کور / راپور / د ښاغلي حامد کرزي سره د شپيگل مرکه

د ښاغلي حامد کرزي سره د شپيگل مرکه

د شپيگل  مجلې د ښاغلي حامد کرزي سره يوه اوږده مرکه کړې ده.  پدې مرکې کې د ښاغلي کرزي څخه خورا سختي او مهمي پوښتني سوي دي.  مرکه څه را لنډه سوې ده، خو مهم  ټکي يې ساتل سوي دي. 


شپيګل: په افغانستان کي، د بين المللي ټولني د ناکامۍ په باب ښايسته زيات شيان ليکل سوي دي، خو د هيواد په جنوب کي  روان بغاوت او ښورښ هغه ولسي اعتراض دى چي د يوه بد او شډل حکومت او  دغه راز د فاسدو مشرانو پرخلاف  راپوته سوى دى.  د طالبانو د بيا راژوندي کېدو خبره مبالغه نده.  ايا حقيقت دا ندى چي زياتره  افغانان د طالبانو سره ځکه يو ځاى کېږي چي فاسد او رشوتخور ه  يې نه گڼي؟ 


کرزى:  زه موافق نه يم.  دا بيخي غلطه خبره ده.


شپيگل: ځيني افغانان عقيده لري او وايي چي د جمهورريس حامد کرزي ځيني فيصلې او اقدامات د بغاوت او ښورښ اور  ته لمن وهل دي.  ځکه جمهورريس داسي واليان او مامورين مقرره کړي دي چي عامه خلک يې د حکومت پر خلاف قيام او پاڅون ته مجبوره کړي دي.  ايا دا خبره حقيقت لري؟


کرزى: په افغانستان کي حکومت ډېر اصلاح سوى دى.  پخوا، واليانو هر څه چي يې زړه غوښتل هغه يې کول، مگر اوس د هغوى سره حساب او کتاب کېږي.  حقيقت دا دى چي موږ ډېر وخت ته اړتيا لرو.   هغه مشکلات چي د هيواد په جنوب او شرق کي لرو، هغه  د خراب حکومت زېږنده ندي. 


شپيگل: نو ددغه موجوده ستونزو اصلي عوامل څه دي؟


کرزى: خارجيان ډېره مداخله کوي.  په جنوب کي، طالبان تل فعاله وه. دوى د هغه ځاى دي.  هلته، د مجاهدينو سابقه هم سته.  همدا يې دلايل دي.


شپيگل: ستا ځيني نژدې سلاکاران د مځکو په غلا او قبضه کولو، د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار، او د شخصي مليشاوو  په  درلودولو تورن دي.   ستا په همدغو نژدې يارانو کي واليان او قومندانان شامل دي.  ستا لوى څارنوال، عبدالجبار ثابت، د ننگرهار د والي په شمول څو تنه په نامه ياد کړي دي. تاسو ولي ددغه ډول خلکو ملاتړ کو‌ئ؟


کرزى: زه د هيچا حمايت نه کوم.  موږ غواړو چي پر افغانستان باندي حکومت وکړو، او ثبات او سوله راولو.  زه د پوليسو په ستونزو خبر يم.  پاټکونه د شوروي د اشغال په دوران کي شروع سول.


شپيگل: دطالبانو په دوران کي پاټکونه نوه.


کرزي: همدا د طالبانو ښه او مثبته خوا وه.  هغوى ډېر نور تاوانونه رسولى دي.  ځيني ښه کارونه يې هم کړي دي.  کاشکي طالبان زما عسکر واى.  کاشکي هغوى زما تر لاس لاندي واى، نه د پاکستان او يا نورو.   کله چي موږ افغانستان ته راغلو، بين المللي ټولني ټول هغه خلک بېرته ا فغانستان ته را وستل چي طالبانو پسي اخيستي وه. 


شپيگل: مانا هغه ظالم او فاسد قومندانان چي په داخلي جنگونو کي راښکېل او دخيل وه؟


کرزى: هو.  همدغو  خلکو د خارجي قواوو سره همکاري پيل کړه.   اوس هم خارجيان هغوى ته  پيسې ورکوي هم يې حمايت کوي.


شپيگل: په افغانستان کي دثبات د ټينگولو لپاره  د بدو او مردارو  معاملو کولو ته هم ضرورت سته  او که څنگه؟


کرزى: کاملا اړتيا ورته سته.  ځکه موږ دونه قدرت او طاقت نلرو چي همدا ستونزي په نورو لارو چارو باندي حل کو.  زه به تاسو ته يو مثال ووايم: موږ غوښتل چي يو جنگ سالار توقيف کو، مگر موږ دا کار نسواى کولاى.   ځکه همدا جنگ سالار د يوه خارجي ملک حمايت لاره.  موږ  وروسته پوه سوو چي هغه ته د ښه سلوک په خاطر د مياشتي  ٣٠٠٠٠ ډالره هم ور کول کېږي.  همدا خارجيان د همدې جنگ سالار له  توپکيانو څخه د عسکرو او پوليسو کار اخلي.  زه د همدغو خارجي ملکونو نومونه نه يادوم.  مگر ډېر بهرني ملکونه د جنگ سالارانو سره تار لري.


شپيگل: يو لست سته  چي ستا په حکومت کي قاچاقبران په گوته کوي.  د همدې لست ځيني کسان ستا مشاورين دي؛ ځيني ستا د کابينې غړي دي.  ولي تر اوسه پوري ستا د حکومت يو عالي رتبه مامور  ندى محاکمه سوى؟


کرزى: دا يوه افسانه ده.  ماته هيڅ وخت داسي يو لست ندى را کړه سوى.  ما له بين المللي ټولني څخه غوښتي دي  چي همدا لست راکړي، مگر دا کار يې ندى کړى.


شپيگل: د کورنيو چارو پخوانى وزير، علي احمد جلالي، ادعا کوي چي همدا لست ور سره دى؟


کرزى:  تاسو بايد د داخله وزارت په ارشيف کي پسي وگورئ.  ولي تاسو د ښاغلي جلالي نوم اخلئ؟


شپيگل: ځکه هغه يو ځل اعلان کړى وو چي همدا لست ور سره دى.  ايا تاسو د هغه د اعتبار په اړه شک لرئ ځکه چي هغه يو وخت په کابل کي د مځکو د اخيستولو په رسوايي کي داخل وو؟


کرزى: د نړيوالي ټولني ځيني غړى د ځينو فاسدو خلکو سره تړاو لري او د هغوى څخه د سرچينو په توگه استفاده کوي.  د مثال په توگه، د بين المللي ټولني يوه غړي هيواد د افغانستان په يوه برخه کي يوه قومندان ته د هغه د فادارۍ په خاطر پيسې او مځکه ورکړې ده.  ايا زه بايد هغه محکمې ته راکش کم؟  ايا زه بايد ښاغلي جلالي محکمې ته راکش کم؟


شپيگل:  ولي نه؟


کرزى:  تاسو بايد زموږ څخه  ددې توقع و نه لر‌ئ چي يو افغان ته چي تل په افغانستان کي اوسېدلى دى، دلته يې کړاونه گاللي دي، د يو څه لږ جنايت او يا اداري فساد په خاطر مجازات ور کړو.  مگر بيا په مقابل کي  هغه کس چي  ډېر وخت يې په خارج کي ژوند کړى دى، او بيا د بين المللي عسکرو سره يوځاى افغانستان ته  راغلى دى، او بيا يې وطن لوټ او تالا کړى دى، هغه پرېږدو چي ازاد وى؟


شپيگل: له هغه وخت راهيسي چي تاسو جمهورريس سوي ياست، ستاسو کورنۍ په تجارت، بزنس، او سياست کي ښايسته زيات پرمختگ کړى دى.  ستا ورور محمود کرزى همدا اوس د پلخمري د سميټ د فابريکې ريس دى.  ستا دوه نور وړونه قيوم او احمد ولي د هيواد په جنوب کي خورا قوي خلک دي.  زياتره خلک باور لري چي پرته له کرزيانو له موافقې څخه هيڅ کار پر مخ نسي تلاى.  ايا دا حقيقت لري او کنه؟


کرزى: دا ټول چټييات دى.  احمد ولي د مخدره موادو په قاچاق تورن سوى دى. ما ددغه او نورو الزامونو په باب پوره  څېړني کړي  دي.  خو حقيقت دا دى چي دا گرده تورونه درواغ دي.  محمود په امريکاکي هم کاروبار لاره.  هغه امريکايي پاسپورټ لري.  هغه هلته هم کاميابه وو.  ډېري پيسې يې پيدا کړي وې.  هغه د امريکايانو سره يوځاى افغانستان ته راغلى.  اوس د يوې فابريکې ريس دى.  پدې کي څه بدي ده؟


شپيگل: محمود د يوې بلي تجارتي ډلي مشر هم دى.  ايا د جمهورريس سره رشته او خپلوي د هغه لپاره گټوره نده؟


کرزى:  نه.  د هغوى لپاره مي کارونه لا گران کړي دي.  ځکه زه د هغوى لپاره ستونزي ايجادوم.  ما خپل وزيرانو ته ويلي دي چي دمحمود سخت نظارت وکړي.  احمدولي په ارتباط همدا کار کېږي.  د کال ٢٠٠٤ د جمهوري رياست د انتخاباتو په جريان کي، د احمد ولي د قاچاق خبره را څرگنده سوه.  دا کيسه  په نيويارک ټايمز کي  راغلې وه. 


شپيگل: جنوب د مخدره موادو د قاچاق مرکز دى.   ايا دا ممکنه ده چي احمد ولي چي هم په کندهار کي يو مقتدر شخص وي،  مگر ددغه تجارت او قاچاق په باب هيڅ معلومات و نلري، او يا  هيڅ  تار او رابطه ورسره ونه لري؟


کرزى:  هو، بيخي امکان لري.  زه د افغانستان جمهورريس يم.  مگر زه لا هم نه يم خبر چي پدې کاروبار کي څوک دخيل دي.