افغانستان دترکمنستان سره دګازپیرودلوسترتړون لاس لیک کړی

59 | جولای 13th, 2013


کابل:افغانستان دترکمنستان سره دګازاپیرودلویوسترنړیوال تړون لاس لیک کړي، چي(۳۰) کاله به اعتبارولري.دبهرنیو چارووزارت وایې،چي دغه تړون دټاپی پروژي دمشرانوداوولسمي غونډي په ترڅ کي دترکمنستان په پلازمینه عشق آبادکي لاس لیک شوی دئ.ویل کیږي،چي دغه تړون دافغان دګازواودترکمنستان دګازودشرکتونوترمنځ ددواړو هیوادوپه موافقه دافغانستان اوترکمنستان دنفتو اوصنایعو وزارتونو لخواه لاس لیک شوی،چي داعتبار موده یې (۳۰) کاله ټاکل شویده.
ددي تړون له مخي افغانستان دټاپي پروژي دتکمیلولودپړاونه وروسته په لمړیولسو کالوکي(۵۰۰) میلیونه مترمکعب ګاز،په دوهمه لسیزه کی یومیلیاردمترمکعب ګازاوپه وروستي دریم کال کي یونیم میلیارده مترمکعب ګازله ترکمنستان څخه پلوري.
درانیول شوی ګازوڅخه به په صنعتي چاروکي،دبریښنادتولیدولواودکورونودمصرفولوپه چاروکي به داړتیاوو له مخي ګټه واخستل شي.په دی تړون کي دڅلوروهیوادواستازوبرخه درلوده اود( تاپی لمیتد) به نامه دغه شرکت دهندوستان،پاکستان،افغانستان اوترکمنستان دولس مشرانو لخواه دري کاله مخکي لاس لیک شوی وو.
دټاپی ګازدغه پایپ لاین دترکمنستان هیوادددولت آبادسیمی څخه د(۱۴۷) کیلومتروپه اوږدوالي ددي هیوادڅخه پیلیږي او(۷۳۵)کیلومتروپه اوږدوالي دافغانستان په خاوره کي دهرات،فراه،هلمند او کندهار له لاري پاکستان ته دوام مومي.دغه پروژه د(۸۰۰) کیلومتروپه اوږدوالي دپاکستان څخه دکویټی او پنجاب آیالت څخه دفاضیلکا دسیمي څخه و هندوستان ته رسیږي.څلورویادوهیوادوپخپلوکي موافقه کړی وه،چي دڅلورو کلنوپه موده کي به ددي پروژی ټول کارونه بشپړشي.ددي پروژی ټول لګښت (۸)میلیارده ډالره کیږي،چي هرکال به د(۳۳)میلیارده متره مکعبه ګازلاسته راوړنه ولري.
تراوسه پوري ددي پروژی دمالي سرچینو اصلي اودقیقي اړتیاوی نه دي په ګوته شوي چي څرنکه اوڅه وخت به دافغانستان اوپاکستان دناامنه سیموڅخه خپل عملي پړاوونه تکمیل کړي.هندوستان ژمنه کړي،چي هیوادیې حاضردي،د۱۳۹۹۶ کال داسد ترمیاشتي پوری دیادتړون له مخي دتاپي پروژه عملي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024