کور / راپور / د شمال ماشومان د خوراك دپاره واښه هم نه لري

د شمال ماشومان د خوراك دپاره واښه هم نه لري

سرچينه: رويټرز آژانس
د چارشنبې په ورځ افغان حكومتي چارواكو خبر وركړ، چي د هيواد په شمالي ولايتونو كي خلګ د كاختۍ او وچكالۍ له كبله له لوږي او تندي سره مخ دي.
كاختۍ په زرونو كورنۍ د بلخ ولايت له چمتال او شولګرې ولسواليو څخه د مزار شريف پر ښار ورماتي كړي دي.
سره له دې چي د تېر ژمي واورو او بارانونو په ځينو سيمو كي افغانان له ځاني او مالي تلفاتو سره مخ كړي وه، خو د د هيواد په شمالي ولايتونو كي بيا داسي سيمي هم سته، چي يا خو واوره او باران پكښي اورېدلي نه دي، يا هم د كښت او كروندې د خړوبولو دپاره كافي نه وو.
چارواكي وايي كه نړيواله ټولنه ورسره د خوراكي توكو مرسته ونكړي، هيوادوال به يې له يوه سخت ناورين سره مخ سي.
سږكال كه څه هم د خوراكي موادو له ګرانۍ سره ټوله نړۍ مخ ده، خو په افغانستان كي د اوړو بيه يو په څلور چنده لوړه ختلې ده.
پروسږكال د دې هيواد په ليري پرتو سيمو كي د يوې سل كيلويي ګونۍ اوړو بيه ۱۳۰۰ افغانۍ وه، خو سږ د هغې ګونۍ بيه ۵۵۰۰ افغانيو ته لوړه سوې ده.
همدا راز ځيني نور اړين خوراكي مواد لكه وريجي، لوبيا، نخود او غوړي هم په دوه – درې چنده لوړ سوي دي.
افغان حكومت وايي د بلخ په چمتال ولسوالي كي يې پر ۲۰۰۰ كورنيو باندي د كار په بدل كي  ۳۷ ټنه خوراكي مواد او د چښنګ اوبه وېشلي دي، خو د دوى په ګومان له ناورين ځپلو سره دا مرستي كافي نه دي.
كه څه هم د خوړو او اوبو نستوالي په ځينو سيمو كي خلګ د وښو خوړلو ته مجبوره كړي دي، خو پر دې سربېره بيا هم په روانه اونۍ كي د لوږي له امله د څو ماشومانو د مړيني خبرونه وركړل سوي دي.
د افغانستان شمالي ولايتونه چي د جنوب د غرنيو سيمو په پرتله حاصلخېزه دي، سږكال يې د غنمو كښتونه يا د كافي باران د نستوالي له كبله وچ سوي او يا هم مچخو خوړلي دي.
په داسي حال كي چي د شمالي افغانستان اوسېدونكي د كاختۍ او وچكالۍ له كبله هجرت ته اړ سوي، خو پر عيني وخت د جنوب پر هلمند ولايت بيا خلګ د خوراكي موادو د ګرانۍ او كاختۍ پر آفت سربېره د امريكايانو او طالبانو له جګړې سره هم مخ دي، چي له امله يې د هلمند د والي ګلاب منګل په وينا يوازي د لښكرګاه ښار ته په تېره مياشت كي ۴۰۰۰ كورنۍ ورغلي دي.