پنحوايي : د خپل ماين په چاودنه کي د ٢ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

عطاالله محمدي | جون 24th, 2013


په پنجوايي اولسوالۍ کي دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کي وژل سوي دي.
دکندهار د والي وياندجاويد فيصل د لراوبر سيميز همکار ته وويل چي تېره ورځ دکندهار ولايت په پنجوايي اولسوالۍ کي دوه وسلوال طالبان پر خپل ماين ختلي او دواړه وژل سوي دي.
نوموړى وايي دغو وسله والو د پنجوايي اولسوالۍ د بدوان په ساحه کي ماينونه ښخول څو امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي، خو دوى خپله پر همدې لارې تېرېدل چي پرخپل ماين ختلي او وژل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024