حسن روحاني دایران دولسمشرۍ ټاکنې وګټلي

59 | جون 15th, 2013


دایران دکورنیوچارووزیرلږګړۍ مخکي اعلان وکړی،چې حسن روحاني دایران دولسمشرۍ په ټاکنوکې بریالې شویدی.
دکورنیو چارو وزیرمصطفی محمدنجاررسنیو ته وویل،چې حسن روحاني،څه باندې (۱۸ )میلیونه رایې ترلاسه کړي اوددغه هېواددولسمشرۍ ټاکنې یې ګټلي دي.ښاغلی روحاني داصلاح پالواومحافظه پالویو منځپال کاندیدوو.
دایران دکورنیوچارووزیرويلي،چې په دغو ټاکنو کې چې دجون په ۱۴ترسره شوې په سلو کې تر (۷۲) سلنه ډیرودرایې اچولو حق لرونکو خپله رایه وکاروله.داسلامی ایران نوی غوره ولسمشرحجةالاسلام حسن روحاني د ۱۳۲۷لمریزکال دلړم دمیاشتې په یویشتمه نیټه دایران په سمنان کې زیږیدلی دی .
هغه دمګړۍ دایران دخبرګانو دشورا غړی اودنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې دسټراټیژیکو څيړنو مشردی. همدارنګه روحاني دملی امنیت په لوړې شورا کې غړی هم دی .حسن روحانی دغه راز له ۱۳۶۷لمریزکاله تر ۱۳۸۴لمریز کال پورې داسلامی ایران دملی امنیت دلوړې شورا عمومی منشي هم پاتې شوی دی.
داسي مالومیږي چي دروحاني دټاکلووروسته به دایران په کورني او بهرني سیاست کي کوم دپام وړتغیررا نشي.ځکه چي دایران په ټولوسیاسي چاروکي ددي هیواد مذهبي مشر آیت الله خامنه یی برلاسه دی.

Copyright Larawbar 2007-2024