کور / تازه خبرونه / په کوټه کې څلور کسان وژل شوي دي

په کوټه کې څلور کسان وژل شوي دي

کوټه:په کوټه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د هزاره ګانو څلور کسان وژل شوي دي. د ډزو دغه پېښه د دوشنبې په ماښام له روژه ماتې لږ مخکې پېښه شوه. د کوټې پولیسو مشر میر زبیر محمود وویل، چې الکترونیکي سامان پلورونکی رضا له خپلوانو سره ګاډي کې کور ته پر لاره و، چې پرې د کلاشنکوف ډزې وشوې او ووژل شو.دغه پېښه مسجد روډ سیمه کې وشوه، چې په کې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی له دې پېښې څلور ساعته وروسته خدایداد روډ سیمه کې د جوسو پر یوه دوکان نامعلومو کسانو ډزې وکړې، چې په پایله کې دوه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.د وژل شویو کسانو خپلوانو روغتون کې احتجاج وکړ. د دې پېښې سبب معلوم نه دی، خو د مسجد روډ سیمې پېښې په باب ویل کېږي، چې د فرقه ییز تاوتریخوالي نتیجه وه.”د ځايي شیعه ګانو تنظیمونو د یوه ورځني ویر اعلان کړی