زلمی خلیلزاد:څه چي مي په توان کي وي دافغانستان دسوکالي لپاره به یې دریغ نکړم

59 | جون 15th, 2013


په افغانستان کي دسیاسي چاروکارپوه، په کابل کي دامریکا پخواني سفیراوپه ملګرو ملتونو کي دامریکا ځانګړۍ پخواني استازي زلمي خلیلزاددافغانستان دجمهوری ریاست دراتلونکو (۲۰۱۴) کال دټاکنوپه هکله دطلوع تلویزیون سره په یوه مرکه وویل،چي دافغانستان دراتلونکوټاکنولپاره پکارده،چي دیوه ګډنظراو تفاهم له لاري ټول افغانان په خپلوکي سره خبري وکړي اودیوه مشخص اوځانګړي کاندید، په اړه چي دافغانستان دټولوخلکوګټوته ژمن اووفاداروي کس وي ،دجمهوری ریاست دکاندیدلپاره دي لوړمقام ته معرفی کړی.
دمارشال فهیم دخبروپه هکله چي ویلی وو،زلمی خلیلزادیوامریکا یې دی اودافغانستان دریاست جمهوري لپاره وړکس نه دي. خلیلزاددقسیم فهیم په ځواب کي داسي وویل :فهیم خان چي دشکری دناروغي سره لاس اوګریوان دئ،هغه ته ددي مریضي څخه دخلاصیدو له امله ښه صحت غواړم.
دخپل هویت په هکله خلیلزاد وویل، بلی،څه چي تاسو ما ویني زه همغه خلیلزادیم .افغاني او امریکایي تابیعیت لرم. ولي دیوه افغان په توګه په هرځای کي چي یم دافغانستان دخلکو ښیګیڼي،ګټي اوسوکالي غواړم او هیڅ کله به دافغانستان دخلکو پرضدعمل ونکړم.
دلراوبراداره لاندي ویډیو یې مرکه دطلوع تلویزیون په مرسته تاسو درنودوستانو لپاره چمتو کړیده،هیله ده چي ددي ویډیو په لیدوسره دافغانستان دراتلونکي په هکله دزلمی خلیلزاد دخولي څخه دپنځوسو پوښتنوځوابونه ترلاسه کړی.ستاسو توجه دویډیو ولیدلو ته راړوم.حتمآ یې وګوري.

Copyright Larawbar 2007-2024