جان کیري:که چیرې طالبان دسولي خبري پیل نکړي دقطردفتربه یې وتړل شي

59 | جون 23rd, 2013


قطر:دامریکادبهرنیوچارووزیرجان کیري په قطرکې دسوریې په تړاودبهرنیوچارووزیرانو دغونډې لپاره قطرته رسیدلی دی.جان کیري ددغي غونډی پرمهال دطالبانو په هکله وویل،که چېرې طالبانو دسولې په تړاوغوښتنې ونه مني،دقطرپه دوحه کې بایدددوی دفتروتړل شي.
ښاغلي کیري داڅرګندونې دقطرله لومړي وزیرحمدبن جاسم بن جابرالثاني سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.ښاغلي کیري قطرکې خبریالانو ته وویل،بایدوګورو چې ایا موږله طالبانو سره خبرې بېرته خپل اصلي تګلوري ته راګرځولی شواوکه څنګه؟
دافغانستان دولت،امریکااوطالبانو ترمنځ هغه وخت ناهیلي پیدا شوي چي دطالبانودقطرپردفترباندي سپین بیرغ وځړول شواوپرلوحه یې د”افغانستان داسلامي امارت” نوم لیکل شوی وو،چې بیاوروسته دغه لوحه دامریکاپه غوښتنه بیرته لیرې کړای شوه.
بل لوري دافغانستان پارلمان،دسو لي دعالي شوراغړو،دولتي چارواکو دطالبانو پردفتر باندي دهغوی سپين بیرغ اوداسلامي امارت نوم په خښم کړل اودطالبانو سره دسولي اوروغي جوړي په هکله ټولي خبري په ټپه ودرولي.افغان دولت داعتراض په توګه دامریکا سره دامنیتي تړون په تړاو دخبرودروازه هم بنده کړله.خو امریکايي چارواکو ویلي، چې په قطرکې دطالبانو دفتریوازې دسولې دخبرولپاره دی.
دتېرې شنبې په ورځ جان کیري وویل”دقطرپرحکومت یې فشارراوړی ،چې طالبان له خپل دریځه شاته کړي. همداوجه ده چې دوی خپل بیرغ ټيټ کړ،چې دودانۍله بهره نه ښکاري.په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیالې روزماري دیکارلو له امنیت شورا سره په خبروکې وویل، چې هېواد یې ټینګارلري چې قطر کې دطالبانو لپاره پرانیستل شوی مرکزبایدسفارت، یا دامارت یا حکومت اوخپلواک نظام دفتر او نمایندګي ونه ګڼل شي.
بله خوا،په ملګرو ملتونو کې دافغانستان سفیرظاهرطنین هم ویلي چې قطرکې د طالبانو دفترباید یوازې دسولې خبرو لپاره لار هواره کړي، چې په وینا یې ددغه دفترله لوري هېڅ کوم بل فعالیت دمنلو وړ نه دی.
ځيني راپورونه وایې چي په قطرکي دطالبانو له دفترڅخه بهردطالبانو سپین بیرغ او داسلامي امارت نوم لیری شویدي ،ولی ددفتر په ودانی کي دننه دطالبانو بیرغ او داسلامی امارت نوم ځوړند دی ،چي له بهرنه نه لیدل کیږي ،خوځیني راپورونه بیا وایي چي له دفترڅخه دباندي دافغانستان ملی بیرغ هسک ځړیږي اوددفترننه دطالبانو سپین بیرغ اوداسلامی امارت د نوم لوحه مالومیږي.
دامریکال متحده ايالات او دقطرچاواکي هڅي کوی چي په قطر کی دطالبانواو افغان دولت تر منځ دسولي اوروغي جوړی په اړونددخبرو اترو زمینه برابره کړی.مګر دمګړي ډیرلیري ښکاري چي دواړي خواوي دي دخبرواتروپرمیزسره راټول شی.
دقطرپه دفتر کي دطالبانو استازي په لاندی ډول سره دي:
۱:محمدطیب اغا په دوحه کې دطالبانو ددفترمشراوقطر کې دطالبانو جګپوړی مخکښ استازی دی. نوموړی دطالبانو له جګپوړواستخباراتي چارواکواوترټولوډېرملاعمراخندته نژدې سړی و.
۲:مولوي شهاب الدین دلاورمشهوردیني عالم دي،دطالبانوداسلامي امارت پرمهال سعودي کې ددوی سفیرو.
۳:دوکتورمحمد نعیم وردګ په قطرکې دطالبانوددفترویاند دی،چې په عربي ژبه او ادبیاتو کې دوکتورا لري.
۴:قاري دین محمدحنیف په خټه تاجک توکمه طالب چارواکی اودطالبانودواکمنۍ پرمهال دپلان وزیرو.
۵:شیرمحمد عباس ستانکزی دطالبانو دواکمنۍ پرمهال دبهرنیو چارو مرستیال وزیرو.

Copyright Larawbar 2007-2024