کور / تازه خبرونه / پولینډ: افغانستان ته څلور سوه اضافي سرتیري استوو.

پولینډ: افغانستان ته څلور سوه اضافي سرتیري استوو.

دپولینډ دبهرنیو چارو وزیر راډوسو شیکوسلي نن په کابل دافغانستان دبهرنیو چارو د وزیر رنګین دادفر سپنتا په ګډون دحکومت له ځینو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
دبهرنیو چارو له وزیر رنګین دادفر سپنتا سره تر کتنې وروسته یې ورسره یوځای په یوې خبري ناسته کې هم برخه واخیسته.
دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر د هغه دراتګ هرکلی وکړ وی ویل چې پولیندي سیال ورسره ژمنه کړې تر‌څو په افغانستان کې داوبو لګولو او کرهڼې په څانګو مرستې وکړي هغه وویل چې هالند به دغزني ولایت د فرهنګي میراثونو په بیا ژوندي کولو کې هم برخه واخلي، غزني ولایت دیونسکو له خوا په ۲۰۱۳ کال کې دفرهنګي ښار په نوم یادول کیږي.
دپولینډ د بهرنیو چارو وزیر هم په خپلو خبرو کې وویل چې هیواد به یې افغانستان ته څلور سوه اضافي سرتیري را ولیږي او په غزني ولایت کې به یې میشت کړي، هغه وویل هیواد یې هوډ کړی تر څو له عراق نه خپل سرتیري وباسي، پولینډ دا مهال په افغانستان کې دولس سوه سرتیري لري چې ډیری یې په پکتیکا ولایت کې استوګن دي او له وسلوالو سره په جګړه اخته دي.
هغه دا ډول دیوی پوښتنې په ځواب کې چې روسي سفیر په کابل کې ویلي چې نړیواله ټولنه په تیره بیا د امریکا متحد ایالات هغه غلطۍ تکراروي چې پخوانی شوروي اتحاد کړی ویل وویل چې د بهرنیو ځواکونو راتګ افغانستان ته دشوروي اتحاد تر راتګ خورا زیات توپیر لري، هغه وویل شوروي اتحاد یرغل کړی وو ولې اوسني بهرني ځواکونه د حکومت په بلنه راغلي.
هغه وویل په هغه وخت کې شوروي اتحاد د افغانان کلتور او دیني ارزښتونو ته احترام نه درلود ولې اوس داسې کوم څه نه شته.