کور / تازه خبرونه / تازه خبر: كندهار د ناټو پر پوځي كاروان چاودنه وسوه

تازه خبر: كندهار د ناټو پر پوځي كاروان چاودنه وسوه

لر او بر ويبپاڼي ته تازه رارسېدلى خبر وايي، د كندهار په سپين بولدك ولسوالي كي د يوه ځانمرګي بريد له كبله يو ماشوم وژل سوى، درې عسكر او درې لارويان ټپيان سوي دي.
د سرحدي لېوا قومندان عبدالرزاق خان وايي ځانمرګي د بولدك ښارګوټي ته نيژدې د كاناډايي ځواكونو پر يوه كاروان ځان چاودلى دئ.
د رازق خان په وينا بريد كوونكي د خپل هدف دپاره له ټكسي موټر څخه كار اخيستئ دئ.
د كندهار په هوايي ډګر كي مېشتو كاناډايي ځواكونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې لږ مخكي د كاناډا د دفاع وزارت د خپل يوه ټپي سرتېري د وژني خبر وركړ، دغه عسكر د سې شنبې په ورځ د كندهار په پنجوايي ولسوالي كي له طالبانو سره په يوه مخامخ نښته كي ټپي سوى و، چي وروسته يې په روغتون كي ساه وركړه.