کړي دي او دغو انديښنو ته تر ډيره د هغو کسانو لخوا لمن وهل کيږي چې په امريکا پورې تړاو لري.
دلراوبرویبپاڼې ویونکي هم دټاکلي موضوع په اړه دتبصیرو په څانګه کي خپل نظر څرګند کړي او دسیاسي نظام دبدلون سره یي په کلکه مخالفت ښودلي دی.

Copyright Larawbar 2007-2024