کور / شعر / د زړه خواله

د زړه خواله

زما زړه که پیدا شوی په لغمان دئ په معنی کې دئ پاچامې دټول ځان دی
دزړه غوښې مې دي غرونه دوطن خپل اوشاهرګ يي اباسین غوندې روان دی
دوطن نقشه هرګوره لکه زړه ده په قفس کې دجهان چه په ضربان دئ
ښه وییلی وو اقبال چه”ایشیا وجود داوبواو خټې خو زړه یی افغان دئ”
له ادمه تر دی دمه پښت په نسل دغه زړه اودا اوبه جنت نشان دی
ن نګ،ناموس،توره، همت میلمه پالنه ټول همدی زړه کی راغوڼډ اوقهرمان دی
دافغان په ن نګ تړلی یی وه توره میړنئ دجنګ؛قلم چې خوشحالخان دی
دګرګین نه چه دخلکو زړونه تور سول خلاصوونکئ پوه نیکهء مو میرویس خان دئ
د ډهلی تخت به یی هیروو چه به یاد شول پښتونخوادغرو سرونو احمد خان دی
زمونږزړه یی لر او بر باندې ویشلی روس،انګریز فارث مثال چې دشیطان دي
اوسنیو پوچ سیاستو می زړه وخوړ جاسوسیو دام کی ګیر چې سیاستچیان دی
دافغان فغان رسیږی تر افلاکه قبر وران د بابا عبدالرحمان دئ
چې هظرت،پييم،کرځۍ ډبل عودولا… په یوه چیغه د ملالې دل لرزان دي
لویه خدایه !لراوبر زړونه مو یو کړې حق انصاف راوړۍ،نبی اخرزمان دئء.

د یو موټی لوی افغان زړه په هیله.ډاکټر حميدالله زړه ور صاپئء ۱۳/۷/۲۰۱۳=۴ رمضان ۱۴۳۴=۲۳ چنګاښ(سرطان)