کور / نثر / د ژوند ستړی سفر

د ژوند ستړی سفر

نثر 


زه دژوندپه ستړی سفر پر یوه ډیره ستړی لاره روان یم قدرت ما ته دکوتری پشان پر واز نه دۍ راکړئ چه دغه ستړی لاره په ډیر لږ وخت کی ختمه کړم نن دو ستانو هم راته شا کړه هغوۍ زما په دی ستړی ژوند ډیر خو شحاله دي زه دغربت له یوه درانه پیټی سره دژوند پر ستړی لاره روان یم زما دغربت پیټئ هر چاته دګناهونو پیټئ ښکاری همدی پیټی زما او زما ددوستانو تر مینځ ډیره لویه فاصله  راوستی زه ډیرو کړولئ او ډیرو ودردولم خو کله چه می دغه پیټئ پر اوږو کیښود اوس څوک زما په کړولو او دردولو کی فایده نه وینی دا پیټئ می ورته توره بلا ښکاری ما دا پیټئ له خپلی شاعرانه حوصلی سره پردی ستړی لاره اخیستئ هغه وخت راتلونکئ او ډیر ژربه راورسیږی چه داخپل پیټئ له خپلی ستری حوصلی سره دخپل خالق په حضورکی کیږدم