کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې نرخونه دېرش سلنه زيات شوي.

په پاکستان کې نرخونه دېرش سلنه زيات شوي.

پېښور:په پاکستان کې د نوې بوديجې د اعلان سره د يوه عادي مامور تنخوا تر ٢٥٠٠٠ او د څوکيدار تر ١٠٠٠٠ زرو پورې ورسېده خو د خوراکي توکو نرخونه چې له سوچ او فکره زيات گران شول د پاکستان عوام يې د ژوند له ستونزو سره مخ کړي دي. که څه هم حکومتي چارواکي د روژې په مبارکه مياشت کې دا گراني مصنوعي بلي خو د روژې تر پايه يې ولس نه شي برداشت کولى چې د غريبو ژوند د ژوند کولو برابر نه دى. د مثال په توگه که د روژې د مياشتې څو ورځې د مخه خرما (کجورې) ٢٠٠ روپۍ کيلو اوس ٤٠٠ ته ورسيدې او يو کيلو سره رومي چې د مخه په ٤٠ روپۍ کيلو و اوس ١٠٠ روپو ته ورسيدل.