د فيسبوک تبصرې له امله يو ۱۹کلن ځوان ۸کاله زنداني سو
59
تیکزاس:دبهرنیوخبری سرچینوپه حواله «جستین کارتر» دتکساس اوسیدونکي دهغه هیواددیوی محکمي لخواه هغه وخت په اتوکال بندمحکوم شو،چي دخپل فیس بوک په تبصره کی یې دیوه وړوکټون دماشومانودوژلواعلان کړی وو.
جستین کارترپنځه میاشتي مخکي دیوه ملګری سره دفسبوک پرلیکه په ژوندی بڼه دخبرواتروپه ترڅ کي دهغه ملګری لخواه لیوني نومول شوی وو.کارتردهغه ملګری په ځواب کي دفیس بوک پرلیکه ولیکله،چي هو، زه په ريښتیاهم لیوني یم.زه دیوي وسلي سره یووړوکتون ته ورننوزم اوپرټولوماشومانو به ډزي پیل کړم.ددوی دوینو فواري به دباران په شان جاری کړم اودهغوی څخه به دیوه زړه راوباسم اووبه یې خورم.
په فیس بوک کي دکارترددغوڅرګندونو موضوع دیوي ښځي لخواه ترپولیسو پوري ورسیدله اوپولیسوکارتر ونیوی اومحکمی ته یې وسپاري. محکمي «جستین کارتر »په(۸) کاله بنداوپنځه لکه نقدی ډالروجریمه اومحکوم کړ.
دکارترپلاروایې چي زوی یې دټوکو اومسخروپه ډول دغه خبرپخپل فیسبوک کي لیکلی وو ،مګرهغه دغه کارهیڅ کله نه ترسره کاوی.
دکارترموراوپلاردمحکمي دغه حکم غیری عادلانه بولي.دوی وایې چي دغه حکم دیوه اصلي اوحقیقي قاتل په پرتله هم درونددي،کوم چي دغه عمل یې سرته رسولی وي.
دکارترموردخپل زوی دازادولوپه خاطر یوغټ کمپاین پیل کړي دي اودسلوزروکسانولاس لیکونه یې ترلاسه کړي دي ،چي دخپل زوی دبیګناهي ثبوت په ډاګه کړی اوهغه له بندڅخه راخوښی کړي.
دا په داسي حال کی ده ،چي ۷ میاشتي مخکي دسندهوک په یوه مدرسه کي یوه اصلي پیښه را منځ ته شوله،چي هلته یویوکس دیوه وړوکتون انګړته داخل شواو پرماشومانو یې ډزي پیل کړلي چي په ترڅ کی یې زیات ماشومان مړه اوتپیان شول.
په فيسبوک کي ډيري داسي تبصرې ترسترګو کيږي چي ښايي يوه ورځ يې ليکونکي د خپلو ليکل سوو تبصرو له امله د پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ سي.