د جندالله ډلي دوه کسان په افغانستان کي نيول سوي

عطاالله محمدي | جون 18th, 2013


د ملي امنیت ریاست وایي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یا جندالله ډلي مربوط دوه کسان چي غوښتل یي ځان وژونکي حملي وکي له دریو نور کسانو سره نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایي، دي کسانو غوښتل په کندز کي ځان وژونکي حملي وکي چي د ملي امنیت ریاست د موظفینو لخوا له ځان وژونکي صدريو سره یو ځای و نیول سول.
سرچینه زیاتوي، نیول سوو کسانو پلان درلودى چي لومړۍ یوه ځان وژونکي حمله تر سره کي او وروسته بیا د پيښي په ځای کي د خلکو تر راټولیدو وروسته دوهمه حمله هم وکي.

Copyright Larawbar 2007-2024