کور / خبرتیا او پيغامونه / په افغانستان کې د وګړو د سرشمېرنې د ځنډولو له امله…

په افغانستان کې د وګړو د سرشمېرنې د ځنډولو له امله…

په افغانستان کې د وګړو د سرشمېرنې د ځنډولو له امله
 د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونومرکز مننلیک


پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا  د افغانستان د زیاترو وګړو ، او په ځانګړې توګه د افغانستان د هېوادپالو سیاست پوهانو ، د ملت د  یو شمېر استازو ، څېړونکو ، خبریالانو ، لیکوالو او ژورنالیستانو د پرله پسې غوښتنو او اعتراضونو  له امله او د هېواد  دروانو کړکېچنو حالاتو د سمې ارزونې په پایله کې په هېواد کې د وګړو سرشمېرنه د دوو نورو کلونو وځنډوله . موږ په دې توګه د افغانستان د ښاغلي ولسمشر ، اود ټولو هغو کسانو ، ډلو او ټولنو له هېوادپالونکو هلو ځلو او پر ځای  پرېکړو هرکلی کوو او د دغه شان یوې ملي فیصلې په ترسره کولو  کې له دوي ټولو څخه مننه کوو .


په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز هم په خپل وار ددغه شان سرشمېرنې  د بېړنۍ ترسره کولو غندنه کړې وه او په خپل اعتراض لیک کې یې دا څرګنده کړې وه چې دغه شان یوه سرشمېرنه په اوسنیو حالاتو کې د ملت  په ګټه نه چې لا ډېره زیان راوړونکې او د نویو ټکرونو  زېږونکي کې به هم وي .زموږ په اعلامیه کې راغلي و چې ((په اوسنیو جنګي حالاتو او نا امنو شرایطو کې  په دغه شان سر شمېرنې سره به نه یوازې د ملت د یو قاطع اکثریت ( هغوي چې په نا امنو ولایاتو کې  ژوند کوي ، یا د ړندو بمباریو له کبله بې ځایه شوي او یا هم د  روان چور ، تالان ، ترور ، ډله ایزو وژنو  او وحشت له لاسه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادو ته مهاجر شوي )   حق تر پښو لاندې شي  چې د پردیو په تېره بیا د ایران ، پاکستان او یو  شمېر نورو افغان دښمنه ګاونډیو او لرې هېوادو عمالو او جواسیسو ته د کورنۍ شخړې د دوام ورکولو لارې هم اوارې شي .)) .موږ په خپل دغه باور اوس هم ټینګار کوو  او دا هم څرګندول غواړو چې که په راتلونکي کې هم د وګړو سرشمېرنه عادلانه ، منصفانه ، کور په کور ، انسان په انسان ، او د پردیو مخصوصا د ایران د مداخلو نه بهر نه وي ، بیا به هم  پیش بیني شوي زیانونه له ځان سره ولري . موږ یو ځل بیا په دې ټینګار کوو چې په بهر کې اوسېدونکي افغانان او له هغې ډلې په اروپا ، امریکا ، کاناډا ، آسترالیا ، د شوروي اتحاد په پخوانیو مستقلو جمهوریتونو ، هندوستان او نورو ټولو هېوادو کې مهاجر افغانان هم  په دغه سرشمېرنه کې وشمارل شي .ددې کار لپاره لازمه ده چې له همدا اوسه د یو ځانګړي مکانیزم له لارې  ددغې ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټول شي .که داسې ونه شي دا سرشمېرنه بیا هم نیمګړې ده .همدا نن یو تن هېوادوال زموږ له مرکز سره په ټیلفوني تماس کې  وویل : (( ….وروره زما شپږ بچیان دی ، که دا څوک ونه شمیري  نو له یوې خوا زموږ افغانیت تر پوښتنې لاندې راځي او خپلو بچیانو ته لاجوابه پاتې کیږم او له بلې خواد هغې نا امیدۍ له مخې چې موږ ته راپیدا کیږي موږ حق لرو د ملګرو ملتوادارې  ، او د اروپا د ټولنې پارلمان ته  له خپلو همدغو شپږ واړه بچیانو سره ورشو او اعتراض وکړو …..)) .دغه شان ګروهي او اندونه له ډېرو هېوادوالو سره شته او موږ پوره باور لرو چې په دغه برخه کې  کار د کار اهل ته په سپارلو سره به د ولس دا هیلې او غوښتنې هم ترسره شي . له وخت نه په ګټې اخیستنې  د افغانستان  د وزیرانو د شورا د ورستۍ پرېکړې له امله د خپلې مننې مراتب تجدیدوو .


د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز  په استازیتوب

تبصره نسته

  1. قدرمنو دوستانو ښې چارې، زه وايم که په تير و پنځو کلونو کې که د افغانستان دولت د ملت د غوښتې په اساس دوه کاره هم وکړي وي، نو يو به کې همدا د سرشميرنې د ځنډولو کار کوي. زه په کابل کې د افغان ادبي بهير په استازيتوب د ټولو بهيروالو له اړخه د وزيرانو د شورا د دې مهمې پريکړې هرکلی کوم او تمه لرم چې په راتلونکې کې هم دولت د ملت د غوښتنو په اساس پريکړې وکړي. د هغو پر هيواد مئينو دې هم کور ودان وي چې په دې برخه کې يې منډې ترړلې وهلي دي او خبره يې تر دې رارسولې وه چې د وزيرانو شورا دې پرې پريکړه وکړي.
    بازمحمد عابد د افغان ادبي بهير خدمتګار

  2. د وګړو د سرشمېرنې دځنډولو په اړه د وزیرانو دشورا پرېکړه د ستاینې وړ ده، ځکه په اوسنیو ناامنو او ستونزو شرایطو کې سرشمېرنه سخته څه چې په نیم هېواد کې ان ناشونې ده، ځکه ډېری هېوادوال له هېواده دباندې، له خپلوسیمو بې ځایه دي او هغه چې پرځای دی نو هلته ورتګ ستونزمن دی ځکه د ناامنۍ ستونزه او وېره موجوده ده، په ځانګړي ډول د هېواد ختیځو، لویدیځو، جنوب او جنوب لویدیځو سیمو ته او بله دا چې د سرشمېرنې لپاره د ایران هېواد مرستې او دلچسپي هم غرضي برېښېدله. له بل پلوه د مرکزي احصایې د کارکوونکو وړتیا هم تر پوښتنې لاندې ده نو دا ټول هغه منطقي دلایل وو چې له امله یې سرشمېرنه وځنډېدله.
    په دې برخه کې د کلتوري ټولنو د جرګې، د ویښ ځوانانو، د ولسي او مشرانو جرګې د استازو او نورو هغو ډلو، ټولنو او اشخاصو چې د اوس لپآره یې د سرشمېرنې د ودرولو په لاره کې منډې، هلې ځلې، غونډې او سیمینارونه رابللي د هغوی هڅې د ستاینې وړ دي ځکه دوی دغې حساسې مسلې ته تر بل هر چا ښه او پروخت ځیر وو، پروخت یې خپل غږ پورته کړ او د وزیرانو شورا د دوی پر غږونو او دلایلو تر غور وروسته داده خپل همغږیتوب وښود او سرشمېرنه یې ودروله. په دغه ډول ملي مسایلو کې د ولس، کلتوري، سیاسي او نورو ټولنواو دولت تر منځ همغږیتوب د دې هېواد او ولس په ګټه ګڼم .
    یو ځل بیا له ټولو مننه.

  3. په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه او غړي په اوسنيو نامناسبو شرايطو کي په افغانستان کي د سرشمېرني د پروسې د پيليدو ځنډولو پريکړه يو ډير پر ځای او موثر ګام ګڼي او ستاينه يې کوي .

    موږ نه وايو چي د افغانستان د نفوسو شمېر دي نه ثبتيږي ، يا افغانستان سرشمېرني ته اړتيا نه لري بلکي برعکس موږ د سرشمېرني پلويان يو مګر پر هغه مهال چي د سرشمېرني لپاره زمينه مساعده وي . په داسي حال کي تقريبآ په نيمايي افغانستان کي د جګړې اورونه بل دي ، په داسي حال کي چي د ملګري ملتونو ، نړيوال روغتيايي سازمان او نړيوال غذايي سازمان کارکوونکو ته د اړمنو خلکو لپاره د مرستو رسولو اسانتيا او سهولتونه نشته ، افغان دولت به په داسي نامناسبو شرايطو کي وتوانيږي چي په ټولو ولايتونو او ليرو پرتو ولسواليو کي سرشمېرنه وکړي .
    موږ د وزيرانو شورا له پريکړي سره خپل پوره ملاتړ اعلانوو او له پريکړه کوونکو څخه مننه کوو .

    په درناوي
    ***د افغاني کلتوري ټولني د عامه اړيکو څانګه – هالنډ***

  4. زما په اند افغان حکومت له خپل راتګه تر اوسه پورې همدا يو ګام معقول او دخلکو په ګټه اخيستى دى او هغه څه ته يې ځواب ويلى دى چې خلک يې غواړي .
    تاسې ټول خبر ياست چې دهېواد تر نيمايي زياته برخه دادى دجګړو په اور کې سوځي او نيمايي نوره يې اوس هم دپخوانيو ټوپکمارانو او جنګسالارانو په لاس کې ده او چې زړه يې هر څه غواړي هغه تر سره کولاى شي .
    نو په داسې يو مهال او چاپېريال کې به دکوم معقوليت له مخې سمه او دباور وړ سرشمېرنه ترسره کېدله .
    خو ځه ښه شو بلاوه برکت يې نه وه دادى سرشمېرنه وځنډېده .
    کنه دا داسې حکومت دى چې دنورو مسايلو په څېر يې په دې هم سترګې پټولاى شواى چې جګړه نشته او سرشمېرنه دي وشي خو بس خداى له ولس سره مل و چې دا سرشمېرنه يې وځنډوله او دافغانستان ددښمنانو هغه دسيسې چې په افغانستان کې يې دسرشمېرنې له لارې پلې کولې شنډې شوې .
    ولس دحکومت ددې پرېکړه بشپړ ملاتړ کوي !
    په درنښت
    محمود جلال، اندړو ولسوالي غزنى