کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د بيا رغونې کارونه وځنډول شول

په پېښور کې د بيا رغونې کارونه وځنډول شول

پېښور:په پېښور کې د سختې گرمۍ او مبارکې روژې د مياشتې په رارسېدو سره د رغونې کارونه بند او هر ډول روزگار چې بې وسه ولس به ورځنۍ مزدوري کوله تړل شوي دي. د پېښور د خواوشا د مزدورانو وينا ده چې دوى سهار د روزگار په نامه له کوره ووځي تر غرمې ناست او بېرته تش لاس کورونو ته راستانه شي. په پېښور کې د خښتو د بټۍ يو تن منشي حضرت گل وايي چې د روژې د مخه به يې د بيارغونې دپاره د ورځې تر ٤٠٠٠٠ پورې خښته پلورله. دا درې ورځې وشوې چې يوه خښته يې هم نه ده پلورلې.