کور / تازه خبرونه / طالبانو يو پوليس وژلى او شپږ نور يې تښتولي دي

طالبانو يو پوليس وژلى او شپږ نور يې تښتولي دي

تېره شپه د وسله والو طالبانو په يوه بريد كي د پوليسو يو سيمه ايز مشر وژل سوى او شپږ نور پوليس بريد كوونكو له ځان سره تښتولي دي.
پېښه د هرات ولايت په ګلران ولسوالي كي هغه وخت رامنځته سوه، چي طالبانو د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته بريد وكړ.
د لوېديځو ولايتونو د پوليسو وياند عبدالرؤف احمدي وايي طالبانو د پوستې مشر وژلى او شپږ نور يې له ځان سره بېولي دي، نوموړى وايي پوليسو په سيمه كي د جوابي علمياتو پر وخت يو موټر نيولى، خو د تښتول سوو پوليسو څرك يې نه دئ ايستلئ.
 بلي خوا ته د دوشنبې په ورځ د پكتيكا له ارګون ولسوالي څخه د څلورو طالبانو د وژلو خبر وركړل سوى دئ.
د پكتيكا د والي وياند غمى محمديار وايي پوليسو د برمل په ولسوالي كي يو كس چي د ماين د ښخولو پر وخت وواژه.
همدا راز ايتلافي ځواكونه د سې شنبې په ورځ د هلمند په ګرمسېر ولسوالي كي د څو طالبانو د وژني خبر وركوي.
د ايتلافي ځواكونو وياند وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي ځواكونو په سيمه كي چاڼيز عمليات كول.
په يوه بله وسله واله پېښه كي چي د سې شنبې په سهار رامنځته سوې د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالي د استخباراتو مدير وژل سوى دئ.
د خوست د والي وياند خيبر پښتون وويل نوموړى نن سهار هغه وخت تر بريد لاندي ونيول سو، چي له كوره دفتر ته روان وو.
طالبانو د دې پېښي مسوليت پر غاړه اخيستى.