زابل داطلاعاتو فرهنګ ریاست ځوانان پرډلو ویشی

جاويد احمد تنوير | جون 23rd, 2013


ددي ولایت دیری ځوانان د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه شکایت کوي او زیاتوی چی پدی ولایت کی داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ځوانان پرډلو ویشي ترڅو ددوي په وینا دغه ریاست خپلی ګټي پټي وساتي او ځوانان ځيني محروم پاته شی .

يو شمېر ځوانانو د زابل د ازادو رسنيو مرکز ( پريس کلب ) مسولينو ته وويل چی داطلاعاتو او فرهنګ ریاست پدغه ولایت کی هڅ دپام وړ پرمختګ ندي کړی ، دځوانانو په وینا دسیمي تاریخي عبدات یی دلمنځه تلو په حال کی دی او نوموړي ریاست ددي پرځای چی خپلو مسؤلیتونوته متوجه شی ځوانان تخریبوي .

دغه ځوانان چی دشکایت په ډول تر ازادو رسنیوخپل ږغ رسوي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څخه غواړي چی دیوه مسلکي کس په ګومارولو کی دي له دي ولایت سره مرسته وکړي.

داطلاعاتو اوفرهنګ رئیس مقیم افغان دځوانانو ستونزه تر يوه ځايه مني خو وايي چي د هغه محدودو امکاناتو په پام کي نيولو سره چي په لاس کي يې لري ډېر څه سويدي ، نوموړی وايي چې په تيرو دوولسو کلونو کې په لمړي ځل دزابل ځوانانو ته په هغه کمو امکاناتو چې دغه رياست يې لري په دده د مقررۍ له پيل څخه په تېرو شپږو مياشتو کي  دځوانانو عمومي مديريت په تاريخ کې دلمړي ځل لپاره فعاله شويدي ، داطلاعاتواوفرهنګ رياست ټول خالي بستونه ډک شويدي او ځوانان په دنده ګمارل شويدي، دځوانانو لپاره درې مياشتني دانګليسي او درې مياشتنی دخطاطي کورسونه جوړ سويدي ،دځوانانو دتشويق او هڅوني لپاره په لسکونو ادبي، علمي او تفريحي پروګرامونه جوړ سويدي چي

خو د اطلاعاتو کلتور وزارت لخوا د ټاکل سوي بودجې په پام کي نيولو سره  په ټولو چارو کي هغسي پرمختګ ندی رامنځته سوی چي تمه يې کيږي ځکه  دنوموړي په وينا امکانات یی کم دي چي دځوانانو لپاره د زياتو پرمختيايي پروګرامونو او تاریخي اثاروپه ساتلوکي پاته راغلی.

نوموړي وایی که وزارت ورسره مرسته وکړي نودټولو ځوانانو او تاریخي اثارو ساتلوته به پاملرنه وکړي ،
دیادوني وړده چی په زابل کی بیلابیل تاریخي ځایونه او اثار شته چی دا مهال دلمنځه تلو په حال کی دی ، دسیمي یوشمیر کسان ویره لري او وایی که دغه اثاروته پوره پاملرنه ونشی نو په لنډ وخت کی به له منځه لاړشی ،

Copyright Larawbar 2007-2024