کور / شعر / نوم ورکی

نوم ورکی

په یو ګل باندې به کله پسرلئ شي
که هر څو يي ګلدان ښکلئ جوړیدئ شي


په توبو کې وي مستي د میو نغښتې
پرې خومار دزړه دسترګو زیاتیدئ شي


سرمنزل مې شولو اوږود پرې پوهیږم
دژوندون فافلي کله تمیدئ شي


ستا ژړامې آرمان وویستلو شمې
چې شعلې دې په مزار هم بلیدئ شي


ما په ډیرو هڅو لاندې نه کړو نفس
هر څه لاړ شي عادت کله بدلیدئ شي


داغیار غلط تعبیر به شي روښانه
که دمیني دشهید یتیم زلمئ شي


که يي  دار دمحبت وپیژندلو
دنوم ورکو به بیابیرته نوم ژوندئ شي


خدمتګاره لاس په کارشه ژړا پریږده
په ډیر صبر خپل جانان لاړ شي پردئ شي