کور / تازه خبرونه / كندهار: څلور اتيايم كاناډايي سرتېرى ووژل سو

كندهار: څلور اتيايم كاناډايي سرتېرى ووژل سو


د كاناډا د دفاع وزارت په يوه خبر پاڼه كي كاږي، چي په كندهار كي يې يو عسكر له لاسه وركړى دئ.
د دفاع وزارت د خبر له مخي ۳۲ كلن كپتان ريچارډ ليري هغه وخت ووژل سو، چي په پنجوايي ولسوالي كي د طالبانو له كمين سره مخ سو.
د خبر پاڼي له مخي دغه عسكر چي اول ټپي سو، وروسته يې د كندهار د هوايي ډګر په روغتون كي ساه وركړه.
خبرپاڼه زياتوي په دې نيم ساعته جنګ كي طالب وسله وال پر شا تګ ته مجبور سول، خو د زيان په اړه يې څه نه دي ويل سوي.
بايد وويل سي دا له ۲۰۰۲ كال راهيسي د كاناډايي پوځيانوڅلور اتيايم عسكر دئ، چي له طالبانو سره په جنګ كي وژل كېږي.