په کندهار کښي انارګل دوديزه مشاعره جوړه سوه

د لراوبر اداره | جون 3rd, 2008


 


پرون د۲۰۰۸دجون  ۲په کندهار کي ددې ولايت داطلاعاتو او کلتورپه مشري د انارګل کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه سوه چي پکښي د کندهار او شاوخوا سيمو زيات شمېر شاعرانو او اديبانو برخه پکښي اخستې وه .


 د مشاعرې له ګډونوالو څخه يوه شاعر چي د کندهار د چارواکو له ډاره يې نه غوښتل نوم يې ياد سي وويل چي شاعرانو تمه لرله چي د لر او بر افغانستان نوموتي درانه شاعران به دا دوديزه ولسي مشاعره په خپلو شعري پېرزوينو  رنګينه او خوندوره کړي خو دا مشاعرې د دوديزي اوولسي مشاعرې پر ځای دولتي او تشريفاتي بڼه لرله ، يادسوي شاعر پر چارواکو نيوکه کوله چي شاعرانو او اديبانو ته څنګه چي ښايي هغسي ازاده دوديزه مشاعره  جوړه کړي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024