کور / تازه خبرونه / ميسور: دېرش افغان محصلين فارغ سول

ميسور: دېرش افغان محصلين فارغ سول

سږکال د هندوستان د کرناټکا ایالت د میسور په پوهنتون کي شاوخوا۳۰ تنو افغان محصلینوخپلي لوړي زدکړي بشپړي کړې.

دغه محصلين د تجارت، اقتصاد، سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او حقوقو په پوهنځيو کي خپلي زدکړي ترسره کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د یادومحصلینو د فراغت مراسم د یوې شانداري غونډي په ترڅ کي د میسورښار د جي پي پالېس په څلورستوریز هوټل کي ترسره سول. . په دغه غونډه کي د هندوستان د آی سي سي آر مشر ښاغلي سارالا یوني کریشنن، د موزمبیک هیواد د عالي تحصیلاتو وزیره آغلې فاطمه میر او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلودئ.
راغلو مېلمنو په خپل وار ټولو محصلینو ته مبارکي وویله او وئې هڅول چي د خپلو هيوادو په آبادۍ کي په پوره توګه برخه واخلي.

دغه پروګرام هرکال د نوموړي پوهنتون لخوا په شاندارو مراسمو ترسره کېږي او د نړۍ د۵۰ هیوادونو محصلین برخه پکښي اخلي.

دیادولو وړده چي د میسور په پوهنتون کي اوس مهال د ۵۰ هیوادونو محصلین زدکړي کوي، چي اکثره محصلین پکښي افريقايان، افغانان اوعربان دي.

افغان محصلین له دولت څخه غوښتنه کوي چي دوى ته د ماسټرۍ بورسونه او په خپل هيواد کي د کار زمینه برابره کړي، ترڅو د خپلې ټولني او خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.