کور / خبرتیا او پيغامونه / کندهار: د پاچاخان علمي او څېړنيز مرکز د سيمينار خبرتيا!

کندهار: د پاچاخان علمي او څېړنيز مرکز د سيمينار خبرتيا!

“د څلويښتو (١٣٥٢ – ١٣٩٢) کالو له سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او تاريخي پېښو څخه زده کړه” علمي څېړنغونډه.

هره ټولنه چي غړي (واکمنان،سياستوال او عام خلګ يا اولس) ئې خپل تېر تاريخ ته په ډير دقت ګوري او له هغو څخه په ژور فکر زده کړه کوي او دخپلي سبا (راتلونکي) له پاره ئې له هري مثبتي تجربې څخه پوره او بشپړه ګټه اخلي، له بدي، کرغېړني او منفي تجربې څخه ئې عبرت او پند اخلي، دا هيواد او اولس د ژوند په ګردو چارو کي تر چا نه پاتيږي او هيڅکله نه خواريږي.
د دغه اصل په روڼا کي “کندهار پوهنتون _ پاچاخان علمي څېړنيز مرکز” په پام کي لري چي “د څلويښتو (١٣٥٢ – ١٣٩٢) کالو له سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او تاريخي پېښو څخه زده کړه” تر نامه لاندي يوه علمي څېړن غونډه (سيمينار)سږکال د وږي په مياشت کي ونيسي.
ددې سيمينار موخه داده، چي د هيواد ګرده پوهان، عالمان او څېړونکي، که په هيواد کي دننه دي يا د باندي، د يوملي رسالت او مسؤليت په توګه د خپل تاريخ او ملي مسايلو په اړه د حقيقت ځلانده ډېوه د راتلونکو نسلونو مخ ته کښېږدي، تر څو په نژدې او ليري راتلونکي کي د نظام جوړوونکي، سياستوال او عام اولس خپل حقوقي او قانوني صلاحيتونه او مسؤليتونه، د حکومت دارۍ ښې بولګي، د ټولني لومړيتوبونه او د هغو عملي امکانات، د تطبيق لاري چاري، ګټوري او اغيزمني وسيلې او تجربې وپېژني، په سياست او ژوندانه کي د زغم او تعقل، زورزياتي او احساساتو پرتلنه وکړي، د دردونکو او ناکامو تجريبو له بيا تکرار څخه ډده وکړي، داسي لاري او طريقې وړاندي کړي، چي د اغيزمني ملي حکومتدارۍ بنسټونه پياوړي کړي.
د دې غرض له پاره په دې څېړن غونډه کي به د څلويښتو کالو په ترڅ کي د هيواد او اولس پرټولو چارو باندي د هري څانګي اړوند علمي او اکاډيميک شخصيتونه او موسسې، د چارو پوهان او د نظر څښتنان خپله شننه او سپړنه (تجزيه او تحليل) د يوې مقالې په بڼه کاږي، د مقالې تر تحليلي بحث وروسته به د اړوندي موضوع درې اړخه (برياوي يا ښېګڼي، تېروتني او نيمګړتياوي، پايلي او مشورې) په ډېر واضح او څرګند ډول ښکاره کوي.
دا موضوعات په لاندي ډول دي:
١ – کورنى سياست:
1) د سياسي ګوندونو تګلاري او کړني په څلويښتو کالو کي
2) افغانى ټولنيز نظام په څلويښتو کالو کي
3) د حکومت دارۍ هنر
4) د مهاجرت عوامل، ښېګڼي او نيمګړتياوي
5) په افغاني ټولنه کي د ښځو ونډه
6) د جنګ عوامل او دهغه پايلي
7) د ١٣٥٢ د چنګاښ ٢٦ کودتا عوامل او اغېزې
8) لويي لاري او هوايي کرښي
9) د هيواد تشکيلاتي جوړښت او د ملکي ادارو انډول
10) دهيواد د وګړو ډېرښت او د پرمختيا بهير
11) سياسي مصلحتونه، معاملې او شخصي ګټي
12) ټولنيز خدمتونه (اطفائيه، ښاروالي، بانک، پوسټه خانې، مخابرات، د څښاک اوبه، تفريحي او سپورتي ځايونه)
13) ملي ګټي په افغاني ټولنه کي په څلويښتو کالوکي
14) دقبايلو حالت په څلويښتو کالو کي
15) د کوچيانو حالت په څلويښتو کالو کي
16) د قومي جوړښت په اړه راز راز احصائې او د احصائيو ورکوونکو منابعو سياسي چالونه

٢ – دباندنى سياست:
1) افغانستان او داسلامي هيوادو د کنفرانس تر منځ اړيکي
2) افغانستان او دګاونډي هيوادو ترمنځ اړيکي
3) افغانستان او داروپا او امريکا (ناټو) ترمنځ اړيکي
4) افغانستان او دوارسا تر منځ اړيکي
5) نادولتي موسيسې (N.G.O) په افغاني ټولنه کي
6) نړۍ والي مرستي او دهغوموخي په افغانستان کي
7) روسي او امريکايي يرغل پر افغانستان باندي او دهغه پايلي
8) د افغانستان جيوپولوتيک موقعيت او له هغه څخه ګټه اخيستنه
9) افغاني ډيپلوماسي او ديپلوماتيک مراکز په څلويښتو کالو کي
٣ – علمي او فرهنګي مسايل:
1) مطبوعات او رسنۍ
2) پوهنيز سيستم
3) ديني مدرسې او تر هېواد د باندي د طلباوو زده کړي په څلويښتو کالو کي
4) هنر او ادب
5) پښتو ژبه د نيمه رسمي او نيمه ملي ژبي په توګه
6) په راز راز علومو کي علمي سويه
7) د لوړو زده کړو حالت
8) فرهنګي بنيادونه او خوځښتونه
9) د لرغون پېژندني په اړه څېړني او پلټني
10) تاريخي ودانيو او لرغونو اثارو ته اووښتي زيانونه
11) د ښکلو هنرونو (موسيقي،خطاطي،نقاشي، حکاکي، ميناتوري …) بهير
12) فرهنګي ير غل په څلويښتو کالوکي
٤ – پوځ:
1) پوځ( اردو، پوليس،ملي امنيت) په څلويښتو کالو کي
2) د هيواد ځمکني او هوايي دفاعي قوت په څلويښتو کالو کي
3) د هيواد د عامه نظم له پاره دڅارندوى قوت په څلويښتو کالو کي
4) خپل سري (ايله جاري) وسلوالي ډلي په څلويښتو کالوکي
٥ – انرژي:
1) لوى او کوچني صنايع
2) د اوبو بريښنا او انرژۍ حالت
3) طبيعي زېرمي او دهغو پلټنه (اکتشاف) او را ايستنه (استخراج)

1. د روغتيايي خدمتونو لوړي ژوري
2. کرهڼه اومالداري
3. سوداګري او اقتصاد
4. قضايي سيستم په افغانستان کي
‌‌‌‌که پر پورتنيو موضوعاتو سربېره داسي نور مسايل د درنو استادانو او ښاغلو لوستونکو په ذهن کي ورګرځي، په لوى زړه کولائ سئ، هغه زموږ سره شريک کړئ.
د څېړنغونډي چوڼلي او کره مقالې به په سيمينار کي ويل کيږي او وروسته تر هغه به په يو جونګ کي چاپيږي.
تاسو ټولو درنو استادانو او د نظرڅښتنانو ته په ډير ادب او درنښت بلنه درکول کيږي، څو خپل منتخب سرليک او موضوع زموږ سره پرلاندي ايميل ادرس باندي (Zalmaitooryal@yahoo.com/Zalmaitooryal@gmail.com) د چنګا ښ دمياشتي تر پاى پوري راسره شريک کړئ او خپله مقاله به د وږي مياشتي تر (٢٠) ورځي پوري زموږ پرايميل ادرس يا هم په کندهار پوهنتون کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د کنفرانس او څېړنغونډو د سمبالتيا څېړنڅانګي ته وسپارئ.

په درناوي