هلمند : ٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

عطاالله محمدي | جون 24th, 2013


په خاشرود او نهرسراج کي څلورو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د هلمند ولايت د ٢٠٥ ميوند قول اردو څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي ددي ولايت د نهرسراج ولسوالۍ په اړوندوسيمو کي د افغان امنيتي ځواکونوعملياتو کړي چي په ترڅ کي يې يو طالب وژل سوى او يو بل ژوبل سوى دى.
دغه خبرپاڼه ليکي چي د عقاب په نوم ددي عملياتو پر مهال تر اويا کړۍ زيات ماينونه هم کشف سوي دي او ډېرى خنثى سوي دي.
په دغه خبرپاڼه کي څرګنده سوي چي د ګرشک ولسوالۍ په اړوندوسيمو کښې شاوخوا اتيا کړۍ ماينونه د ملي پوليسو او ملي اردو له لوري کشف سوي او له منځه وړل سوي دي.
همداډول خبرپاڼه ليکي چي دنميروزولايت دخاشرودولسوالۍ په پشت حسن سيمه کي دوه وسله وال هغه وخت ووژل سول کله چي يې خپل ښخ کړي ماين ورباندې چاودي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024