کور / تازه خبرونه / امريكايي جنرال: له ناټو سره جنګېدونكي ياغيان نه پرېږدم

امريكايي جنرال: له ناټو سره جنګېدونكي ياغيان نه پرېږدم


امريكايي جنرال ډيويډ ډي ميكرنين چي نن د سې شنبې په ورځ يې په افغانستان كي د ايتلافي ځواكونو او ناټو قواوو د ۵۱ زره كسيز پوځ مشري ترلاسه كړه، ټينګار وكړ چي په افغانستان كي به د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته دوام وركوي.
جنرال ميكرنين دا دنده په داسي حال كي ترلاسه كوي، چي د مخكني امريكايي جنرال ډان مكنيل پوځي دنده ختمه او د تقاعد وخت يې رارسېدلى دئ. 
په كابل كي يوې جوړي سوي غونډي ته د وينا پر مهال جنرال ميكرنين وويل په افغانستان كي د تروريزم پر ضد جنګ به يې تر هغه وخته روان وي، چي تروريستانو ته ماته وركوي.
دغه امريكايي جنرال چي د عراق په جنګونو كي يې هم برخه اخيستې، ګواښ وكړ چي په افغانستان كي به د ناټو له ځواكونو سره جنګېدونكي ياغيان، بهرني مجرمين او جنايتكاران ټول له منځه وړي.
په ياده سوې غونډه كي د وينا پر مهال كه څه هم د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د امريكايي جنرال ميكرنين پر پوځي وړتيا ډاډ څرګند كړ، خو د نوموړي دنده يې له ستونزو او كړاوونو ډكه وبلله.
ښاغلي كرزي د ناټو له عمومي قومندان او د څلوېښتو هيوادونو له نورو پوځي قومندانانو څخه هيله وكړه، چي د افغان پوځ او افسرانو روزني ته خاصه پاملرنه وكړي، تر څو هغوى په يوازي سر له ترهګرو سره د جنګ جوګه سي.