کور / شعر / ازاد نظم

ازاد نظم

په دغه ښار کی
وینمه رنګ په رنګه
دخرڅیدلو هرڅه
ځیني په سل
ځیني په زر
ځیني خرڅیږي
دلکا وو په نرخ
ورته راځي
دارنګه ښکلي ښکلي
لکه راغلي چه وي
دخماری
سپینی سپوږمۍ له کوره
دلته خرڅیږي
دلکا وو په نرخ
ډیر دي هیښ کړي
ددغه ښار
همدغه ستر تجارت
خو پدی ښار کی
که هر څو هڅه وشی
که هر څو ّان ستړئ کړم
ډیره به ګرانه وی دا
چه یی پیدا کړم
په ډیره لوړه بیه
دبخت ځلانده ستورئ
او
بله ډیوه دعلم
 



محمدعلی عمری/ جنو بی پښتو نخوا/ مسلم باغ
 
umari77@gmail.com