کور / تازه خبرونه / له معذورو افغانانوسره مرسته وشوه

له معذورو افغانانوسره مرسته وشوه

پېښور:د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا افغان بې وزله او معذورو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې له مخې زر(١٠٠٠)کارتنه خوراکي توکي د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د جلوزو په ترکمن کيمپ او د پېښور بورډ په سيمه کې وويشل شول ،يادې مرستې چې په نهه سوه کارتنه خوراکي توکو مشتملې وې پر افغان بې وزلو د دوشنبې او سه شنبې په ورځ چې د جولايی د شپاړسمې او اوولسمې نېټې سره سمون خوري د جلوزو په ترکمن کيمپ او د پېښور بورډ سيمه کې عثمانيه سکول کې وويشل شوې.نوموړي نهه سوه کارتنه خوراکي توکي د ترکمان کيمپ په څلور سوه کورنيو او پېښور بورډ سيمه کې پر شپږ سوه کورنيو وويشل شوې.د مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کمېټې د پېښور دفتر رئيس الحاج عبدالله خان د کمېټې په نمايندګۍ له افغاني مهاجرينو سره خواخوږي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د سعودي مرستندويه کمېټه همېش د خپلو وروڼو سره په مختلفو څانګو کې مرسته کړې ده او زياته يې کړه چې مرستندويه کمېټه د افغانی مهاجرينو د اقتصادي ستونزې ته په کتلو سره همېش د روژې مبارکې مياشتې په راتللو سره دوی ياد کړي دي او مرستې يې ورسره کړي دي، نوموړي د خپلې وينا پر مهال دا مرستې د هغه پرلپسې مرستو لړۍ وګڼله چې د سعودي ولس لخوا افغانانو ته رالېږل شوي دي