غزل
تر ډیرو ډیرو ښایستو راتیر شوم
جا نانه ستا په امیدو راتیر شوم
سر ته یی تیږي او نه شنختي ولي
پر داسی خوارو مقبرو راتیر شوم
هره شیبه چه سوه باران کی تیره
څنګه تر هغو سیلابو راتیرشوم
ځکه په کمو پروا نه کوم اوس
تر لویو لویو حا دثو راتیرشوم
خود به په لار کی پا تیدل لعلونه
زه خو په لاره بی لاسو راتیرشوم
مجرم ناتوانه سومه ومی ژړل
چه دوران کلی په کوڅو راتیرشوم
« ازاد نظم