په تخارکې دوالي اوامنیه قومندان پرضدلاریونونه پیل شول

59 | جون 29th, 2013


تخار:دتخارولايت يو شميراوسيدونکي ددغه ولايت دامنيه قوماندان دلرې کيدوپه غبرګون له دريو ورځو راهیسې مظاهري پيل کړې دي.
ددغه ولایت اوسيدونکي وايي،چي دتخارولایت دچارواکوپه ټاکلو کې قومي انډول په پام کې نه دی نيول شوي.لاریون کونکوددغه ولايت دنوي امنيه قوماندان اووالي دلیرې کيدوغوښتونکي دي.لاریونکونکو نن دتخاربدخشان اوتخارکندزلارې دټرافيکو پرمخ وتړلي.
دتخارولايت په دې وروستيوکې دځايي اوسيدونکو اوحکومتي چارواکو ترمنځ له مخالفتونوسره مخامخ شوی دی.دتخاردوالي ويانددلاريون کونکو څرګندونې ردوي او وايي دځايي چارواکو په غوره کولو کې ملي جوړښت په پام کې نه دی نيول شوی.
که څه هم ويل کيږي چې يو شمير ډلې دغو اعتراضونو ته لمن وهي خودکورنيو چارو وزارت وايي دوي به هيڅ يوې ادارې ته اجازه ورنکړي چې له دغو مخالفتونو څخه دځان په ګټه کار واخلي.
دکورنیو چارو دوزارت ویاند،صدیق صدیقي وویل: «ملي پولیس دهر ډول تاوتریخوالي مخنیوي ته چمتو دي،موږله ټولوقومي مشرانو غواړوچې دخلکو انرژي بې ځایه ونه لګوي اوددوی غوښتنې دقانون په چوکاټ کې مطرح کړي.»دملي جنبش ګوندهم له اعتراض کونکو څخه خپل ملاتړاعلان کړی او وايي بايدددوي غوښتنوته پاملرنه وشي.
دملي جنبش دګوند ویاند،بشیر احمد وویل: «په تخار کې ټول کلیدي پوستونه دیوه قوم لخوا اداره کیږي، دتخارخلکو جهادکړی اودلته ډیرښه کدرونه هم شته له همدې امله دوی بایدپه اوسني نظام کې ونډه ولري.»
که څه هم ويل کيږي چې دنوموړي ولايت دامنيې نوی قوماندان دجمعيت اسلامي ګوندغړی دی خودغه ګونددتخار ولايت دځايي چارواکو په ټاکلو کې هرډول لاسوهنه ردوي.ويل کيږي چې له يوې مياشتې راهيسې دبيلابيلو اختلافاتو په اړه دتخارولايت د اوسيدونکو ترمنځ اعتراضونه روان دي.
دا اختلافونه داسې انديښنې هم زياتولاي شي چې ددغه رازمخالفتونو دوام کيداي شي ناوړه پايلې ولري.
دیادولوړده چي،څوورځی مخکي په جوزجان ولایت کی دوالي اوددوستم دډلي لخواه تاوتریخوالي رامنځته شولو، چي تراوسه لایاده شخړه نه ده ختم شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024