کور / خبرتیا او پيغامونه / دسرشمېرني ځنډولو په اړه د وزيرانو شورا د پرېکړې هرکلی کوو !

دسرشمېرني ځنډولو په اړه د وزيرانو شورا د پرېکړې هرکلی کوو !

د سرشمېرنې د ځنډو لو په اړه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه  


کابل ۲۶ غویی ۱۳۸۷



د افغان کلتوري ټولنو جرګه دسرشمېرنې د ځنډولو په اړه د افغانستان د وزيرانو شورا د پرونۍ پرېکړې تود هرکلی کوي او هغه يو ډېر پر ځای او معقول ګام ګڼي . د پرېکړې په دلايلو کې د هغه سيمينار پر نظرياتو او پرېکړه ليک هم استناد شوی ، چې د ثور په 26 مه نېټه د کابل په انټر کانټيننټل هوټل کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې ، هندارې کلتور ي او مطبوعاتي بنسټ ،د ويښ ځوانانو ټولنې ، د قومونو د ملي يووالي شورا او سولې ملي جرګې له خواپه ګډه جوړ شوی و .


د افغان کلتوري ټولنو جرګه له خپلو ټولو هڅاندو غړو ، د پوهنتون له قدرمنو استادانو ، په ځانګړې توګه پوهاند محمد بشير دوديال او استاد لطف الله ساپي څخه او همدارنګه د ملي شورا له هغو درنو غړو څخه ، چې د نيمګړې او بې وخت سرشمېرنې په وړاندې کمپاين کې يې په ډېر اخلاص برخه واخېسته د زړه له کومې مننه کوي .


دارواښاد فضل الرحمن څمکني ځانګړې يادونه هم پر ځان پور ګڼو ، چې زموږ په کمپاين کې يې فعاله ونډه درلوده او په ډېره ډاډ يې ويل ، که موږ يې ونه غواړو هېڅوک به سرشمېرنه ترسره نه شي کړای ؛اروا دې يې ښاده وي . همداراز موږ يو شمېر هغو ښاغلو ته ، چې د ولس پر ارادې بې باوره وو او د سرشمېرنې ترسره کېدل يې حتمي او د مخنيوي هڅې يې بې ګټې ګنل ، په ډېر درنښت يادونه کوو ،چې د ولس په اراده کې ډېر ځواک پروت وي او هغې ته بايد په ټيټه سترګه ونه کتل شي .


د افغان کلتوري ټولنو جرګه د دې تر څنګ ، چې د سرشمېرنې د ځنډولو پرېکړه پرځای او عادلانه ګام ګڼي، خو کافي يې نه بولي ، بلکې يو ځل بيا په ډېر ټينګار وړانديز کوي ، چې :


۱ ـ تر هر څه دمخه بايدد سرشمېرنې په مرکزي اداره کې ژور سمونونه پلي شي او دافرادو په استخدام کې د قومي، ژبني ، سمتي او ګوندي تمايلاتو پر ځای اهليت ، مسلکي وړتيا او بې پرېتوب د اصلي معيارونو په توګه په پام کې ونيول شي .


۲ ـ د سرشمېرنې مرکزي اداره بايد په بشپړه توګه غير سياسي او غير ګوندي شي او د سرشمېرنې د څارنې لپاره په ملي کچه يو څارنيز کميسون جوړ شي .


۳ ـ سر له اوس څخه په ولايتونو کې د حياتي احصايې او سرشمېرنې سيمه ييز دفترونه جوړ او فعال شي او د کدرونو د مسلکي روزنې لپاره منظم پروګرامونه پلي شي .


۴  ـ دسرشمېرنې په پروسه کې د ايران او هربل ګاونډي او يا مغرضو هېواد ونود لاسوهنو مخه ونيول شي او پر ځای يې له پرمختللو او بې پرې هېواد ونو څخه مرسته وغوښتل شي .


۵ ـ دسرشمېرنې د پايلو د ډبل چېک او کنټرول لپاره دقيق مېکانيزم رامنځته شي او د سرشمېرنې د ترسره کولو پرمهال نړيوالو ناظرينو ته بلنه ورکړل شي .


۶ ـ سرله اوسه د سرشمېرنې په اړه د عامه پوهاوي کمپاين پيل شي او په دې لاره کې له رسنيو ، سيمينارونو ، ورکشاپونو او نور لارو چارو ګټه واخېستل شي .


۷ ـ د مهاجرينو د احوال د ثبت او معلوماتو لپاره بايد په پاکستان او ايران کې ثابت مرکزونه جوړ شي .


۸ ـ د نړيوالو معيارونو له مخې د تابعيت تذکرې يو واحد سېستم رامنځته شي او که امکان ولري سرشمېرنه اود تذکرووېش په يو وخت کې تر سره شي .


د لراوبر ويبپاڼي يادونه :
له ټولو درنو هيوادوالو هيله کوو چي د موضوع په اړه خپل نظر وليکي . (
د نورو لوستونکو تبصرې )



  د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلامیه !


د سرشمیرنې د ځنډولو په اړه د وزیرانو شورا  د پریکړې ملا تړ کوو !

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلامیه !

د سرشمیرنې د ځنډولو په اړه د وزیرانو  شورا د  د پریکړې ملا تړ کوو !

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ،  دوزیرانو د شورا د 2008 کال د جون د میاشتې د دوهمې نیټې د هغې پریکړې ، چې دسر شمیرنې ( احصایې اخیستنې ) پروسه یې تر دوو کالو وځتډوله پوره احترام او ملاتړ کوي .

د حیرانتیا خبره خو دا وه ،چې په داسې شرایطو کې به دا  سرشمیرنه  یا احصایې اخیستنې څنګه تر سره شوي وای؟

په هر صورت،

د سرشمیرنې پروسه خو اوس موقتآ ، تر دوو کالو وځنډیده اما مشکلات او ستونزې لا پر ځای پاتې دی ،

او په دې هم پوهیږو ،چې ددې پروسې په موقتي ځنډولو کې هغو سیمینارونو ( ننګرهار، کندهار او د کابل د می دمیاشتې د 15 ) ، او په هیواد کې  دننه او بهرکې، د بیلابیلو لیکنو او مقالو ، پوره  اغیز درلوده .

البته د دې سیمیناونو جوړونکې ( د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، هندارې کلتور ي او مطبوعاتي بنسټ ،د ويښ ځوانانو ټولنې ، د قومونو د ملي يووالي شورا او سولې ملي جرګې ،د پوهنتونونو درانو استادانو ، د ولسي ـ او د مشرانو جرګې درانو غړو او یو شمیر نورو درنو نا پیلو او آزادو کارپوهانو ، … ) په کې ونډه درلوده ،چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ددوی ټولو څخه د زړه له کومې مننه کوی او ددې ستر بري مباري ورته وایې ، دې ګډ کمپاین او ګډ کار دا واقیعت هم څرګند کړ ، که د هیواد دا بیلابیلې کلتوري ـ ، مدني ـ  او فرهنګي ټولنې تل داسې په اتحاد او اتفاق وې ، د نړې هیڅ قوت به د دوی په لاره کې خنډ نه شی .

لکه څنګه چې چارواکې او درانه هیوادوال پوهیږی ، د سرشمیرنې د تر سره کولو په پروژې کې ، د امنیتې سونزو سربیره ډیرې نورې جدې ستونزې شته ، که چیرې حل نه شی ، دوه کاله وروسته به هم ، همدا حال وی ، ملت  به ددوی په مخ کې ولاړ او خدای (ج) مه کړه په هیواد کې به جدې بحران رامنح ته شی . ددې دپاره وایو، چې تر مخه ددې چې ناوخته شی ، چارواکې دې لاس په کار شی .   

زمونږ په اند :

1 – د سرشمیرنې په ادارې کې دې ډیر ژر اساسي او بنیادې ریفورم او سمونې تر سره شي .

2 ــ دا اداره ،چې اوس له بده مرغه سیاسي شوی ده ،ژر تر ژر دې په یوې متخصصې ، مستقلې ، بې پرې ، آزادې ، نا پیلې ادارې بدله شی ، او ډیر ژر دې ، ددې ادارې ترکیب د هیواد دواقیعتونو سره سم برابر شی .

3 ــ د سر شمیرنې د ادارې متخصصین دې ، د اړتیا سره سم ډیر کړی شي ، او دهیواد ګوټ ، ګوټ ( ولسواالېو او علاقه دارېو ) ته دې ولیږل شی ،همدارنګه د سرشمیرنې ولایتی ادارې دې په ټولو 34 ولایتونو ( ولسوالېو ، علاقه دارېو ) کې ، احیا او فعاله شي .

4 ــ د عامه پوهاوي د کمپاین چارې دې په ټول هیواد کې ډیر ژر پیل شي . خصوصا په هغو سیمو کې ،چې  د         زده کړې ستونزې شته ، خاص پروګرامونه طرح او تطبیق شی . 

5ــ تر ټولو مهمه ، د شفافیت مسله ده. د احصایې مرکزي اداره دې داسي پروسیجر رامنځ ته کړي ، چې ټولو طرفونو ته د منلو وړ وی ، او په دې کار کې دې هغو هیوادو څخه کار واخلي ،چې افغانستان سره ګاونډیتوب ونلري .

6 ــ د ډبل چک یا  کنترول ډیر غښتلې سیستم دې رامنځ ته شي ،چې د سرشمیرنې په ختمیدو کې ، دا ارقام سره پرتله کړې او د اړتیا په وخت کې د نهایې ارقامو د کنترول وړتیا ولري .

7 ــ د کوچیانو د دقیق شمیر معلومولو د پاره دې کره سیستم را منځ ته شی .

8 ــ د مهاجرو ستونزو ته دې خاصه پاملرنه وشي ، البته د هیواد دننه مهاجرو په هکله دې ، داسي سیستم جوړ شي ،چې ددې وګړو اصلي میشت ځای معلوم شي .

په بهر کې مهاجرو ته هم په خاصه توګه پاملرنه وشي خصوصآ په پاکستان او ایران کې .

9 ــ د ضریب د کارلو څخه دې په کلکه ډده وشی ، هڅه دې وشی ،چې د هیواد ګوټ ،ګوټ ته سرشمیرونکې ولیږل شي.

10 ــ د سرشمیرنې د چارو د ښه کنترول د پاره دې ، یو داسي آزاد ،مستقل ، بې پرې کمیسیون جوړ شی ، چې پوره واکمن وی او قطعآ سیاسي نه وی .

11 ــ همدارنکه دې سرشمیرنې پرځای  دې پر یوه ډاډمن او اقتصادي الترناتیف ، په راتلونکې ، کې هم فکر وشی .

12 ــ د احصایې مرکزي اداره او د کورنیو چارو د وزارت د ثبت او د نفوسو د احوال ریاست دې سره یو شی ، تر ځو اداري بروکراسي هم کمه ، او دا چارې ښي پر مخ لاړي شي .

په درناوي

دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې دې کار ډله

Germany Köln ، 05.06.2008

تبصره نسته

  1. د سرشمېرنې د ځنډولو پرېکړه په رښتيا د افغان ولس لپاره په اوسنيو شرايطو کې يو لوی برياليتوب و او په رښتيا چې د ولس په اراده کې ډېر ځواک وي .زه د افغان کلتوري ټولنو له جرګې څخه ډېره مننه کوم ، چې په دې برخه کې يې ډېر اغېزمن کمپاين ترسره کړ . خو اوس مهمه داده ، چې د سرشمېرنې په اداره کې اساسي رېفورم رامنځته شي او دا اداره د يو شمېر ناملي تنظيمونو او اشخاصو له منګولو راوايستل شي او د ملي ترکيب پر بنسټ يوه سمه مسلکي اداره ترې جوړه شي . زه له افغان کلتوري ټولنو جرګې او له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوم ، چې تر هغو خپل کمپاين پسې وغځوي څو دا اداره د ټول افغان ولس لپاره د منلو وړ وګرځي .
    په درناوي
    عبدالله صالح ، کابل

  2. موږ په خپل وار سره د وزیرانو د شوری دغه موثره او اغیزمنه پریکړه ستایو او یو پر ځای عمل یې ګڼو. همدارنګه هیله کوو چې تل د افغانستان د دولت ټول ارګانونه داسې اغیزمن ګامونه پورته کړي چې د هیواد ملي ګټې پکې نغښتې وي.
    باید هیره نه کړو چې په دې ځای کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ، د هندارې کلتوري او مطبوعاتي بنسټ، د ویښ ځلمیانو د ټولنې، د قومونو د یووالي شورا او د سولې د ملي جرګې په نوښت د خبرو، تبصرو، غونډو او کنفرانسونو یوه اغیزمنه لړۍ په لاره واچول شوه چې مثبتې پایلې یې نن ټول په خپلو سترګو وینو. په دې لړ کې د ملي شورا یو شمیر هیوادپالو غړو د ارواښاد شهید څمکني په شمول هم یو لړ هڅې تر سره شوې وې چې کورودانی ورته وایو.
    اصلي خبره دا ده چې د ملت د یووالي او هغمږۍ ځواک داسې یو ځواک دی چې بیا مخې ته هیڅ خس او خاشاک نه شي ټینګیدلی او د غلیمانو هغه ټولې توطیې رسوا کیږي چې د هیواد او خلکو لپاره یې په لاره ا چولې وي.
    لازمه ده چې موږ ټول په ګډه په پلازمینه کې په مورنۍ ژبه د زده کړې موضوع هم داسې یوه حد ته ورسوو چې مثبته نتیجه ورکړي او دافغانستان د مظلومو خلکو حقوق اعاده شي.
    د سرشمیرنې په هکله د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د اعلامیې ټولې مادې د منلو او قدردانۍ وړ دي زه یوه بله پسې اضافه کوم هغه دا چې سرشمیرنه د یوه هیواد ملي راز دی نو په دې هکله باید د سرشمیرنې د افرادو او ادارې د اصلاح سره سره باید هیڅ یوه بهرني ملک ته اجازه ور نه کړل شي چې زموږ په ملي رازونو خبر شي.
    زما وړاندیز دا دی چې د مرستې په نامه د لاسوهونکو ګاونډیو هیوادونو هیڅ راز مادي یا معنوي حضور په دې هکله و نه منل شي او د افغانستان خلک او حکومت باید ورته متوجه وي.
    د یوه ښيرازه، آباد او سوله ایز افغانستان په هیله
    ګل آغا احمدي وردګ

  3. اوسنيو شرايطو ته په پام د سرشمېرنې ځنډول په حقيقت کې يو ښه خبر دی او له دې امله له حکومت څخه هم مننه اړينه نه ده دا ځکه چې په دې کار سره حکومت خپل مسؤليت ادا کړ او که داسې کار يې نه وای کړی نو د خپلو خلکو له مخالفت سره به مخامخ شوی وای او له دې نه هم ډېره بده، چې د هېواد د بهرنيو غليمانو او په کور دننه قسم خوړلو دښمنانو شوم او کرغېړن پلانونه به يو په بل پسې تطبيق شوي وای. زموږ په هېواد او په خپلو خلکو مينو ورونو او خويندو خپل حکومت ته مشوره ورکړه ترڅو ددې کار مخه ډب کړي او خپل تاريخی مسؤليت ادا کړي، چې له ټولو څخه يوه نړۍ مننه کوم او همدوی دي، چې بايد ورڅخه مننه وکړل شي.
    خو زه هغو کسانو ته هک پک حيرانېږم او د هغوی په حال تاسف کوم، چې تل د هېواد او نړۍ په کچه تحليلونه کوي او بيا دومره کوچنی نظر ولري: ( … دغه سرشمېرنه خو هسې هم کېږي موږ بايد ورته چمتوالی وښيو….) او ځينو جنابانو خو لا داسې ويل، چې موږ بايد د امنيتي ستونزو څخه پرته نور د قناعت وړ دلايل پيدا کړو او بيا دغه موضوع را اوچته کړو. دغو جنابانو هم په ډېره سپين سترګۍ سره د امنيت ستونزه له نظره غورځوله دا په داسې حال کې ده، چې د ورځې په لسګونو بې ګناه خلک په يوه نوم يا په بل نوم وژل کېږي او ټول يې ننداره کوي او دغه جنابان يې آن ستونزه هم نه بولي.

    حکومت که د خلکو ستونزې درک نه کړي او د خلکو غوښتنو ته ځواب ونه وايي نو بيا په چا خپل امرونه مني. د ډيموکراسۍ، چې زموږ په هېواد کې يې لا سمې خاپوړې هم نه دي کړي، غوښتنه داده، چې لوړپوړي چارواکي بايد د خپلو خلکو غوښتنو ته په درنه سترګه وګوري کنه نو د هغوی ملاتړ له لاسه ورکوي.
    په پای کې يو ځل بيا هغو ټولو ورونو او خويندو ته، چې په دې کار کې يې خپل حکومت ته مشوره ورکړې مننه او کورودانی ورته وايم.
    په درنښت
    ډاکټر عطاالله زيارمل

  4. ټولو ته سلامونه او درناوی!
    د وګړو د سرشمېرنې دځنډولو په اړه د وزیرانو دشورا پرېکړه د ستاینې وړ ده، ځکه په اوسنیو ناامنو او ستونزو شرایطو کې سرشمېرنه سخته څه چې په نیم هېواد کې ان ناشونې ده، ځکه ډېری هېوادوال له هېواده دباندې، له خپلوسیمو بې ځایه دي او هغه چې پرځای دی نو هلته ورتګ ستونزمن دی ځکه د ناامنۍ ستونزه او وېره موجوده ده، په ځانګړي ډول د هېواد ختیځو، لویدیځو، جنوب او جنوب لویدیځو سیمو ته او بله دا چې د سرشمېرنې لپاره د ایران هېواد مرستې او دلچسپي هم غرضي برېښېدله. له بل پلوه د مرکزي احصایې د کارکوونکو وړتیا هم تر پوښتنې لاندې ده نو دا ټول هغه منطقي دلایل وو چې له امله یې سرشمېرنه وځنډېدله. په دې برخه کې د کلتوري ټولنو د جرګې، د ویښ ځوانانو، د ولسي او مشرانو جرګې د استازو او نورو هغو ډلو، ټولنو او اشخاصو چې د اوس لپآره یې د سرشمېرنې د ودرولو په لاره کې منډې، هلې ځلې، غونډې او سیمینارونه رابللي د هغوی هڅې د ستاینې وړ دي ځکه دوی دغې حساسې مسلې ته تر بل هر چا ښه او پروخت ځیر وو، پروخت یې خپل غږ پورته کړ او د وزیرانو شورا د دوی پر غږونو او دلایلو تر غور وروسته داده خپل همغږیتوب وښود او سرشمېرنه یې ودروله. په دغه ډول ملي مسایلو کې د ولس، کلتوري، سیاسي او نورو ټولنواو دولت تر منځ همغږیتوب د دې هېواد او ولس په ګټه ګڼم . یو ځل بیا له ټولو مننه

  5. سلامونه
    داچې دوزيرانو شورا يوه نيکه پريکړه کړې دستايلو وړ ده خو سر شميرنه نه يوازې داچې وځنډول شي بلکې هغه شته ستونزې چې دسرشميرنې په مرکزي کميټه کې دي هغوی ته هم د حل لاره پيدا شي يعنې د سرشميرنې مرکزي کميټه، د سرشميرنې ډيټابيس، د سرشميرنې دکاروکونکو روزونکي، دسرشميرنې فورمې، د سرشميرنې کړنلاره، مالي ملاتړ کوونکي سرچينې…. کې بدلون راولي او دنړيوالو معيارونو سره سمه سرشميرنه وشي.
    بله داچې سرشميرنه دټولټاکنې پروسې څخه څه کمه نه ده داچې حکومت په ټولټاکنه کې د ګډون لپاره په عامه پوهاوۍ زياتې پيسې مصرفوي نوبايد چې د سرشميرنې دعامه پوهاوي لپاره هم زياته بوديجه پيدا کړي
    په درنښت

  6. تر هر څه وړاندې ستاسو د هغو هڅو ستاينه کوم ، چې دافغانستان دملي او مهمو چارو په اړه يې ترسره کوﺉ .

    دملي سر شمېرنې په اړه هغه غونډه ، چې ددغې جرګې او نورو فرهنګي – ټولنيزو بنسټونو په نوښت جوړه شوه زما له نظره دغې مهمې مسألې او اوسمهال د هغې ستونزو ته د پام اړولو اصلي ګام و ،چې له نيکمرغه دافغانستان حکومت او ملي شورا هم د هغه ملاتړ وکړ او وپوهيدل ، چې اوسمهال ( امنيتي ) تخنيکي او ظرفيتي ستونزو له امله سر شمېرنه ناشونې ده .

    ددې يادونې په رڼا کې تاسو ته په ډېر درناوې وړانديز کوم ، چې :

    1- زما پر اند تاسو د ثور 26 نېټې په غونډه کې دهېواد تر ټولو پوه او مسلکي کسان رابللي وو ، ځکه خو تاسو کولای شئ له دغه بهير سره سر له اوسه خپله رغنده مرسته پیل کړﺉ .

    2- ستاسو پيغام يوازې ښايي د سرشمېرنې ځنډول نه وي ، بلکې د هغې داهميت معرفي ترعملی کيدو يې دخلکو خبرول ، له حکومت سره مرسته او ملاتړ ، چې وکولای شي پر اصولي او مسلکي ارونو ولاړه سرشمېرنه پر شوني مهال تر سره کړﺉ ، هم وي . د هېواد کلتوري ټولنې او فرهنګي بنسټونه دنده لري ، چې په دې مهمه برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي .

    3 – د سرشمېرنې لپاره دعامه پوهاوي پروسه خورا مهمه او حياتي ده ، پوښتنه رامنځته کېږي ، چې له فرهنګي ټولنواوجرګو پرته څوک دا کار کولای شي ؟ تاسو ، چې په مطبوعاتو ، فرهنګي کړيو او ټولنیزو بنسټونو کې د بشپړ نفوذ خاوندان ياست تر هر بل چا دا کار ښه تر سره کولای شئ نو ښه به وي ، چې د عمل ميدان ته راودانګئ او له حکومت او د سرشمېرنې له رياست سره په دې چاره کې مرسته وکړﺉ .

    4 – دسرشمېرنې دچارو له رياست سره مرسته وکړﺉ ، چې خپل مسلکي ظرفيت لوړ کړي او ملی ترکيب جوړ کړي ، ددښمنو هېوادونو لاس لنډ کړي او مسلکي تشه پخپلو ملي او متخصصینو افغانانو ډکه کړﺉ .

    دابه دهېواد دملي سرشمېرنې له مهم او حتمي بهېر سره ستاسو رغنده مرسته وي .

    بريالي اوسئ

  7. سرشـــــــمېرنه مو هم په قلــــــــم وځنډوله ***

    قدرمنواوځورېدلوافغانانوسلامونه مې ومنیء! ـ

    لکه څنګه موچې، تېرکال د قلم په زور خپل بېـــګناه ورور ښـــاغلی محمد اصف ننــــګ د زندان له تورو تمبو څخه را وېست همداسې مو دا دی د ګران هېواد افغانستان د غلیمانو تور اوکرغېړن د سرشمېرنې(سرغوڅونې)پلان هم ورشنډ کړتاسې باوروکړیء چې، که زموږ پرلپسې لیکنې اوپه رادیوګانو کې سوې سوې نارې نه وای تاسوبه په خپلو سترګو لیدلي وای چې څنـګه د ګورګین زامنو موږ په ژوند په نېست کې شمارلو د وزیرانوشوراخوله ښه نېته دا پروسه نه ده ځنډولې زور یې ولیدکه دوی په رښتیاهم د ملت او ګران افغانستان په غم او ښادي کې ځان شریک ګڼلای نو بیایې ولې زموږ دملي اتلولوبغاړو ګرم هرکلی ونه کړ؟ ولي یې دهغوی دانړیوال بری ونه لمانځه؟ ولې یې په وږي نس لوبې پرې کولې؟ د دستارخوان پیسي خوپه شاکوکوجان اونورو خرمستیو لګوي ؟!

    زه له ټولوهغوباتورو قلموالــوملګـــروڅخه مننه کوم کومو چې، دخپل سرپه بیه دخپل قام دنجات لپاره قلم وکاراوه اود دې ناوړه پلان مخه یې ونیوه اوس هم لا ډېرې نورې ستونځې په مخ کې لرو چې له بده مرغه بیا هم کوم فزیکي زور په مقابل کې ورته نه لرو صرف د خپل قلم په زور به پرمخ ځو اونړېواله ټولـــنه به په دې پوهوو چې، نوري دا دغلط ادرس یارانې پرېږدي هسې به ځانونه هم پرې خوار کړي او موږ به هم په نا روا ډول ضعیف کړي چې بیا به په نهایت کې هم موږ ته اړ وي په هرصورت ډېر وخت مو نه نیســم صرف دا خبره مې یو ځل بیا تکراروم چې که د ځان او خپل قام بقا غواړو نوراځیء چې پر قلم زور واچوو او له هرڅه د مخه بهرنیان دې ته اړباسو چې، نورې دې ړندې بمبارۍ نه کوي او په خاص ډول هیڅوک حق نه لري چې زموږ په کړېدلې خاوره کې داسې وسلې وکاروي چې، یورانیـــم پکې ګډ وي موږ له نړیوالو څخه د سولې خواست کوو نه د جګړو اوتباهي داچې دبریتانیاسیاسي اوپوځي مشران دسدني په غونډه کې وایي چې، داجګړه به لس کاله نوره وغزیږي نوتاسې پخپله سوچ وکړیء چې په داشپږوکلونوکې یې دومره ګلان وکرل نوپه نورولسوکلونوکې خوبه له افغانستان څخه قبرستان راته جوړکړي وروڼونورموسرنه خوږوم خوتاسو دا کوزه دردونکې جفا په تصویرونو کې وګوریء اوبیا قضاوت پخپله وکړیء زه په خپل وارله ډېرقدرمن ډاکـترصاحب داودمیره کي څخه مننه کوم چې دانه بښونکی جنایت یې رالوڅ کړځکه خوپه ټولوهغو جنایتکارانولعنت وایم کوموچې، د بشر پرخلاف داسې ناروا کړې ده

  8. lomry salamonah toolo malgaro tah thah khoshi pah dager ki wranthy kawam.da wakht zah pah computer ky pashto likdud nalarm ,dah sarshmiranah nah balki sarpri kanah wah da chi wazirano saibano da mily pry krah wakrah da diry stainy warthah ao dirah per zai shah prahkrah dah , pah dranashte.Dr Amanullah Ashna.

  9. سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ
    خداى دې وكړي چې روغ، جوړ او همداسې بريالي وئ.
    د سرشمېرنې د ځنډېدنې وياړ ستاسو دى. زما په اند دا تاسې وئ چې د وزيرانو شورا مو دې ته اړ كړه تر څو دا ګام پورته كا.
    آيا په داسې ځاى كې سرشمېرنه كېدى شي چې يو پاكستانى طالب رااوچتېږې او د يو افغان خرڅ شوي طالب تر مخ د ده د هېواد بيرغ سوځي او دى په ډېره بې غېرتۍ او بې ننګۍ ورته ګوري. لعنت دې وي په ملي خاينينو.
    په درناوي

  10. ډير خوشاله ياستو چې د افغانستان حكومت تصميم ونيوه چې په هيواد كې سر شميرنه دې تر ۱۳۸۹ پورې معطل شي نو زه په خپله د هيواد د ولسمشر حامدكرزي څخه مننه كوم
    او دا د افغانستان د ټولو خلكو غړ وه چې اوس په هيواد كې امنيت نشته نو سرشميرنه هم امكان نلري
    ويس سلطاني

  11. ډير خوشاله ياستو چې د افغانستان حكومت تصميم ونيوه چې په هيواد كې سر شميرنه دې تر ۱۳۸۹ پورې معطل شي نو زه په خپله د هيواد د ولسمشر حامدكرزي څخه مننه كوم
    او دا د افغانستان د ټولو خلكو غږ وه چې اوس په هيواد كې امنيت نشته نو سرشميرنه هم امكان نلري
    ويس سلطاني

  12. ډاكتر شيرحسن حسن
    دا وخت د سرشمېرنې نه و،
    ښه شوچې وزير صاحبان هم پوه شول!
    پرون مې دwww.larawbar.com په وېب پاڼه كې ولوستل چې د وزيرانو شورا په يوه پرېكړه كې د سرشمېرنې پروسه وځنډوله. انډيوالانو راته وويل، څه په كې وايې؟ ما ويل څه به په كې ووايم ، زموږ وزير صاحبان خو به هم كله يو كار كوي چې د مشاور پر ځاى يې خپل عقل او منطق په كار اچولى وي او په ستاينه وارزي. ستايل خو په ځاى پريږده، زه چې رښتيا درته ووايم زموږ د سركار په حالت مې زړه بديږي. دا بې چاره اداره خو خالي لاس ده، د هر كار د اجرا لپاره يو خارجي سپانسر لټوي، او هغه د كرزي صاحب خبره، دنيا ته سوال زارۍ كوي چې د خداى پار دى، غريب يو وږي يو، كومك راسره وكړئ.
    موږ داسې خيال كوو چې دا ټول كومك كوونكي او سپانسران د خداى سپېڅلي بنده گان دي او يوازې د خداى د رضا لپاره د خوارو او غريبو افغانانو سره مرسته كوي.
    حقيقت دادى چې هر سپانسر د خپلې مرستې سره د مشورو تر عنوان لاندې خپل فرمايشات هم لري او د هغوى عملي كول غواړي. چون بهرنۍ مرستې په همدغه شرط پورې تړلې دي نو زموږ سركار مجبور دى چې د هر سپانسر (مرستې!) د هغه په (مشوره!) د هغه د غوښتنې، ذوق او سليقې سره سم په كار واچوي او مصرف يې كړي.
    زموږ د هېواد ټولنيز او اقتصادي حالت هغه ناروغ ته ورته دى چې د اوږدې ناروغۍ په پاى كې كوما ته تللى وي. نو كه د كوما په حالت كې يو ( هوښيار!) مشاور ډاكتر راپيدا شي او د ناروغ معالجو ډاكترانو ته ووايي چې يارانو مريض مو ځكه كوما ته تللى دى چې خوراك نه شي كولاى اوځكه خوراك نه شي كولاى چې غاښونه نه لري، پس نتيجه داده چې نور كارونه مو پر ځاى پريږدئ او د كوما له حالته د ناروغ د ايستلو لپاره تر هر څه دمخه هغه ته غاښونه كېږدئ!
    نو دا خبره به نورو بنيادمانو ته څومره له عقل او منطق نه لرې ښكاره شي!
    له بده مرغه د ناروغه افغانستان په سپانسرانو او مشاورو ډاكترانو كې د ايران په شان
    ( خدايي خدمتگاران!) هم شامل دي چې د ځنكدن په حالت كې يې زموږ د خلكو د شمېرنې زمه واري په غاړه اخيستې ده.
    زموږ د سركار دې كور ودان وي چې بالاخره په دې وپوهېدل چې د كوما په حالت كې ناروغ ته غاښونه نه ايښودل كېږي! دا وخت نه د فدراليزم دى او نه دسرشمېرنې!!!
    ما چې وليدل نور انډيوالان د سرشمېرنې د ځنډولو په باب د وزيرانو شورا د پريكړو ملاتړ كوي. خو زه وايم له سره د سر شمېرنې ضرورت څه و چې په اوسنيو حالاتو كې د حكومت د اجراتواجندا ته شامله شوې ده؟
    كه له سرشمېرنې څخه هدف يوازې دا وي چې زموږ چارواكي نړيوالو ته وښايي چې موږ د سړكونو د قير كولو تر څنگ دا كار هم كړى دى چې اوس كولاى شو تاسې ته ووايو چې زموږ په خاوره كې څومره وگړي ژوند كوې! خو زه وايم چې يره دا مړى په دومره ژړا نه ارزي.
    او كه د سرشمېرنې د بهرنيو زمه دارانو هدف دا وي چې د دوى د سليقې او ذايقې سره سم يو قوم كم او بل قوم زيات وښايي او دا خبره به د دوى په فكر دا گټه ولري چې يوه ژبه به د زيات ارزښت او بله به د كم ارزښت په تله وتلل شي او يا به لكه د تېر په څېر يوه ژبه د سركار او دربار ژبه وي، نو زموږ (همسايه دوستان!) دې په دې وپوهېږي چې د دوى د هدف اوبه له ورخه تېرې شوې دي. زموږ په اساسې قانون كې دوه رسمي ژبې تصويب شوې دي، او كه زموږ هېواد د همسايه گانو له شره خلاص شو نو زموږ ټولنه به هغې خواته انكشاف كوي چې هر سركاري مامور، معلم، منصبدار، سياستوال، منور او مخور سړى ، هر لوستى او متمدن وگړى به د هېواد په دواړو رسمي ژبو لوستل، ليكل او خبرې كولاى شي. په غېر له دې به د هغه د درناوي كچه ټيټه وي.
    خو كه له سرشمېرنې څخه هدف دا وي، چې زموږ هېوادوال او نړيوال په دې وپوهېږي چې، د افغانستان نفوس څومره خلك دي؟ په دې هېواد كې هركال، هره مياشت او هره ورځ څومره انسانان پيدا كېږي؟ او څومره مري؟ څوك؟ په كومو ځايو كې؟ په كومو كارو بوخت دي؟ څومره لوستي؟ او څومره نالوستي دي؟ څوك؟ څومره؟ په كومو ژبو؟ ليك لوست او خبرې كولاى شي؟ … او داسې نور هغه ارقام دي چې په دايمي توگه په تغيير كې دي اوپه اوسني ډول عاجله ، سياسي او فرمايشې سرشمېرنه يې هيڅ ډول باوري سند په لاس نه شي وركولاى.
    زما په اند كه ددې پروسې د تكميل لپاره د احصايې د مركزي ادارې پر ځاى د كورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوال د ثبت اداره په وړ روزل شوي پرسونل او عصري وسايلو سمبال شى نو لاسته راغلي ارقام به دوامداره تكميليدونكې، ژوندي او تر بلې هرې منبع باوري وي.
    د سركار كاميابي غواړم

  13. د وګړشمېرنې د ځنډولو په اړه د وزيرانو
    شورا د پرېكړې ملاتړ كوم

    له بېلابېلو افغان انټرنېټپاڼو نه خبر شوم چې د وزيرانو شورا پخپله يوه غونډه كې
    د وګړشمېرنې كار ځنډولى دى . له اره خو د وګړشمېرنې پروګرام هېڅ اړين نه وو چې
    چارواكي يې د خپلو ترسره كېدونكو چارو په نوملړ كې ونيسي . په داسې شرايطو كې چې په
    هېواد كې جګړه روانه ، ټولنوټيز ، سياسي او كولتوري بحران تر وروستي بريده رسېدلى ،
    د هېواد په كورنيو چارو كې د ځينو ګاونډيو هېوادو په تېره ايران سيده لاسوهنې
    پايينه لري او مركزي حكومت د څرګندو لاملونو له كبله تر وروستي بريده كمزورى دى ، د
    وګړشمېرنې پروسه نشي كېداى چې په ناپېيلي ، سم او بشپړ ډول ترسره شي .

    له حالاتو پوره جوتيږي چې زموږ په هېواد افغانستان  كې د وګړشمېرنې سكالو د
    يو شمېر هغو سياسي كړيو او اشخاصو له خوا په اوسنيو شرايطو كې په لوى لاس رامخته
    شوې چې په هېواد كې ملي نفاق ته لمن وهي ، په سيده او ناسيده ډول په ايران او ځينو
    نورو هېوادو پورې تړلي او ددغو هېوادو په نغوته  غرضانه ، ناولي او افغان
    دښمنه پلانونه پلي كوي .

    زما په اند د وګړشمېرنې كار بايد تر كومې ټاكلې مودې پورې نه بلكې تر داسې يوه
    مهاله وځنډول شي چې په هېواد كې سوله او ډاډمن امن سمبال شي او په دې پروګرام كې د
    بهرنيو هېوادو د لاسوهنې مخنيوى وشي . په راتلونكي كې د هېواد د وګړشمېرنې له پروسې
    سره بايد هېڅ يو ګاونډى هېواد تړاو ونه لري . وګړشمېرنه كېداى شي د نورو هېوادو او
    يا هم د ملګرو ملتو د بې پلې استازو له خوا وكتل شي ، يانې چې هغوى هم د استادۍ او
    سلاكارۍ رولونه ادا نه كړي . افغان حكومت بايد د هېواد د وګړشمېرنې ، د وګړو د
    احوال د ثبت او تابيعت تذكرو د وېش ادارې له تنظيمي ، ګوندي او نورو اشخاصو نه پاكې
    او ناÙ
     �ېيلې كړي . د هغوى پر ځاى لوستي ، څانګيز ، پر اړوندو چارو پوه
    كسان پر كار وګوماري .

    زه د افغان حكومت د وزيرانو شورا له خوا په اوسنيو شرايطو كې د وګړشمېرنې د
    پروګرام د سرته نه رسولو او د هغه د ځنډولو له پرېكړې ملاتړ كوم او هيله لرم چې په
    راتلونكي كې هم د  هېواد او ټولنې لپاره د داسې مهمو مسلو او ستونزو د هواري
    په لاره كې له سليم عقل او منطق نه كار واخلي . وړاندې د پياوړي ، سوله ييز او
    سوكاله افغانستان په لور !

    د ۱۳۸۷ ز كال د عبرګولي نولسمه ، د ۲۰۰۸ ز كال د جون اتمه

  14. Da yaw pa zai kar washo, kho la nora tayaree ham pakar da che da milat aw hewad da doshmanano tawteie pa khpal wakht raswa aw khonsa shee,
    manana

  15. موږ ددې پریکړې هرکلی کوو ، خو یادونه کوو چې حکومت باید د احصایې په اداره کې ژور بدلونونه راولي او ایران او نوروګاونډیانو ته موقع ورنه کړي چې په دې برخه کې لاس وهنه وکړي

  16. يوازي د افغانستان او پښتنو دښمنان غواړي اوس سرشمېرنه وکړي چي د پښتنو شمېر کم ثبت کړي او نړۍ ته يې وښيي چي پښتانه په کم تعداد کي دي . له دې لاري به نور هم له موږ سره ظلم او زياتی زيات شي .
    که زموږ سيمي ته د سرشمېرني کسان راسي ، داسي به يې وډبوو چي زړه يې يخ سي ، پښتانه بايد له سرشمرني سره بايکاټ اعلان کړي .

  17. موږ ددې پریکړې هرکلی کوو ،دافغان ولس نن ترهرڅه زیات سولی ته اړتیالری،اوداسرښمیرنه به ددوی ددردونوعلاج نه بلکه ددوی پر ټپونو مالګی دوړول دی،اوهغه هم دیوداسی هیواد له خوا (ایران)چه په مستقیمه توګه دافغانستان په ورانۍ اوبربادۍ کی لاس لری. اودحکومت څخه داغوښتنه کوو چې باید د احصایې په اداره کې ژور بدلونونه راولي او ایران او نوروګاونډیانو ته موقع ورنه کړي چې په دې برخه کې لاس وهنه وکړي.

  18. دا یوه نیکه خو زما په اند نیمګړې پرېکړه ده. دولت په دې نه خلاصېږي چې سرشمېرنه وځنډوي؛ دولت باید:
    ۱. د سرشمېرنې په اداره کې ژور بدلونونه راولي، متعصب خلک ترې لرې کړي، ناپییلي پرسونل ورته غوره کړي، او د د ټولو توکمونو عادله برخه په کې مراعت کړي.

    ۲. ایران او نور مغرض او افغان ضد هیوادونه پرېنږدي په سرشمېرنه کې رول ولري. سرشمېرنه باید د بین المللي ټولنو د نېغې نګرانۍ لاندې وشي.

    ۳. افغان مهاجرین د سرشمېرنې برخه وګرځوي. یو پلان جوړ کړي چې څنګه په ښه توګه د مهاجرینو سرشمېرنه وکړي.

    په سرشمېرنه کې د مهاجرینو شاملول ډېر مهم دي. مهاجرین د هېواد ۲۵٪ څخه زیات نفوس جوړوي. که ۲۵٪ نفوس په کې ونه شمېرل شي، د کوم انصاف په تله به دا سرشمېرنه عادله بلل کېږي؟! زما په اندسرشمېرنه باید تر هغې وځنډول شي تر څو ټول مهاجرین هېواد ته راستانه شي او یا هم هر چېرته چې اوسېږي وشمېرل شي. که ونه شمېرل شي نو د دې دا مانا ده چې مهاجرینو او مجاهدینو اشتباه کړې وه چې د خپل عزت د ساتلو او د هېواد د ازادولو په موخه یې د رسول الله (ص) په لاره قدم ایښی ؤ اود اسلام د سرلوړۍ او د هېواد د ازادۍ دپاره یې مال او ځان قربان کړی ؤ. د افسوس خبره دا ده چې که چېرته د جهاد ثمره مغرضو رهبرانو وخوړه، د هجرت په جرم مهاجرینو ته اوس په دولتي ادارو کې ننوتي کمونستان او د تعصب په مرض ککړ د ایران د اخوندي نظام ګوډاګیان سزا ورکوي. د دې په ځای چې مهاجرینو ته د دوی د تکلیفونو په بدل کې امتیازات ورکړي، خدای ورکړي حقوق ترېنه سلبوي.

    که دا ټکي مراعات نشي او دولت یې د پرېکړو په وخت په نظر کې ونه نیسي، سرشمېرنه به هم د کابینې د پرېکړې په څېر ناقصه، سیاسي، او د ایران په چوپړ کې وي. د ولس او د هېواد د ارامۍ او سوکالۍ دپاره به نه وي او نه به افغانانو ته د منلو وړ وي.

  19. ———
    عيد محمد وروره ! هيله ده په تبصره کي د قلم او کلام عفت وساتئ ! http://www.Larawbar.com

  20. زه پدی نه پوهیږم چی د بهرنیو چارو وزیر په کوم ځایی کی لوی شوی او بیا دا دکومی وړتیا لمخی د افغانستان دبهرنیو چارو دوزیر په توګه ټاکل شوی پداسی حال کی چی دی ددغه ملک په ملی ژبه هم نپوهیږی. شایستی خوری هیله ده چی زما بریښنا لیک خپور کړی. محسین کونړی دهالینډ څخه.مننه pashto@voanews.com