کور / هراړخیز / موږاومدني ټولنه

موږاومدني ټولنه

مونشن/جرمني: ۱۸ جون ۲۰۱۳

د ګڼو نورو اصطلاحاتو په څېر د «مدني ټولني» اصطلاح په افغانستان کي سیاسي موډ او هیاهوګرځېدلی. د سیاسي یا اقتصادي موخو لپاره د ظاهراً ښکلي ترمنالوژي تقلید کول، انحصارول یا شعار ګرځول په افغانستان کي د پام وړ تجربه لري، په هر حال اړین سوال دا دئ چي ایا د مدني ټولني مفهوم څه نا څه ماهیت هم لري که نه؟ ایا مشهوده ځلیزه (پدیده) ده که نه؟ایا پکار ده چي د مدني ټولني په اړه خپله ملي طرحه ولرو که له نورو ځایونو څخه غیري انتقادي نقل وکړو؟

په لنډه توګه ویلای سو چي د دولت اوبازارپه منځ کي یوه ټولنیزه حوزه (ډګر)پروت وي چي «مدني ټولنه» ورته ویل کیږي. که یې د دولت او بازار منځ کي واقع نه بولو، نو د دولت او بازار سره بېل، مترادف ډګر به یې ونومؤ. د مدني ټولني ډګر د دولت او بازار د ډګرونو سره په ګوښه والي (تجرید، انزوا) کي نه وي، بلکه درې سره ډګرونه په بېلابېلو ډولونو یو له بله سره اړیکي لري.که داسي وویل سي چي داوطلبانه ټولني (مقصد له هغي«ټولني»څخه دئ چي دري کي «انجمن» ورته ویل کیږي)، احزاب، اتحادیې او داسي نور منظم یا منسجم ټولنیز واحدونه مدني ټولنه تشکیلوي، نوپه خورا اسانه شکل د مدني ټولني موجودیت د حسي معلوماتو پر بنسټ په اثبات رسیږي:داځکه په داسي حالت کي صرف د یاد سوي او مشابه واحدونو تشخیص او بیا د هغوی کثرت پیږندل پکار وي: چیري چي د واحدونو تعداد لوړ وي هلته مدني ټولنه پراخه وي او چیري چي کښته وي هلته وسیع رول نه لوبوي.

اما مایکل ایډورډز، د مدني ټولني کارپوه، د دغه نظر سره پوره همږغي نه ښوي: دی دې ته اشاره کوي چي په تنظیم سوي ژوند کي هر راز ارزښتونه او عقائد راټولیږي اوعلاوه پر هغه کورنۍ، ښوونځۍ او د کار ځایونه هم پکښي راتلای سي. ایډوارډز بېلګه وړاندي کوي چي ښه ګاونډيتوب پخپله د ښه حکزمتدارۍ ضامن نه دئ.د ده استدلال پاملرنه د کمیت په څنګ کي د کیفیت وه مهم عنصر ته اړوي. رشتیا هم د ټولنو ډېروالی په خپل ذات کي د مدني ټولني د وسعت یا رشد کره یا خالص شاخِص ندی. دا هغه وخت چا ته ښه څرګنديږي چي هغوهیوادونو ته وکتل سي چیري چي دولتي سلطه تش د سیاسي موخو لپاره د مدني ټولني شتون زغمي خو حقیقت کي یې تر بشپړ دولتي څارني او کنټرول لاندي نیولې وي. فلهذا دوې مسئلې مهمي وي: د مدني ټولني غړي او واحدونه څه دي او څومره خپلو کارونو کي ازاد دي؟

له تاریخي لیدلوري په افغانستان کي مدني ټولني د اوسني نظام د راتګ له کبله ظهور ندی کړی.له ډېر وخت راهیسي افغانستان کي داسي ټولنیز جوړښتونه (تشکیلات)وه چي د مدني ټولني د تاریخي تطور لپاره يې مهم رول لوبولی. افغانانو د نړی د ډېرو نورو ملتونو په څېر د مدني ټولني د جوړولو او توسع لپاره زیار ګاللی. د بېلګي په توګه د جرګې دود یادولای سو، چي له قومي او فردي ستونځو پرته د ملي ستونځو د حل نسبتاً منظم میکانزم تشکیلوي. همداراز د اسلام د راتګ سره په افغانستان کي د مدني ټولنو په جوړښتونو کي تنوع راغله. د امیر حبیب الله خان په دوره کي د «شمس النهار» د اخبار تاسیس، دمطلقي شاهي په وړاندي د مشروطه غوښتونکو تحریک او بیا د ظاهر شاه په دوره کي د ویښو ځلمیانو غورځنګ او ډېر داسي نور مثالونه هم یادولای سو. هم ښې بېلګي او هم بدي بېلګي لرو.

لنډه دا چي تنظیم سوي، ظاهراً غیري دولتي او غیري اقتصادي، ټولنیز جوړښتونه په افغانستان کي ځان ته تاریخچه او ځانګړتیاوي لري. که بیرته مخکني سوال ته راوګرځو او د خپل وطن په سیاق کي یې وګورو نو دې ته اړ یو چي وپوښتو: اوسمهال کوم ټولنیز واحدونه د مدني ټولني بنسټ جوړوي؟ ایا هغه ټولني چي افراط او نفرت ته لمن وهي هم پکښي راځي؟ ایا هغه غیري دولتي سازمانونه (اېنجیِوګاني) چي یوازي او یوازي د مادي مرستو د جلب او جذب لپاره جوړ سوي پکښي راځي؟ ایا هغه اینجیوګاني چي د ټولنیز انډول (توازن) او پرمختګ پر ځای د افغانستان په کلتور او نورو مهمو امورو کي سلبي لاسوهنه کوي پکښي راځي؟ دا ټول اړین سوالونه دي او افغان ملت دې ته اړباسي چي د مدني ټولني په اړه خپل د ارزښتونو، ټولنیزو واقعيتونو او امکاناتو سره سم ځانته ځانګړی مفهوم او تګلاره ولري.

لکه څنګه چي د نړی په ډېرو نورو هیوادونو کي داسي سوي، په افغانستان کي هم اکثرو رژیمونو د مدني ټولنو سره له ابهام ډک اړیکي ساتلي: د مثال په توګه کیڼ اړخه رژیمونه یادولای سو چي د مدني ټولني په وړاندي یې ګاهي د تسخیر او جذب او ګاهي یې د ړنګوني وسائل کارولي. د هغه وخت سره په پرتله کي اوسمهال مدني ټولني په زیاته کچه پرمختګ کړی ځکه دولت او بهرنیانو څه نا څه ازاد میدان ورکړی که څه هم لکه مخکي چي اشاره وسوه، اوسنی بهیر خورا ژوري نیمګړتیاوي لري. پدې کي بهرنیان هم راځي؛ دوی په ځانګړی ډول رول لوبوي ځکه، پرته له هغو څو ښو پروژو، دوی دغه میدان د افغانستان په امورو کي د ژورو لاسوهنو لپاره کاروي.

بیا هم وخت رسېدلی چي افغانان د دغه نسبي تاریخي فرصت څخه کار واخلي، فعلي بریا حتی الوسع حفظ کړي او نه یوازي د سیاسي نظام بلکه د مدني ټولني د مفهوم په اړه یوه نسبي، بین الافغاني اجماع ته ورسیږي. زموږ مدني ټولنه زموږ ده، معیار او کړنلاره یې باید د بهرنیو پلازمینو څخه پر موږ تحمیل نسي.خو دغه همږغي یا یون به څنګه منځ ته راځي؟ حتی که سوال لږ پراخ کړو، په ټولیز (عمومي) ډول د افغانستان د سیاسي، ټولنیزي او اقتصادي رفاع د لټون د لاري د تعینولو لپاره د بین الافغاني همږغۍ منځ ته راتلل څنګه ممکن دي؟ ټولنیز ډګر یې کوم دئ؟

هغه ډګر «ټولیز ډګر» (عامه ساحه، حوزه عمومي)دئ: ایډوارډز وایي چي ټولیز ډګرکي د مخکي درې یاد سوي ډګرونو مختلف نهادونه د تحمل او همکاری په فضاء کي ټولیزه ګټه (عامه منافع) لټوي او په ډموکراتيک ډول پرېکړه کوي. د ټولیز ډګر د مفهوم په اړه د ایډوارډز مخکي نورو فیلسفانو لکه ارینډټ یا هابرماس پیچیده او ژور بحثونه کړي. خو د ایډوارډز د خبري ځانګړتیا پدې کي ښکاري چي د ټولیز ډګر مفهوم په جالب ډول د مدني ټولني د مفهوم سره په قالب کي راولي.

که بیرته خپل ملي سیاق ته راوګرځو وینو چي زموږ ټولیز ډګر کي لا اوس هم ازاده فضاء، عدم خشونت او د نظرونو د تعدد په اړه زغم فضاء نده راغلې. دغه او نور خنډونه زموږ د مدني ټولني په وړاندي اوس هم پراته دي. که ورک سي شونې ده چي زموږ د خلګو لپاره د ټولني د ترقي او توازن پیدا کولو لپاره مثمر میدان پیدا سي، څو په هیواد کي د جنګ او خشونت شړلو، فقر او بېکاري ورکولو، د قانونمند نظام راوستلو،ټولنیز عدالت راتللو، د ښځو او کوچنیانو په وړاندي د خشونت ختمولو، د حکموت د غلطو کړنو او د بهرنیانو د دسیسو د مخنیوی او داسي نورو لپاره مرستندوی یا «کاتالیزاتور» وګرځي. لکه چي دغه د انسانیت، منطقي بیان، زغم، احترام، تدبر او ابتکار میدان لا اوس هم زموږ څخه یو څو فرسخه لیري دئ.