زابل پولیسو قاچاقي وسلی نیولی
جاويد احمد تنوير
دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایی دغه وسلي چی په یوه پلانکوچ موټر کی ځاي پرځای شوی وی دغزني دمقر ولسوالۍ نه کندهار ته لیږدول کیدي ، نوموړي زیاتوی چی قاچاق وړونکو غوښتل ددي موټر څخه په استفاده ۳۰ میله کلاشنکوفونه ۳۰۰۰ پټاکۍ اودتومانچي وسایل قاچاق کړي چی پولیسو ددقیقو معلوماتو پر بنسټ ونیولر ، روغ لیوني زیاتو دپیښی سره په تړواو یوکس هم نیول شوی دی .
دکابل کندهار پرلویه لاره لمړي ځل ندی چي وسلي نیول کیږي بلکي تیر کال کی په زیات شمیر وسلي او ماینونه ونیول شول ، پردغه لاره دنشه يي توکو ترڅنګ د وسلو قاچاق هم ښه پراخ شوی او په ورځني ډول پري قاچاق وړونکي غیر قانوني توکي لیږدوي ، که څه هم چارواکی وایی دوی دقاچاق وړونکو دمخنیوي لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي خو بیا هم کله ناکله له دغي لاري نه ګاونډیو ولایتونو او ورسته نورو هیوادونو ته چاقاق کیږي