په افغانستان کي قضایې ارګانونه اودپولیسواداره ترټولوډیرپه اداري فسادکي ښکیل دي

59 | جولای 10th, 2013


کابل:ځیني افغانانوونړیوالوسازمانونوته دیوه کال په موده کي ټول پوښتونوته دیوي شفافي نظرسنجي په ترڅ کي ویلي ،چي په افغانستان کي ترټولوپه فساد ککړي اورشوت اخیستونکي اداري دافغانستان دقضائیه قوي اوپولیسواداري دي.
ددي نظرسنجې په ترڅ کي(۶۰٪)سلنه افغانان فکرکوي چي قضایئ قوه په فساد کي ښکیله ده ،
مګر( ۶۵٪ )سلنه افغانانوبیا ویلي چي دوی دیوه کال په موده کي قضائیه چارواکوته یوځل رشوت ورکړی دی.ددي سروي په درشل کي ویل شوي، چي یواځې( ۳۳٪ )سلنه افغانانو دځواب په ترڅ کي ویلي چي،پولیس په فساداودرغلیوکي ښکیل دي،ولی( ۵۱٪ )سلنه افغانانوویلي چي دوی دیوه کال په موده کي پولیسوته رشوت ورکړی دي.
دجرمني د«برلین» یوسازمان هرکال دنړي په بیلا بیلوهیوادوکي داداری فساد اورشوت په هکله دخلکو نظراخلي.په( ۲۰۱۳) کال کي دغه سازمان دنړۍ په (۱۰۷) هیوادونوکي خپله سروی تر سره کړیده ،اوددي سروی نتیجي ښيي چي رشوت اودرغلي داداري فساد په سرکی ځای لري اودخلکو په ټولنیز ژوندکي یې منفي اغیزي اچولي دي.
دي سازمان هڅه کړي ،چي درشوت بڼه دخلکوپه ټولنیزژوندکي دتجربوله لاري وڅیړي. ډیرځواب ورکونکي په دي باوردي چي په افغانستان کي رشوت اوبډۍاخستل ددووکلنوپه موده کي ترپخوا زیات شوی دي.زیات خلک په دي نظردي،چي عام عادي خلک کولای شي ددي ناوړي پدیدي پرضدباندي کلکه مبارزه وکړي ،اوشایدنتیجي به یې اغیزناکي وي .ددي اداري په وینا په غریبوهیوادونوکي دشتمنوهیوادونوپه پرتله رشوت اودرغلي دوه چنده ده زیاته ده.دنظرسنجي له مخي قضائیه اداري اوپولیسو هغه دوي اداري دي ،چي دنړۍ دډیروهیوداوداداري فسادپه سر کي ځای لري. ددي څیړونوله مخي په ټوله نړۍ کي ښيي،چي دهروڅلوروکسانوڅخه یوتن په دوه کاله کي يوځل اړینوادارو ته رشوت ورکړی دي.
دافغانستان سره دناروی هیوادپه مرستوکي درغلي اورشوت دناروی هیواد مجبوره کړي،چي په خپلومرستوکي کمښت را ولي اودخپلومرستودتړون سره برابرعمل ونکړي.ناروی ژمنه کړي وه ،چي په (۲۰۰۸) کال کي به هرکال دافغانستان سره د(۷۵۰) میلیونه کرونومرسته چي (۱۲۰)میلیونه امریکایې ډالروته رسیږي دافغانستان سره مرسته وکړي.
دناروی هیوادپه یوه اعلامیه کي راغلي،چي په افغانستان کي ددوی په مرستوکي درغلي او رشوت دغه هیواددیته اړکړی،چي خپلي مرستي له سره ترژوري څیړني لاندي راولي اودفسادسره پرضد دمبارزی ډګرګړندی کړی.تیره چارشنبه دنړۍ د(۵۷) هیوادونواستازوپه افغانستان کي دیوي غونډی پرمهال دخپلومرستو دویشلو لړۍ ترپوښتني لاندی را ووسته اوداداری فسادسره دمبارزې لاره یې غوره وګڼله ترڅو درشوت اودرغلیو مخه ونیول شي اودمرستندویه هیوادونودمرستو په ویشلو کي کلکه څارنه ترسره شي.

Copyright Larawbar 2007-2024