زابل دري مکي کسان دماین ښکار سول

جاويد احمد تنوير | جون 29th, 2013


دري ملکي کسان دشنبي په ورځ دسیوري ولسوالۍ داخندزاده خیلو په سیمه کی هغه مهال دیوه ماین ښکار شول کله چی یی تراکتور دسړک دغاړي پریوښخ شوي ماین برابرشو، دزابل دامنی قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهی وایی په چاودنه کی دوه کسه سخت ټپیان دی چی په خبره یی دسختو ټپونو له امله پاکستان ته استول شوي دی ، فراهي زیاتوي چی نوموړي کسان مرکزته راتله او دلته یی دکورني لپاره دښار څخه کورنۍ عذا وړل چی پري چاودنه وشوه ، فراهی وایی وژل شوی او ټپان ټول ملکي کسان دی ، دهغه په خبره دټپیان روغتیایی حالت هم داندیښني وړ وو
دامنیت امر وایی دپیښه په اړه پلټني پیل کړي خو تردامهاله یی څوک ندي نیولي ، هغه وایی په سیمه کی دلویو لارو پرسر ددولت وسله والو مخالیفینو ماینونه ځاي پرځای کړي دی چی اکثرمهال یی قربانیان ملکي وګړي وي ، څه موده وړاندی هم په شملزو ولسوالي کی په ورته پیښه کی د۱۳ کسان ووژل شول ، ددي ولایت دولسوالیو لوی لاري خامي دی چی دماینونو دځاي پرځای کولولپاره تري ددولت وسله وال مخالیفین ښه ګټه پورته کوي ، که څه هم چارواکی دپیښي اصلي عامیلین ددولت وسله وال مخالیفین بولي خو خپله طالبانو تراوسه پدی اړه څه ندي ویلي و

Copyright Larawbar 2007-2024