خوست:ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله
د خوست ولايت د ځاځيميدان په ولسوالۍ كې ځانمرګى بريدشوى چې له امله يې يوتن وژل شوى او ترشلو پورې نور ټپيان شوي دي.
د خوست والي وياند خيبرپښتون وايي چې ځانمرګي صرف ډوله موټر له چاوديدونكو توكوډك كړى و او بيا يې ولسوالۍ ته وردننه كړى او چاودنه يې كړې ده.
د ده په وينا پدې پېښه كې دولسوالۍ د املاكو مدير وژل شوى او اته يانهه كسان ټپيان شوي او د ولسوالۍ وداني او ورڅېرمه جومات هم ړنګ شوي دي.
طالبانو د بريد مسووليت پرغاړه اخيستى د دوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دابريد د دوى يوتن طالب كړى او ادعاكوي چې څلويښت تنه افغان او بهرني سرتېري پمې وژل شوي اويا هم ټپيان شوي دي