کور / تازه خبرونه / کپتان سعدیه له الوتکې پر پراشوټ راکوزه شوه

کپتان سعدیه له الوتکې پر پراشوټ راکوزه شوه

اسلام اباد: د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل ښځینه پوځي افسرانو له چورلکې په بریالیتوب د پراشوټ په مټ ځمکې ته راکوزې شوې دي.د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، پېښور کې ښځینه پوځي افسرانو د پراشوټ روزنې مرکز کې تر درې اوونیزې روزنې وروسته عملي ګامونه واخیستل. ، کپتان سعدیه هغه لومړنۍ افسره وه چې له ایم اې ۱۷ ډوله پوځي چورلکې د پراشوټ په مټ ځمکې ته راکوزه شوه.د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ویلي، چې د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني ښځینه پوځي افسرانو ته د هغوی د کامیابو عملیاتو مبارکي وویله.جنرال کیاني د دغو ښځینه افسرانو دا کار وستایه.د پوځ له لوري یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې “د جسماني روزنې ترڅنګ، ښځینه پوځي افسرانو د روزنې د دورې پرمهال له هلیکوپټر څخه د پراشوټ په مټ راکوزېدل زده کړي دي”.دغو ښځینه پوځي افسرانو ته د پراشوټ په مټ له الوتکې د راکوزېدو پرمهال دا هم ورښودل شوي، چې څرنګه پرځمکه ځان کنټرول کړي.پوځي وايي، دوی ته د اوبو پرسر هم د پراشوټ په مټ د راکوزېدو چلونه ورښودل شوي، او دا چې څرنګه پرځمکه له نورو سره ټکر ونه کړي.د خیبر پښتونخوا تربیله د پوځ یوه مرکز کې ۲۴ ښحینه پوځي افسرانو ته په جوړو شویو مراسمو کې د پراشوټ نښانونه ورکړل شول. کپتان کرن اشرف په ټولو کې لومړۍ او غوره اعلان شوه.