کور / تازه خبرونه / آسيا ته د رابرټ ګېټس سفر ناكامه وو

آسيا ته د رابرټ ګېټس سفر ناكامه وو

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس آسيا ته د خپل سفر پر وخت په افغانستان او عراق كي د تروريزم پر ضد جنګ دپاره د يوه آسيايي هيواد مرسته هم ترلاسه نكړه.
رابرټ ګيټس چي له يوه كال راهيسي د امريكا د دفاع د وزير په توګه دنده اجرا كوي، ژمنه يې كړې وه چي د امريكا په جنګي ستراتيژي كي به بدلون راولي او د نړۍ نور هيوادونه به د تررويزم پر ضد جنګ كي له امريكا سره مرستو ته رابولي.
د آسيايي هيوادونو په هغه سرمشريزه غونډه كي چي د نړيوال امنيت په باب په سنګاپور كي جوړه سوې وه، نوموړي د جنوبي كوريا او ټايلنډ هيوادنو له مشرانو سره په ځانګړې ليدنه كي د افغانستان د جنګ په باب د مرستو غوښتنه وكړه.
 ګېټس كه څه هم په دې ليدنه كي افغانستان ته د فرانسې د سپېشل فورس ځواكونو او ځينو نور هيوادونو د پوځي روزونكو او درملو د لېږد خبر وركړ، خو د آسيايي هيوادونو له جملې څخه يې د يوه هيواد د مرستو ژمنه هم ترلاسه نكړه.