کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خواشينۍ پيغام

د پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خواشينۍ پيغام

د مشهور اجتماعي او سياسي شخصيت عبدالرحيم هاتف پر مړينه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٢٩

کندهار افغانستان- په ډېر غم او خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چي د کندهار د پوهي او معارف يو ځلاند ستوری، نوموتى اجتماعي او سياسي شخصيت عبدالرحيم هاتف ابدي نړۍ ته وکوچېد انا لله وانا اليه راجعون

د مرحوم استاد عبدالرحيم هاتف مړينه په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت لپاره په ټولو ښوونيزو، علمي، تحقيقاتي، اجتماعي او سياسي برخو کي يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.

کندهار ولايت مقام عبدالرحيم هاتف ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، شاګردانو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.

کندهار او دلته مېشت قومونه او ولسونه به همېشه د مرحوم هاتف صاحب خدمتونه او کارنامې چي ددغه هيواد د پرمختګ، ښېرازۍ، سوکالۍ، ابادۍ، علميت او يوې تلپاتي سولي لپاره کړي همېشه ياد ساتي.

عبدالرحيم هاتف، چي په کندهار کي ډېرو خلکو د معاون صاحب په نوم پېژانده، له نن څخه تقريبا اته اتيا (٨٨) کلونه مخکي د کندهار په دوهمه ناحيه کي، په يوه داسي منوره کورنۍ کي سترګي نړۍ ته پرانيستي وې چي د پلار او مور له خوا يې زياتره نيکونه عالمان او شاعران تېر سوي وه.

د نوموړي پلار مولوي محمد ويس کاکړ و چي د وخت يو ښه شاعر، مفکر او مبتکر شخص و.

مرحوم عبدالرحيم هاتف د حميد ماشوخېل احوال او اشعار کتاب ليکلی، ابن سېنا بين الدين والفلسفه يې له عربي څخه فارسي ته ترجمه کړی، تنقيد شعرالعجم يې له اردو څخه فارسي ته ترجمه کړی چي د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ په برخه کي خورا لويه لاسته راوړنه ده.

ارواښاد هاتف په څلورو ژبو پوهېده، پر ليکوالۍ او ترجمه يې پوره برلاسي درلوده، د ادبياتو له پوهنځي په ډېره لوړه درجه فارغ و او يو څه وخت يې د ميرويس لېسې د مدير د مرستيال په حيث، وروسته د احمد شاه بابا په لېسه کي د ښوونکي په حيث ، او يو څه وخت يې د پوهني وزارت څخه بهر اداري کارونه کړي اوپه پای کي په شخصي کاروبار لګيا سوی دی.