ننګرهار : ١٢ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول سول

عطاالله محمدي | جون 18th, 2013


د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کي ١٢ ټنه تاريخ تير خوراکي توکي وسوځول سول.
د جلال اباد د ښاروالۍ د پلټني مدير عبيدالله اغا نن د دغو تاريخ تيرو خوراکي توکو د سوځولو پر مهال وويل، چي ياد توکي يي له تيرو درييو مياشتو راهيسي د کمپاينونو پر مهال د جلال اباد ښار له دوکانونو څخه راټول کړي وو.نوموړي زياته کړه، د دغو کمپاينونو پر مهال يي له بيلابيلو بازارنو شاوخوا ١٢ ټنه خوراکي توکي راټول کړي وو، چي نن يي وسوځول.
دى وايي، چي په يادو خوراکي توکو کي بيسکوټ، غيري الکولي مشروبات، شيدي او يو شمير نور توکي شامل وو.د پلټني د مدير په وينا، چي د يادو تاريخ تيرو خوراکي توکو ارزښت له يو نيم ميليونه افغانيو څخه زيات و.
د جلال اباد ښار يو اوسيدونکى احمد منير وويل، چي يو شمير سوداګر او دوکانداران د خلکو پر ژوند لوبي کوي.
هغه زياته کړه، چي دوى د يو څو افغانيو ګټي لپاره تاريخ تير او غيري صحي خوراکي توکي پر خلکو پلوري چي له امله يي خلکو ته بيلابيل ډول ناروغۍ پيدا کيږي.
نوموړي له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چي دغه ډول دوکانداران بايد د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړي.
ياده دي وي، څو مياشتي وړاندي هم د ننګرهار د عامي روغتيارياست له لوري يوه اندازه تاريخ تير درمل وسوځول سول. 

Copyright Larawbar 2007-2024