کور / راپور / مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير جوړ شو

مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير جوړ شو



 
تېره شنبه د غبرګولي په 11  نېټه د کابل استقلال لېسې په لوی تالار کې د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير پرانيستونې غونډه جوړه شوه .دغه غونډه ، چې څه باندې دوه سوه کسانو ګډون پکې کړی وو او ددريځ چارې يې د آغلو لينا شريفي او توبا ندا له خوا په ګډه پر مخ بېول کېدې ، د آغلې نورالبصر له خوا د سپېڅلي کلام د څو آيتونو په تلاوت پيل شوه او تر ملي سرود وروسته په ولسي جرګه کې د خوست استازې آغلې ساهره شريف د پرانيستوني وينا په ترڅ کې د بهير د جوړېدو پر څرنګوالي ، موخو او راتلونکو کارونو رڼا واچوله .



آغلې دل افروز زيرک د ټولنې کړنلاره ولوسته او تر لوستو وروسته دټولو ګډون کوونکو له خوا د رايو په اتفاق تصويب شوه . د کړنلارې په سريزه کې يوځای داسې راغلي : « د افغانو ښځو د ژوند همداسې يو کړکيچن حالت ته په کتو او دې خبرې ته په پام سره ، چې سربېره پر ډېرو محروميتونو بياهم افغان  ښځې د هر ډول بنسټيزو او ټولنيزو چارو وړتيا او استعداد لري  ، د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير بنسټ د 1387 لمريز کال د غبرګولي په 11 نېټه کيښودل شو ، څو د اسلامي شريعت ،  اساسي قانون او بشر ي حقونو د نړيوالې اعلاميې په اساس د افغان ښځو دحقونو ملاتړ وکړي او د پوهې او زده کړې ډګر ته يې  د رابللو  هر اړخيزې هڅې وکړي .»



آغلې لينا شريفي د ټولنې کار ډله او لارښوده شورا معرفي کړه ، چې د يو شمېر نورو زياتونو وروسته په ګډه تصويب شوې .د ټولنې د کړنلارې او تشکيلاتو تر تصويب وروسته د اطلاعاتو او کلتوروزارت  مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي وينا وکړه او د بهير د جوړېدو له امله يې دمبارکۍ له وړاندې کولو سره په دولتي او شخصي توګه د هر راز مادي او معنوي مرستو ژمنه وکړه او ويې ويل ، که چېرې بهير کومه مهالنۍ له چاپه راوباسي نو دلومړۍ ګڼې لګښت به يې دی پر غاړه اخلي .



تر فراهي صيب وروسته د ښځو چارو وزارت مرستيالې آغلې پلوشه کاکړ او ورپسې د ښځو وتلې مبارزې تاجور کاکړ د بهير په جوړېدو خوښۍ څرګندې کړې او د مرستو ژمنې يې وکړې .


د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او افغان ادبي بهير په استازېتوب استاد اسدالله غضنفر د خپلې عالمانه وينا په ترڅ کې د افغان ادبي بهير د تجربو په اړه خبرې وکړې او نوي جوړ شوي بهير ته يې د برياليتوبونو هيله وکړه .


د ويناوو او پيغامونو په پای کې د سفما ( د جنوبي آسيا د ژورنالېستانو اتحاديه ) استازې ډاکتر الهې مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ته د مبارکۍ په وړاندې کولو، په نږدې وختو کې د ښځينه ژورنالېستانو د اتحاديې د جوړېدو اعلان وکړ او له ټولو ښځينه ژورنالېستانو يې غوښتنه وکړه د جوړېدونکې ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي .


تر پرانيستونې برخې وروسته د هېواد تکړه سندرغاړي آرين خان دوې ښکلې ملي ترانې واورولې ، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو .


دغونډې په دويمه برخه کې مشاعره تر سره شوه ، د مشاعرې په پيل کې آغلې توبا ندا وويل ، څرنګه چې نن موږ کوربانه يو نو د لومړيتوب حق نارينه و ته ورکوو او په پيل کې يې پياوړی شاعر عبدالغفور لېوال دريځ ته روابللو . لېوال صيب ديوناني اورپيدس مشهور شهکار ( د ټرای ښځې ) د منظمومې ژباړې يوه برخه ، چې په خپله يې ژباړلې وه ، ولوسته . دا اثر د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د جوړېدو په وياړ په همدې ورځ له چاپه راوتلی و . تر لېوال صيب وروسته  په وار سره آغلې حميرا کاوون ، مصطفی سالک ، عارفه بهارت ، پير محمد کاروان ، بلقيس مکيز      ، علم ګل سحر، زرغونه رحمتي او  سولې نيازۍ خپل ښکلي شعرونه واورول .د مشاعرې په پای کې آغلې فتانه ګېلاني د خبرو وخت وغوښت اود ښځو دستونزو او دردونو په اړه يې اوږدې خبرې وکړې . غونډه د مازيګرنۍ په خوړو سره پای ته ورسېده .


د يادونې وړ ده ، چې مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير به تر دې وروسته هره شنبه د ماسپښين له دوه بجو څخه تر پنځو بجو پورې د استقلال لېسې په د غونډو په خونوکې منظمې غونډې کوي او په دغو غونډو کې به د ادبي او علمي بحثونو تر څنګ اوونيزې مشاعرې ترسره کيږي .



 

تبصره نسته

  1. دا د ډيري خوښۍ ځای ده چي زموږ پښتنې مېرمني هم د کلتوري هلو ځلو ډګر ته راوړاندي سوې ، پښتانه بايد ددغسي کلتوري پرمختيايي پروګرامونو سره همږغي اوسي ، مرسته او همکاري يې وکړي او د لا برياليتوب لپاره يې خپل وس ونه سپموي . ددې لپاره تبليغاتي کمپاين ته اړتيا سته تر څو پښتانه د کلتوري پرمختګ په ارزښت وپوهول سي . تر څو موږ خپل کلتور او ژبه بډايه نه کړو نور پرمختګونه ناممکن دي ، زموږ ولس تر اوسه له بده مرغه په دې مهيم عنصر نه دی پوهول سوئ ، پښتو رسنۍ بايد ددې لپاره کار وکړي.
    دميرمنو کلتوري ټولنو جوړونکو او کارکوونکو ته د زړه له کومي مبارکي وايم .

    له برېتورو پوره نه سوه
    افغانستانه جينکۍ به دي ګټينه