کور / تازه خبرونه / ځانمرګي دوه لارويان مړه او درې بهرنيان ټپيان كړل

ځانمرګي دوه لارويان مړه او درې بهرنيان ټپيان كړل

په هغه ځانمرګي بريد كي چي د چارشنبې تر غرمې مخكي د سپن پولدك بازار ته نيژدې د كاناډايي ځواكونو پر كاروان ترسره سو، د پوليسو په وينا دوه لارويان مړه او د ناټو درې عسكر ټپيان سوي دي.
تر دې مخكي د ځايي پوليسو يوه قومندان رازق خان د يوه ماشوم د مړېني، درو لارويانو او درو بهرنيو عسكرو د زخمي كېدو خبر وركړى و.
خو د كندهار د پوليسو قومندان جنرال سيد اقا ثاقب وايي ځانمرګي دوه لارويان وژلي او درې بهرنيان ټپيان كړي دي.
نوموړي د بهرنيو سرتېرو له روغتيايي حالت څخه ناخبري ښودلې، خو عيني شاهدان وايي د بريد له امله د كاناډايانو يو موټر سوځېدلى دئ.
په عين حال كي ايتلافي ځواكونو په هلمند ولايت كي د تر لسو زياتو طالبانو د وژني خبر وركړى دئ.
د ايتلافي ځواكونو د خبر پاڼي له مخي په ګرمسېر ولسوالي كي ځواكونو ګزمه كول، چي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل، چي وروسته ځواكونو بمبار وكړ، او له امله يې تر لسو زيات طالبان ووژل سول. خو ايتلافي ځواكونو د طالبانو د جوابي بريد له امله پر خپله مرګ ژوبله خاشه اچولې ده.