ملګری ملتونه:دافغانستان دبشري حقوقودغړو په انتصابي ټاکنو کي دي له سره غوروشي

59 | جون 29th, 2013


ملګری ملتونه:دملګروملتونودبشري حقوقورئیسي ګواښ کړي،چي دافغانستان دبشری حقوقوپه اداره کي دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزی لخواه په نوموړۍ اداره کي دنووټاکنوکارله خطرسره مخامخ کړی اودبشری حقوقودنړیوالوغړوهیوادوداړیکو بنسټ یې زیانمن کړی دئ.
دروان کال دجون دمیاشتي په(۱۶)« نیټه له (۱۸) میاشتووروسته حامدکرزی دافغانستان دبشری حقوقو نوی کمیشنران وټاکل،چي پنځه غړي یې نوي اوڅلورغړي یې پخواني وو،دبشری حقوقو درئیسي په توګه دپخوا په شان سیماسمروټاکل شوه .
وروسته دبشرۍ حقوقونړیوالي اداري په یوه اعلامیه کي په ډاګه کړه،چي دملګروملتونو دبشري حقوقوغړي بایددبشری حقوقو قانون ته وفادار،آزادمستقل اوباوري کسان وي.
دملګروملتونودبشری حقوقو رئیسه خانم«ناوی پیلي» وایې،چي دافغانستان دمدني ټولنولخوایې مالومات ترلاسه کړي،چي نوي ټاکلي کسان کوم،چي دبشري حقوقو دغړوپه تو ګه ګمارل شوی دي، ددي اداري دوړتیا جوګه نه دي.نو ځکه موږته د اندیښني وړدي. هغه وایې دافغانستان دبشري حقوقو په اداره کي بایدهغه څوک وي،چي مدني ټولنه اوخلک پردوی باندی باورولري اودهیڅ کوم سیاسي ډلوټپلو سره تړاوونلری.

Copyright Larawbar 2007-2024