کور / خبرتیا او پيغامونه / دمبارکۍ پيغام:پښوته بې سوري ،هسک بې ستوري نه يو

دمبارکۍ پيغام:پښوته بې سوري ،هسک بې ستوري نه يو

عبدالواحدمشواڼی


ا وس خوپوهيږوچې کمزوري نه يو


خلکه بينا يو ، څه شمکو ري نه يو


نړۍ دې مونږ ته ، مونږ نړۍ ته ښيو


پښوته بې سوري ،هسک بې ستوري نه يو


 



دافغانستان دکريکټ دملي ټيم اتلوزلمو،ددوی ښوونکواوقدرمنوهيوادوالو ته په برتانوي ټاپو ، جرسي کی دبرياليتوب په وياړدامريکادمتحدوايالتونوديوه وړوکي ايالت ، جرسي څخه دزړه له تله مبارکي وايم اوله لوی خدايه دوی ،هيوادوالواوګران افغانستان ته دلازياتوبريو اواتلوليوهيله لرم .


رښتيا چې د ژوندخوښۍ دانسان په زياراوهوښيارتياپورې تړلي دي ، هرڅومره چې انسان دخوښۍ دجوړوولوهڅه کوي هغومره يې ژوند دسکون اوامن په لورتمايل پيداکوي ، اوکه سړې لږڅه ځيرشي داسې ډېرلږ انسانان به په نړۍ کی وي چې دخپلو خوښيو هيله ورسره نه وي . مونږ وينوچې زمونږ ځوانان دهيواددبې شمېره کړکېچونوسره سره ، لوړاحساس لري اودغه احساس هغوی په خوست اوکابل کی په خپلوتودو،ولولوکي څرګند کړ. زه باورلرم چې که دځوانانواحساس پياوړې وساتل شي ، زمونږ دهيوادزلمي به وهڅيږي چې ځانونه نوروپوهنيزو ،تخنيکي ، ساينسي ، ورزشي ، روغتيا يي اودټولنيزوچارو سياليوته چمتوکړي اوپخپلوبرياو،اواتلوليودخپل هيوادنوم وياړمن اولوړوساتي .


زمونږ دکريکټ اتل زلمي بايدسرله اوسه په دې فکرکی وي چې نورې ډېرې سختې سيالۍ اولوبې ورته مخې ته پرتې دي نوبايدپه همغه کچ ورته چمتووالې هم ولري اودلوبوپه تخنيکي اړخونوفکروکړي اودبري رازونه ومومي . له دوی سره دخپل هيواد ، دکړېدلي اولس دعاګانې دي اوانشاالله چې نړۍ واله اتلولي به هم وګټي .




ستاسو ورور
عبدالواحدمشواڼی
خپلواک ژورناليست