دبریتانیالمړی وزیرپه ناڅاپي سفرافغانستان ته راورسیدی

59 | جون 29th, 2013


کابل:دبریتانیالمړی وزیرډیویدکامیرون پرون دشپي ناوخته په یوه ناڅاپی سفرافغانستان ته راغلی.دهلمندځایې چارواکي وایې،چي کامیرون پرون ناوخته هلمندته راورسیدی اوهلته یې په هلمندکي دبریتانیامیشتوسرتیروسره وکتل.
ډیویدکامیرون نن شنبه دحامدکرزی سره دخبرولپآره له هلمندڅخه کابل ته راوسیدی.
ښاغلي کامېرون په کابل کي دافغانستان دسولې دبهیردملاتړاودراتلونکي کال د ولسمشریزوټاکنوپه اړه وویل،ټاکل شوې،چي بریتانیادافغانستان دملاتړپه موخه دنړیوالودژمنې لپاره یوه غونډه جوړه کړي.دمګړي دبریتانیا شاوخوااته زره پوځیان په افغانستان کي په جګړه ییزوفعالیتونو بوخت دي.
ډیویدکامیرون نن په کابل کي دیوه مطبوعاتي کنفرانس په غونډه کي وویل،چي بریتانیا په افغانستان کي دتاکڼودبهیرسره دڅلور اعشاریه پنځه میلیونو پونډومرستې په ګډون دغه بهیرته مالي مرسته کوي،چې ځانګړې موخه یې په ټاکنو کې دښځو دونډې ډېرېدل دي.
دکېمېرون په وینا طالبان اوسنیو پرمختګونو ته په کتو په دې پوهېږي چې نه شي کولای دجګړې له لارې دسولې بهیرته ننوځي:
هغه زیاته کړه غواړم په زغره ووایم،چې دسولې بهیرپه افغانانو پورې اړه لري،ځکه دسولی بهیردافغانستان ترمشرۍ اوواکمنۍ لاندې دي.هېڅ بل لوېدیځ هېوادپه افغانستان کې کومه اجنډا نه لري.
دمطبوعاتي کنفرانس په غونډه کي حامدکرزی وویل،یو شمېرهېوادونه له شاوخوا شپږومیاشتو راهیسې دده په وینا دافغانستان حکومت دکمزوري کولو اوملوک الطوایفي نظام دپلي کولو هڅې کوي.
دښاغلي کرزي په وینا،یوشمېرهېوادونه غواړي طالبانوته دڅوولایتونوپه سپارلو سره ملوک الطوایفي ټینګه کړي،خودهغه په وینا هغه شان نظام نورپه افغانستان کې پلویان نه لري او افغانانو ته دمنلووړ نه دي .
کرزي وویل ،کله چې دافغان لوري شرطونه ومنل شي،بیا دوی هم تیاردي،چې دامریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
بل لوري کامیرون زیاته کړه چي بریتانیا غواړي تر(۲۰۱۴)کال وروسته په افغانستان کې پوځي فعالیت ونه لري اودخپلوڅه باندې سلو اډو فعالیت به ترڅلورواډوپورې راټیټ کړي شي. خو دکامیرون په وینابریتانیا غواړي دافغان ځواکونو دروزنې اوپیاوړي کولو په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اټکل کیږي چي،ښاغلي کامیرون به نن ناوخته پاکستان ته ولاړشي،اوهلته به دپاکستان دانتخاب شوي نوي لمړي وزیرنوازشریف اونورولوړپوړودولتي اوپوځي چارواکو سره دافغانستان اوسیمي په اړوندخبري وکړی.

Copyright Larawbar 2007-2024