انتقاد :(عينو مېنه يا د كندهار ښار د ښكلا ټاټوبي)

د لراوبر اداره | جون 3rd, 2008


د لراوبر ويبپاڼي يادونه : په ډله ايزو رسنيو کي د عينو مېني په اړه په لومړنی خبردارﺉ د طالبانو د وياند قاري يوسف له خوا خپور سو ، ورپسې د يوشمېر ازادو رسنيو تر څنګ لراوبر ويبپاڼي هم د  ( عينو مېنه ) او د خدمت په نوم ددولتي مځکي تجاران  تر سرليک لاندي يوه ليکنه خپره کړه خو د عينو مېني چارواکو يوازي لراوبر ويبپاڼې ته د انتقاد په سترګه کتلي دي ، ښايي دوی به د پيرزويني له مخي ( يوازي) پر لراوبر ويبپاڼه  نيوکه کړې وي يا دا چي لراوبر ويبپاڼي ته به تر نورو ډير په قهر وي؛ چي دا ليکنه يې د څو بېلابېلو لارو په غيرمستقيم ډول راولېږله . دلراوبر افغانستان معلوماتي اداره په هر صورت ددوی د نيوکي او نظر درناوﺉ کوي ،ليکنه يې کټ مټ ورته خپروي او قضاوت ولس ته پرېږدي .


د لراوبر افغان ولس د سوکالۍ په هيله
په درناوي
عبدالله احسان





د لر او بر ويب سايد چلوونكي او مسؤل ښاغلي عبدالله (احسان) صاحب
په سلامونو مو لمانځم: په ورځني ژوند كي درته ښي چاري او برياليتوبونه غواړم!
هيله ده لاندي څوكرښي د نيوكي په مفهوم كټ مټ ستاسو د ويب سايد له لاري خپري كړي

(عينو مېنه يا د كندهار ښار د ښكلا ټاټوبي)


رنګين (احمدزي) چه ښايي پرخپله ليكنه د اعتماد د نه درلودلو له كبله به يي مستعار نوم وي ستاسو پر ويب سايد داسي څه نشر كړي چه هغه له حقيقت څخه ډير ليري او د كندهار ښار او ښاريانو سره سخته جفا او خصمانه حركت ګڼل كيږي.


د ليكني لپاره ځيني ځانكړتياوي بايد په نظركي ونيول شي.


لومړي: د موضوع په اړه پلټنه او څيړنه چه پر حقيقت ولاړه او د ضرورت په وخت كي د هغه په مرسته برائت ترلاسه كړاي شي.


دوهم: د ليكوال د ليكني لپاره مقدمه، عنوان، موضوع، هدف او په وروستني برخه كي د هغه تحليل او ارزيابي د هغه د مضمون ښيګڼه بللاي شو.


ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!


تر كومه ځايه چه ستاسو ميتوديك او عقده مند اختلاف وكتل شو، تاسو له موضوع څخه يا خو بلكل ناخبره او يا مو تجاهل عارفانه كړي دي . عينو مېنه د يوه بنسټيز پلان له مخي د افغاني با احساسه او هيوادپالو تجارانو په سرمايه ګذاري، همدا رنګه د امريكايي كمپني (اوپيك) څخه د پور (قرض) اخستلو سره سره د عينو مېنې د نوي او عصري ښارګوټي په جوړلو د كندهار ښار د ښكلا او سمسورتيا لپاره لاس پوري كړ چه دا ښارګوټي به د عصري كلينيكونو، روغتونونو، مسجدونو، ښونځيو، تفريحي پاركونه، هوټلونه او نورو ښيګڼو درلوونكي وي. چنانچه اوس موږ نوموړي سهولتونه او ښيګڼي په سترګو وينو. خو بيا مو هم د حسادت پردي پرسترګوغوړه ولي او ددي ښارګوټي د تخريب لپاره مو لسټوني رانغښتي، چه زما په آند دا به له انصافه لري وي. خير!


ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!


اوس به څه نا څه د خپلو معلوماتو په اړه موږ ستاسو او نورو هيواد والو سره د واقعيت پر بنسټ وږغيږو!


د عېنو مېنې ښارګوټي د ساختماني چارو مسؤليت او همدارنګه د كورونو خرڅلاو لپاره د آفكو كمپني د مد يره هيئت لخوا ښاغلي حامد هلمندي په پوره اعتماد وګمارل شو. تر څه وخته دا پروسه هلمندي صاحب مخته يوړه، خو له بده بخته نوموړي ناروغه شو او اوس په امريكا كي استوګن دي.


دهلمندي صاحب د كوچني ترين كور قيمت چه تاسو ۱۳۰۰۰ديارلس زره ډالره ليكلي. نه، بلكه د ټاون هاوس كوچني ترين كور قيمت ۲۸۰۰۰اته ويشت زره ډالره ټاكلي ؤه، خو اوس د كوچني ترين كور قيمت چه ځمكه يي هم د ټاون هاوس څخه زياته ده تر ۲۳۰۰۰درويشت زره امريكايي ډالرو پوري وركول كيږي.


سره ددي چه د هلمندي صاحب د وخت په تناسب د تعميراتى موادو قيمت ځيني دوه چنده او حتي ځيني لكه سيخ ګول دري چنده شوي دي.


د ښاغلي هلمندى صاحب په وخت كي غټ كورونه د ۹۵۰۰۰ پنځه نوي زره امريكايي ډالرو څخه تر ۱۰۵۰۰۰يولك اوپنځه زره ډالرو پوري نرخ ټاكل شوي ؤه، چه د كندهار ښاريانو د هلمندي صاحب كورونه خوښ نكړل. ترډيره پوري هم د هغو كورونو څو بابه ولاړوه چه نه و خرڅ شوي، خو وروسته كمپني په ټيټه بيه وپلورل. د ښاريانو غوښتنه وه چه خالصه ځمكي واخلي او د ښارګوټي د ساختماني نورم مطابق يي اعمار كړي. هيئت مديره فيصله وكړه چه ځمكي په ارزانه قيمت وپلوري او ښاريان د نورم مطابق پخپله خپل كورونه جوړ كړي.


د ښاغلي هلمندي صاحب د پروپوزل له مخي چه اوس هم د آفكو كمپني سره پروت دي د يوزراوپنځه سوه مترمربعَ1500 m2 ځمكي قيمت 70000اويا زره امريكايي ډالر ټاكل شوي ؤه، خو اوس د نوموړي مساحت قيمت 25000 پنځه ويشت زره امريكايي ډالر ټاكل شوي دي.


ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!


د امريكا د اوپيك كمپني اوس هم د آفكو په كمپني باندي قرض يا پور لري او ښايي دا پور نورهم پايښت ولري. بله خبره لا داده چه: هلمندي صاحب كه څه هم د ناروغي له كبله د منجمنت څخه ګوښه شوي ولي د آفكو په كمپني كي اوس هم د تير په شان سهم لري.
بدبختانه ستا د ليكني محتويات پر محلي روايتونو تكيه كړي او ليكلي مو دي چه (( هغه وخت چه لا د عېنو مېنې د جوړيدو كار نه ؤه پيل شوي په اړه يي داسي ويل كيده چه يوه امريكايي كمپني د غريبانو لپاره د عېنو مېنې په نوم يو پر نقشه برابر ښارګوټي جوړوي چه تر جوړيدو وروسته به يي كورونه په لږ ګټه اوپه ډيره ټيټه بيه د اوږد مهالي پور په توګه پر هغو خلكو وپلورل شي چه په كندهار ښاركي ځاني كور ونه لري)). خو تركومه ځايه چه موږ په جريان كي يو د امريكا اوپيك كمپني به نه يوازي د آفكو څخه خپل پور وغواړي بلكه د خپلي تجارتي پاليسي او د دواړو خواوو د قرارداد له مخي هغوي د خپلو پيسو سود هم غواړي چه د عينو مېني په دفتر كي د هغه اسناد هم موجود دي.
عبدالله پوپل د كندهار ښاروال په توګه د عينو مېنې يا دكندهار ښار د ښكلا ټاټوبي د جوړولو په اړوند زموږ سره ډيره مرسته كړي. خو ددي پروژي ريښتيني ليوال او د ښار د جوړولو په ساختماني چاروكي د ځانګړي مېني لرونكي انسان ښاغلي الحاج ګل آغا شيرزي څخه په ډيره مننه چه د عينو مېني د ښارګوټي د جوړولو په اړونديي زموږ سره هراړخيزي او نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړي دي او اوس هم په دي اړوند تروسه وسه پوري د همدي پروژي د پراختيا په اړه راسره مرسته او تعاون كوي. دا ځكه چي داسي پراخه پروژه چه په ساختماني چاروكي د ښاريانو ستونزى يئ  له هره اړخه په نظركي نيولي په تيرو درو لسيزوكي چا مخ ته نه ده وړي. داسي پراخ او بنسټيز پلان د ولس لپاره د افغانستان په كچه چا ندي عملي كړي.
دا چه د ځمكي د قيمت په اړه مو يو متر مربع ځمكه په (15) پنځلس افغاني د ښاروالي لخوا وړكړه شوي ګڼلي پرځاي خبره ده خو آيا تاسو د هغي ځمكي د خدماتو په اړه فكر كړي؟
زمونږ له آنده تاسو فني، محاسب او ياهم تاجر نه ياست چه د ځمكي د فروش د يوه متر مربع قيمت د رانيول شوي ځمكي په پرتله له ځانه سره محاسبه كړي!


په دي پروژه كي د ټولو عام المنفعه روغتونونه، كلينيكونو، ښوونځيو، مسجدونو او تفريحي پاركونو ځمكي مفتي او رايګان وركول شوي همدا رنګه ددي پروژي خدمات لكه د اوبو د نلونو كشول، د ژورو څاګانو كيندنه، كاناليزاسيون، د برق او تيلفونونودلينونو كشول، سروي، اداري مصارف، د سړكونو قير ريزي، امنيتي څارنه، د امريكايي كمپني د پيسو سود وركول د ځمكي په اوسني قيمت كي شامل دي. دا هغه خدمات دي چه ټول ښاريان يي په سترګو وينو خو بيا هم تاسو د خپلي ځانګړي عقدي پر بڼسټ ددي ټولو سره سره ځان پر در ديوانګي اچولي.


اصلا تاسو ددي خدماتو محاسبه له ځانه سره نه ده كړي. كه تاسو د يوه كيلو متر سړك د قير اچولو د مصرف په اړه د يوه فني انجنير څخه پوښتنه وكړي او بيا سر پخپل ګريوان دننه او خپل ضمير قاضي وګرزوي ښايي خپله اعتراضيه ليكنه بيرته واخلي.



ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!


د كندهار په ښاركي ستاسو په شان يو يا دوه نور ليكوالان هم شته چه د خپلو شخصي موخويا هدفونو او ځانګړو عقدو له مخي كله د ملالي ميوندي او كله په يو او بل نامه د كندهار ښار پر داسي پروژو چه د ښار د جوړښت، سمسورتيا او ښيګنو لپاره نه ستړي كيدونكي كارونه سرته رسوي او هغه د ښار او ښاريانو په ګټه وي رده وي.
نوموړي ليكوالان هم ستاسوپه څير د خپلو شومو ځانګړو هدفونو لپاره د هغوي په اړه منفي نظرونه خپروي تر څو د ښاريانو ذهنيتونه واړوي. خو زموږ ښاريان اوس په دي توانيدلي دي چي د ښه اوبدو تر منځ توپير وكړاي شي.
تاسوچي د هيواد سره د دښمنانه تاوتريخوالي په څنګ كي د نورو په لمسون د هيواد پرمختيا نه غواړي او دا مو زړه نه قبلوي چه د ديرشو كلونو جنګ ځپلي هيواد دۍ جوړ او آباد شي. ځكه نوبي محتوانيوكي نشره وي .او د ليكوالانوپه لړكي ددښتي خودرويه ګلانوپه څيربي روزني راپورته اوبي له پلټني او څيړني هرڅه ليكي .


كه چيري تاسو و نورو ښاريانوته د هيوادپال په څيره كي ځان ښياست او خپله هيوادپالنه انتقادي بڼه گڼي اوغواړي چي له دي لامله شهرت ته ځان ورسوي بيا نو ضرورت نشته چه په مستعارو نومونو مضامين خپاره كړي بايد سيده سيده په خپلو اصلي نومونو نيوكي وكړي ترڅو دښاريانو په منځ كه د شهرت وياړ لاس ته راوړي . د دموكراسي نظام د پاليسي مطابق هرڅوك حق لري چه د قلم د عفت د په نظركي نيولو سره د قانون د حكمونو برابر انتقاد وكړي او همدا رنګه د نيوكي په وړاندي په مقنع دلائلو او ثبوتونو د خپلو حقوقو دفاع وكړي. كه څه هم هغه دولتي ارګان وي يا هم شخصي.


تاسو چه د رنګين احمدزي په مستعار نوم څه ليكلي زمونږ له آنده تاسو به د كندهار ښار واوسي خو دا چه دهيواد د ليري پرتو سيمو مستعارنوم مو ځان ته ټاكلي دي پر ځان اتكآ نلري ځكه موليكنه نيمګړي او د مؤثقو معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره مو پلټنه او څيړنه نده كړي يوازي مو د مغرضينو د لمسون په نتيجه كي څه ليكلي. ځكه نو هغه زموږ د پښتو د شفاهي كلتور پر بڼسټ بايد و وايو چه:


   كوټ كوټ دلته كوي  هګي بل ځاي اچوي


ستاسو به ياد وي چه كله د لويي ويالي ځمكي لومړي د زورواكو لخوا قبضه او بيا خرڅي شوي د هغوي د اعمار طريقه د ښارګوټي په توګه د ستايني وړ نه وه. همدا رنګه د ژړي د دښت ځمكي چه د رهايشي كورونو او تعميرونو لپاره لومړي د زورځواكانو لخوا قبضه او بيا خرڅي شوي. هغه هم د لويي ويالي د وروسته پاتي برخي په څير اعمار شوي نو كه تاسو عينو مېنه او دهغي رهايشي سهولتونه او د ژوندانه د اړتياوو ليري كول د عينو مېنې د بڼسټيز پلان له مخي د لويي ويالي او يا ژړي ددښتي په پرتله مقايسه كوي. بيله دي چه د عقل او منطق څخه خلاص څوك مو وبولو بل څه نه شو درته ويلاي.
 
موږ ددي هيواد د خدمتګارانو په توګه ستاسو او نورو درنو ښاريانو څخه هيله مند يو چه د شخصي ګټوو ځانګړو عقدو، قومي او ژبني تبعيض څخه پرته د هيواد د جوړښت او هيواد والوته د هو سا ژوند د برابرولو لپاره په ګډه ګامونه پورته كړو.
پدرنښت
د عينو مېنې مطبوعاتي دفتر
كندهار

Copyright Larawbar 2007-2024